د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!

K
Khalid Razique
Author
Oct 11, 2024
1 year ago
994 views
د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!


  
   (جمعه، ۲۰ تله،  ۱۴۰۳ ل): نورووایرس (norovirus) یوه ډول ساري ناروغي ده چې د قۍ کولو او اسهال لامل کیږي، د هر عمر وګړي پر دغه ناروغۍ او ویروس اخته کېدلای شي او ډير په اسانه خپریږي.

هغه کسان چې پر نورووایرس اخته وي کولای شي په ملیونونو نور ذرات خپاره کړي او یوازې یو څو ذرې وایروس نور وګړي پر دغه ناروغۍ اخته کوي.

د الجزیرې راپور سره سم د جرمني مشهور پروفیسر «توماس زویفرلاین» وایي، د ژمي یخ موسم کې ګڼ شمېر وایروسونه خپریږي، ددې له جملې څخه یو د نورووایرس دی چې د انسان په هاضمې سیستم حمله کوي.

د جرمني د معدې معالج ډاکټر د نورو وایروس نښې په لاندې ډول څرګندې کړې دي:

قۍ کول
سخت اسهال
په خيټه کې دردونه
د زړه بدوالی
د بدن تودوخې درجه لوړیدل
په غړو کې دردونه
سر درد
په عامه توګه د ستړیا احساس کول
ډاکټر زویفرلاین څرګندوي چې په نورووایرس اخته کېدلو سره په بدن کې د مایعاتو لویه کچه ضایع کیږي، کوم چې په ځانګړي ډول په ماشومانو، امیندوارو میرمنو او لویانو کې د خطر وړ دی.

د یادې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره باید نظافت مراعات کړل شي، لکه د لاسونو په منظم ډول په صابون پریمنځل، د دروازو او کړکیو لاستي پاک ساتل او داسې نور هغه وسایل چې بېلا بېل لاسونه پرې کیښودل کیږي پاکول پکار دي.

ځکه چې د نورووایرس یوه ساري ناروغي ده چې ډير ژر انتقالیږي، دا د سپری له لارې، ککړ خواړه او پر دغه وایروس اخته ناروغانو سره د تماس له لارې انتقالیدلی شي.

د نورووایرس ضد درمل هم شتون نه لري، ددې لپاره په کار دي چې پورتني کارونه عملي شي، په دې سره ناروغي کمیږي، دغه راز بدن ته مناسب مایعات ورکول، لکه ډيرې اوبه څښل، شین چای څښل، یخني ښوروا چې غوړ کم یا ونلري وخوړل شي، د قۍ بندیدو څخه وروسته دې داسې سپک خوراک وکړل شي چې معده یې په اسانه هضمولی شي.

 

ليکوونکې : خالد راﺯق

Related Articles

Apr 11, 2021
2,850 views

نا اشنا پدیدې چې هر څوک ورسره مخ کېږي!

1)ديجایو پدیده ( Deja Vu ) ـ کله درباندې داسې شېبه راشي چې پخوا هم درباندې تېره شوي وي، د بېلګې په توګه یوې سیمې ته د لومړي ځل لپاره سفر کوې، هوټل ته ننوزې، له ملګرو سره میز ته کینې، ماښامنۍ خورئ، په یوې موضوع غږېږئ، ناڅاپه احساسوې چې دا شٌېبه دربان...

Jun 17, 2022
1,717 views

ژغورونکی

حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څ...

Nov 05, 2023
1,508 views

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه Types of Plaster for Building and their applicationپلستر دودانیو د زینتي وروستیو او بشپړونکو کارونو(finishing work) له ډلې شمیرل کیږي چې دیوالونو او چتوتو ته دښه ښکاره کیدو ،ښویه کیدو او لاخوندیتوب لپا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,240 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...