لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟
سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي.
دا برېښنايي جریان د مستقیم جریان (DC - چې افغانستان کې ورته مړ برق وایي) په ډول تولیدېږي. خو زموږ په کورونو او دفترونو کې ډېر توکي د متناوب جریان (AC) برېښنا کاروي. له همدې کبله د سولر پینلونو تولید شوې DC برېښنا د انورټر له لارې AC ته بدلېږي. دې پروسې سولر پېنلونه د پاکې او نويېدونکي انرژۍ یوه مؤثره سرچینه ګرځولې، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د ۱۹ پیړۍ په پای کې برېښنا لومړی د مستقیم جریان DC په ډول توماس ایډیسن اختراع کړه. ایډیسن DC برېښنا د وېش لپاره معیاري وبلله. خو د اوږدې فاصلې په لېږد کې یې لوی محدودیتونه لرل، ځکه چې ځواک یې د مسیر اوږدېدو له کبله لږ کېده او دې ستونزې یې پراخ وېش غیر مؤثره کاوه.
وروسته نیکولا ټیسلا د متناوب جریان (AC) ټیکنالوژي رامنځته کړه. AC کولی شول اوږدو واټن کې د ځواک کمېدو پرته ولېږدول شي. دې کار لویه اسانتیا رامنځ ته کړه ځکه له فابریکو یې مصرف کوونکو ته د برېښنا لېږد مساعد کړ. ادیسن او ځینو نورو پرې سختې نیوکې وکړې. بالاخره AC د اوږد واټن د لېږد لپاره عملي او بریالی شو.
خو اوسمهال د سولر پېنلونو د ډېرېدو له کبله د برېښنا توزیع بدلېدونکې ده ځکه سولر پېنلونه د مصرف کوونکي تر څنګ برېښنا تولیدولی شي.
په افغانستان او نورو سیمو کې ځینې وسایل اوس د سولر پینلونو څخه مستقیم DC برېښنا کاروي، چې د تبادلې اړتیا کموي او موثریت لوړوي. د سولر پینلونو برېښنا په مستقیم ډول په DC-پاور شویو وسایلو لکه LED څراغونو، DC پکو، ایرکندېشنونو، مرکز ګرمیو او نورو کوچنیو برقی توکو کې کارېدلی شي. دا ډول مستقیم استعمال د انورټر اړتیا له منځه وړي او د تبادلې په پروسه کې د انرژۍ ضایعات کموي.
#ساینس زده کړئ!
www.x.com/assemmayar1
Related Articles
اوبو رسولو انجینری سافټویر
د اوبو رسونې انجنیرۍ د ډیزاین په برخه کې EPANET یو پېژندل شوی سافټویر دی. چې ګڼ شمېر د ډیزاین انجنیران ورڅخه کار اخلي. اوس دا سافټویر له QGIS سره یو ځای شوی. د GIS د ارزښت او وړتیاوو په اړه ډېری ځوانان پوهېږي. د دې دواړو مهمو سافټویرونو یوځای کېدل د...
د مڼې یو ګیلاس اوبه او بې شمیره ګټې
مڼه د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا ک...
نصیب (قسمت)
وايي چې بېړۍ ډوبه شوه. له يوه کسه پرته نور ټول مسافر اوبو لاهو کړل. دغه کس هم هسې د تصادف له مخې په يوه داسې تخته باندې سپور پاتې شو، چې تېز باد یوه ټاپو ته ورسوله. په ټاپو کې بل بنیادم نه و. ده په ډېرو خواريو ځان ته جونګړه جوړه کړه او بیا په وحشي م...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...