د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 12, 2024
1 year ago
1,568 views
د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې وزن کمول او مناسب اندام لرل یوازې په درملو یا چټکو لارو نه کیږي. دا یوه دوامداره هڅه او طبعي پروسه ده، چې زغم، هوډ او نظم غواړي.

که څوک دوامداره په ارادي او منل شوو هڅو وزن کم کړي او خپل بدن مناسب وساتي، نو یوازې فزیکي جوړښت یې نه، بلکې د ژوند په نورو برخو کې یې هم مثبت بدلونونه راځي. 

وزن کمول، مناسب اندام او روغتیا څلور بنسټونه لري:

•       ورزش: د بدن پیاوړتیا او د اضافي وزن کمولو لپاره ورزش کول اړین دي.

•       منظم خواړه: د خوړو رژیم ته پام وکړئ، روغتیایي خواړه وخورئ او غیر ضروري خوراک پریږدئ.

•       کافي خوب: ښه خوب د بدن توازن او وزن د کمولو لپاره اړین دی، ځکه بدن د ارام په وخت کې ښه فعالیت کوي.

•     ذهني روغتیا: وزن کمول او ښه فزیکي جوړښت ستاسو پر نفس باور زیاتوي، ذهني فشار کموي او تاسې ته مثبت نظر درکوي.

 

په دې پروسه کې، یو کس نه یوازې خپل وزن کموي، بلکې د خپل ټول ژوند معیارونه لوړوي. تاسو به هڅه وکړئ چې ښه لباس واغوندئ، له خلکو سره ښې اړیکې وساتئ، ښه خبرې وکړئ او په دې توګه به یو سالم او منظم ژوند غوره کړئ.

پایله

وزن کمول یوازې د بدن لپاره نه، بلکې ستاسو د ټول ژوند د ښه والي لپاره یوه اړتیا ده. دا پروسه تاسو ته د منظم ژوند اصول در زده کوي او په دې توګه تاسو نه یوازې د وزن له ستونزې خلاصېږئ، بلکې یو مثبت او فعال ژوند هم پیلوی.

Related Articles

Aug 30, 2021
3,315 views

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېو...

Jan 14, 2022
2,171 views

د کوربتوب اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی مېلمه پالنه په افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو کې خورا ارزښتمن عمل ګڼل کېږي. ددې علت دا دی، چې دا چاره زموږ او ستاسو په فرهنګ کې خورا لرغونې ريښه لري او د اسلام له راتګ سره مېلمه پالنې لا ډېر اهمیت پیدا کړ. دا ځکه چې ريښې یې دو...

Apr 10, 2023
1,546 views

قاموس لیکنه

قاموس لیکنه (Lexicography   )      قاموس لیکنه (  What’s  Lexicography  )قاموس لیکنه د ژبپوهنې هغه برخه ده چي د یوې ژبي  د لغاتونه مانا او تشرېح کوي او کله کله یې بیا په مقابل کي د بلې ژبي هغه لغات چي د همدې ژبې د لغات سره یو ډول مانا ورکړي. (معجم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,261 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,440 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...