د نوي کال ناکامې ژمنې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,052 views
د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي.

نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.

 

خو دا جذبه ډېری وخت دوام نه کوي. فقط څو ورځې یا څو اونۍ وروسته همدا خلک له خپلو ژمنو په شا کیږي، او ژوند یې بیرته خپل زوړ مسیر ته ورګرځي. ولې داسې کېږي؟ او څه وکړو چې دا بدلون دوام ومومي؟

 

د دوام ستونزه او د هغې حل

دا د بدلون د ژمنتیا نه دوام ځینې لاملونه لري، په څلورو یې دلته بحث کوو.

1.     له حده زیاتې ژمنې: ډېر خلک د نوي کال په لومړیو کې د ځان لپاره ډېر سخت یا غیر واقعي اهداف ټاکي. دوی غواړي هر څه یوځل بدل کړي، چې دا اکثر د ستړیا یا ناکامۍ لامل کېږي.

حل: لږ، خو واقعي اهداف وټاکئ او په تدریجي ډول پرمختګ وکړئ.

2.     د عادتونو نه جوړول: نوي پلانونه یوازې هغه وخت بریالي کېږي چې په ورځني عادت بدل شي. که بدلون په ورځني ژوند کې ځای ونه نیسي، ډېر ژر مو ذهنه ځي.

حل: خپل اهداف په کراره او په کوچنیو برخو دوام ورکړئ، تر څو دا ستاسو د ژوند یوه برخه شي.

3.     یوازې جذبه کافي نه ده، نظم ورکې شرط دی: یوازې جذبه د بدلون لپاره کافي نه ده؛ دا ژر ختمېږي. که نظم او تعقیب نه وي، نو د بدلون هڅې ناکامېږي.

حل: د جذبې تر څنګ د نظم او ډسپلین هم مراعت کړئ.

   4.له ځانه نارضایت: کله چې خلک په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، ځان ډیر پړ بولي او مایوسه کېږي.

حل: که یوې ژمنې کې پاتې راغلئ، ځان ته وخت ورکړئ او بیا پیل وکړئ. بدلون د نه ستړي کېدو پروسه ده.

 

پایله

بدلون او نوي پیلونه یوازې د نوي کال لپاره نه دي؛ دا د ژوند یو دوامداره سفر دی. د نوي کال جذبه باید د نظم او عادت په مرسته د تل لپاره په ژوند کې ځای پیدا کړي. راځئ چې د نوي کال د پیل انرژي په دوامدار ځواک بدله کړو او خپل ژوند په مثبت ډول بدل کړو.

Related Articles

Mar 31, 2021
1,960 views

د ستر فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو ژوند ته یوه کتنه

   ستر فرانسوي فیلسوف او لیکوال، ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Roussou) د ۱۷۱۲ زېږدیز کال د جون په ۲۸ مه نېټه د سویس په ژنیو ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .    د ژان ژاک روسو له زېږون څخه کمه موده وروسته، مور یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل خپلوانو...

Jun 02, 2023
1,160 views

یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې

د یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې!ژباړه: طارق تسل۱. خلکو ته دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا مه ورکوئ!۲. کله چې درته شک پیدا شو؛ د تحقیق لپاره یو بل قدم هم پورته کړئ!۳. پر خلکو رشخند مه وهئ!۴. د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرې...

Dec 12, 2024
1,502 views

د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,509 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...