د پوهې درې اساسي مرحلې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 12, 2024
1 year ago
1,668 views
د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انتخاب ځواک نه لري. خو کله چې انسان ځواني ته ورسيږي، هغه په ارادي ډول د زده کړې توان ترلاسه کوي. له دې وروسته د هغه د ودې سفر خپله په انتخاباتو، تحلیل او زده کړو پورې تړلی وي.

 

کتابونه د پوهې د نړۍ لومړنۍ دروازې دي. که غواړې نړۍ درک کړې، که غواړې خپلې کمزورۍ پیاوړې کړې او که غواړې د یو ښه ژوند لپاره ښه لارې چارې زده کړې، نو کتابونه د سفر پیل دی. په کتابونو کې د زرګونو کلونو تجربې او پوهه خوندي ده. هره پوښتنه چې لرې، هره موضوع چې زده کول غواړې، هر ځواب چې دې لټولی دی، په کتابونو کې یې موندلی شې.

 

کله چې موږ کتاب لولو، زموږ د تحلیل او فکر کولو وړتیا لوړېږي. د یوه کتاب لوستل یوازې د معلوماتو ترلاسه کول نه دي؛ دا د فکر کولو تمرین دی. کتاب موږ ته مرسته کوي چې هر څه وڅېړو، خپلې زاویې ورکې پیدا کړو او د ژوند په بیلابېلو اړخونو کې خپله لاره معلومه کړو.

 

د پوهې درې مرحلې

د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د پوهې ترلاسه کولو لارې بیلابیلې دي:

   1.   لومړنۍ مرحله – کتابونه:

په پیل کې، کله چې ډېر امکانات نه لرو، کتابونه زموږ ملګري وي. ښه کتابونه لوستل موږ د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه پوهوي او د نړۍ له پرمختګونو سره بلدتیا راکوي.

   2.   دویمه مرحله –مشاهده، ګرځیدنه او سفر:

کله چې امکانات برابر شول، سفر وکړه. نړۍ وګوره، د بیلابیلو کلتورونو او خلکو تجربې ووینه، ترڅو د خپل فکر زاویې نورې هم پراخې کړې. سفر د ژوند هغه کتاب دی چې هر څپرکی یې د زده کړې نوی درس لري.

   3.   درېیمه مرحله – عملي تجربه:

تر ټولو غوره زده کړه د عمل له لارې ده. هغه څه چې دې په کتابونو کې زده کړي او د سفرونو په اوږدو کې لیدلي، په عمل کې یې تجربه کړه. ژوند هغه وخت په ریښتینې توګه زده کېږي چې خپله یې تجربه کړی.

 

پایله

د پوهې سرچینه یوازې کتابونو یا تجربو پورې تړلې نه ده، بلکې د یو انسان د زده کړې اراده غواړي. هغه څوک چې غواړي ځان بدل کړي، د کتابونو د نړۍ له حکمتونو یې پیلوي، سفرونو کې یې ګوري او ژوند کې پرې عمل کوي. نن یې له کتابونو پیل کړه، سبا سفر وکړه او بله ورځ یې عملي تجربه کړه.

Related Articles

Jan 30, 2022
2,350 views

د بودا مجسمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي، چې ت.البانو په باميانو کې د "بودا مجسمې" شاوخوا کيندنې پیل کړي دي. خو شاید تاسو ته پوښتنې پیدا شوې وي، چې دا مجسمه کله جوړه شوې؟ څومره لرغونې ده؟ او کوم تاريخي ارزښت لري؟ په دې لیکنه مو دا...

Feb 01, 2021
2,230 views

د باختر خزانې د آثارو په اړه

له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت...

Apr 17, 2022
8,106 views

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو: ( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,972 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,184 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...