د نوي کال ناکامې ژمنې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,070 views
د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي.

نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.

 

خو دا جذبه ډېری وخت دوام نه کوي. فقط څو ورځې یا څو اونۍ وروسته همدا خلک له خپلو ژمنو په شا کیږي، او ژوند یې بیرته خپل زوړ مسیر ته ورګرځي. ولې داسې کېږي؟ او څه وکړو چې دا بدلون دوام ومومي؟

 

د دوام ستونزه او د هغې حل

دا د بدلون د ژمنتیا نه دوام ځینې لاملونه لري، په څلورو یې دلته بحث کوو.

1.     له حده زیاتې ژمنې: ډېر خلک د نوي کال په لومړیو کې د ځان لپاره ډېر سخت یا غیر واقعي اهداف ټاکي. دوی غواړي هر څه یوځل بدل کړي، چې دا اکثر د ستړیا یا ناکامۍ لامل کېږي.

حل: لږ، خو واقعي اهداف وټاکئ او په تدریجي ډول پرمختګ وکړئ.

2.     د عادتونو نه جوړول: نوي پلانونه یوازې هغه وخت بریالي کېږي چې په ورځني عادت بدل شي. که بدلون په ورځني ژوند کې ځای ونه نیسي، ډېر ژر مو ذهنه ځي.

حل: خپل اهداف په کراره او په کوچنیو برخو دوام ورکړئ، تر څو دا ستاسو د ژوند یوه برخه شي.

3.     یوازې جذبه کافي نه ده، نظم ورکې شرط دی: یوازې جذبه د بدلون لپاره کافي نه ده؛ دا ژر ختمېږي. که نظم او تعقیب نه وي، نو د بدلون هڅې ناکامېږي.

حل: د جذبې تر څنګ د نظم او ډسپلین هم مراعت کړئ.

   4.له ځانه نارضایت: کله چې خلک په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، ځان ډیر پړ بولي او مایوسه کېږي.

حل: که یوې ژمنې کې پاتې راغلئ، ځان ته وخت ورکړئ او بیا پیل وکړئ. بدلون د نه ستړي کېدو پروسه ده.

 

پایله

بدلون او نوي پیلونه یوازې د نوي کال لپاره نه دي؛ دا د ژوند یو دوامداره سفر دی. د نوي کال جذبه باید د نظم او عادت په مرسته د تل لپاره په ژوند کې ځای پیدا کړي. راځئ چې د نوي کال د پیل انرژي په دوامدار ځواک بدله کړو او خپل ژوند په مثبت ډول بدل کړو.

Related Articles

May 23, 2021
2,115 views

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن...

Sep 07, 2021
3,467 views

له غوسه ناک (قهرجن)کس سره څنګه رویه وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، له غوسه ناک کس سره څنګه رویه وکړو؟   غوسه یوه غیر ارادي کړنه ده، چې په ځوانانو، زړو او آن ماشومانو کې هم لیدل کېږي. ځینې کسان خو د غوسې پرمهال داسې کړنې ترسره کوي چې وروسته بیا پر خپلو کړنو پښېمانه وي، خو د جبران لپاره حللاره ن...

Sep 06, 2023
1,469 views

حسن خاتمه ښه پایله

داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نوددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دینه بدله وركړى شى جى داعقلی دلیل د م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,025 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...