د توجو بحران

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 12, 2024
1 year ago
1,180 views
د توجو بحران

په نننۍ نړۍ کې د توجو اهمیت ډیر لوړ دی. زموږ وخت او توجو هغه پانګه ده چې موږ ته د بریالیتوب ډیرې دروازې خلاصوي، خو ټولنیزي رسنۍ او د انټرنیټ نامحدوده معلومات زموږ د توجو غله دي.

پخوا خلکو درې ساعته فلمونه لیدل بیا د یو ساعته ویډیوګانو زمانه راغله. خو نن ورځ یوازې د د لسو او دیرشو ثانیو ویډیوګانې کافي دي چې زموږ پام ځان ته راجلب کړي. ټولنیزی رسنۍ د خلکو د توجو سیالۍ کې ډوبي دي، هر ټولنیزه رسنۍ هڅه کوي چې زموږ ډیر وخت وګټي.

توجو زموږ د فکر او تخلیقي ځواک هغه دروازه ده چې موږ ته نوې لارې پرانیزي. هغه څوک چې په دې ګډوډۍ کې تمرکز او توجو نه بایلي د ژوند یوه ډیر بریالی نقشه جوړولی او مخ ته وړلی شي. توجو یوازې د فلټر عمل نه دی، بلکې ځیرکتیا او ویښتیا ده چې انسان پرې ډیرې سختې لارې ځانته اسانوي.

 

څنګه د توجو ساتنه وکړو؟

   1.   لومړیتوبونه وټاکئ: ټول معلومات اړین نه دي. یوازې هغه څه ته وخت ورکړئ چې ستاسو د اهدافو لپاره ګټور وي.

   2.   ډیجیټل حریم جوړ کړئ: په یو ټاکلي وخت کې ځان له ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ څخه لرې وساتی.

   3.   مراقبه وکړئ: د ذهني سکون لپاره ورځنۍ مراقبه او د تمرکز تمرینونه وکړئ.

   4.   یو کار په یو وخت: د څو کارونو (Multitasking) پر ځای یوازې په یو کار تمرکز وکړئ.

 

پایله

هغه څوک چې د توجو ارزښت درک کړي او خپله د تمرکز وړتیا وساتي، راتلونکي کې به د بریالیتوب کلي همدوی سره وي. ټولنیزي رسنیو کې هره ورځ زرګونه پوسټونه کيږي خو تاسې د خپلو لوړو ارمانونو نړۍ ته یوازې هغه وخت رسیدلی شي چې خپل تمرکز له دې ګډوډیو څخه وساتی او ټول تمرکز مو په اهدافو وي.

Related Articles

Jan 28, 2022
2,301 views

بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم....

Oct 14, 2021
7,063 views

ښکلي عکسونه داسې واخلئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې پخپل کاري ژوند کې ستړيا احساسوو، نو هڅه کوو د کورنۍ له غړو او یا هم له نږدې ملګرو سره ښکلو سیمو ته په چکر لاړ شو. ددې خوندورو شېبو د خاطرو ساتلو لپاره انځور اخیستل تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي. مګر د انځور اخیستلو لپاره باید...

Dec 11, 2024
1,032 views

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,021 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,223 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...