د مڼې روغتيایي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 22, 2020
5 years ago
3,936 views
د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري.
 د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري.
 مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم "مالوس دومستيکا" دی. له زرګونو کلونو را پدېخوا دا مېوه په آسيا او اروپا کې کرل کېږي. کله چې امریکا کشف شوه، یاده مېوه هلته هم یوړل شوه چې نن سبا په شمالي امریکا کې په پرېمانه کچه کرل کېږي. 

 د مڼې غذايي ارزښت
 مڼه له ويټامينونو، معدني موادو او مغذي عناصرو څخه ډکه مېوه ده. ويټامين C، ويټامين K، ويټامين B6 او ریبوفلاوين هغه ويټامينونه دي، چې په مڼو کې شته. همدارنګه پوتاشیم، میس او میګنیزیم مفيد معدني مواد دي، چې مڼه یې لري. مڼه له فایبرو څخه هم ډکه ده. د ورځې یوه مڼه خوړل مو د فیبر ۱۲ سلنه اړتيا پوره کوي. 

 هضم
 مڼه له فیبر څخه ډکه مېوه ده، چې د خوړو په هضم کې د پام وړ مرسته کوي. د مڼې منظم خوراک مو د کولمو صحت هم تضمينوي او د معدې د اختلالاتو مخه نیسي. همدارنګه له خوړو څخه د ترلاسه شوو غذايي توکو په ښه جذب کې هم مرسته کوي. 

 له سرطان څخه مخنيوی
 د سرطان په مخنيوي کې د مڼو د ونډې په اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي او بېلابېل نتایج یې درلودل. وروستۍ څېړني ښيي، چې مڼې د سرطان په مخنيوي کې اغېزمن ثابتېږي  که څه هم اکثره مېوې او سبزیجات د سرطان ضد خاصيت لري خو په دوی کې مڼه ځانګړی ارزښت لري. هېره دې نه وي چې په دې برخه کې نورې څېړنې هم روانې دي.

 د وينې کمښت
 دا چې مڼې په کافي اندازه اوسپنه لري نو د وينې د کمښت مخنيوي لپاره ګټور دي. په ټوله کې د وينې د کمښت ستونزه په وينه کې د هيموګلوبين د کموالي له امله منځته راځي، چې دا ستونزه له غذايي موادو څخه د اوسپنې د ترلاسه کولو له لارې حل کېدای شي. 

 د غاښونو روغتيا 
 د مڼې خوړل مو د غاښونو په پاکوالي کې مرسته کوي، چې دا کار ستاسو غاښونه له چینجن کېدو ژغوري. په مڼو کې شته فیبر ستاسو غاښونه پاک ساتي او شته ميکروبونه هم له منځه وړي.

 د زړه ناروغۍ
 مڼه په بدن کې شته کلسترول کموي، چې دا کړنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي. د ورځې یوه مڼه خوړل مو تر یوه بریده د زړه د روغتيا تضمين کوي. 
 په مڼو کې د کويرستين په نوم فلاونويدونو شته، چې دغه مواد هم د زړه د روغتيا په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.

Related Articles

May 30, 2023
1,390 views

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غو...

Sep 16, 2021
3,530 views

د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره...

Mar 24, 2022
1,924 views

سقراط

  سقراط  د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه.  که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو. وتی د سقراط مور یوه قابله...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,529 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...