ډیلیت شیان چیزته ځی؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Feb 19, 2024
2 years ago
1,497 views
ډیلیت شیان چیزته ځی؟

کله مو په دې اړه فکر کړئ دی چې تاسې له کمپیوټر, موبایل یا کوم بل الکترونيکي ماشین څخه يؤ فایل ډېلېټ کړئ، هغه فایل چېرې ځي؟

اصلي کیسه داسې ده چې د فایلونو خرابول (Deletion) دوه ډوله دی.
لومړی: کله چې فایل له هارډېسک څخه ډېلېټ سي او Recycle Bin ته ولاړ سي.

دوهم: کله چې فایل د تل لپاره ډېلېټ سي، په کیبورډ کې یې لنډیز Shift+Delete دی (Hard Delete)، په دغه حالت کې فایل Recycle Bin ته نه ځي.
په لومړي حالت کې چې کله فایل ډېلېټ سي Recycle Bin ته ځي او Recycle Bin خپله د Hard Drive برخه ده چې اپرېټینګ سیسټم یې تر انسټالېشن وروسته جلا کوي، عموماً یې سایز اووه جي بي 7 GB وي. کله چې فایل Recycle Bin ته ولاړ سي، له کومه ځایه چې ډېلېټ سوی وي، او هغه ځای یې ساتل سوی (Reserved) وي بل فایل یې ځای نسي نیولای، هلته یې ټول معلومات پراته وي.

کله چې بېرته وغواړئ فایل Restore یا بېرته ذخیره کړئ، نو د Restore تڼۍ یې بیرته هغه خپل پخواني ادرس اؤ فایل سیسټم ته اړوي.

دوهم حالت: چې کله فایل د تل لپاره له ډرایو څخه یا په Shift+Delete باندې اؤ یا له Recycle Bin څخه ډېلېټ سي.
نور ټوله پروسه د اول حالت رقم ده خو دا چې فايل د تل لپاره خراب سو، هغه ادرس (Address) یې د Reserve پر ځای Free نښاني کېږي تر څو راتلونکو فایلونو ته ځای شتون ولري او ذخیره سي، خو بیا لا تر دغه وخته فایل سیسټم جوړ پاتې وي، که کوم Recovery Software وکاروئ ان که ډېر ښه یې هم نه وي بیا هم فایلونه تر ډېره حده پیدا کوي خو که چېرې نوي فایلونه ور واچول سي نو بیا هغه زوړ فایل سیسټم (File System) له منځه ځي او نوی File System صورت نیسي، بیا یې پیدا کول ډېر ځانګړي تخنیکونه او د لوړې بیې Recovery Sofware غواړي چې پیدا یې کړي یا شاید هیڅ پیدا نه سي.
که چېرې مو فایل ډېلېټ سو اؤ غوښتل مو بیرته یې پیدا (Recover) کړئ  نو تر هغو پورې نوي فایلونه مه جوړوئ تر څو یې چې Recovery نه وي خلاصه سوې.

دا مالوماتي ليکنه محمود فهيم کړې وه چې بيا تکرار يې ډېر اړين وو.

Related Articles

Dec 01, 2021
2,876 views

د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  اکثریت خلک فکر کوي، چې  ژاولې د ماشومانو لپاره دي تر څو هغوی پرې غلي کړای شي، یا هم ځينې نور خلک د ژاولو ژوول بې ادبي ګڼي؛ خو څېړنو موندلې ده، چې ژاولې ژوول د انسان جسمي او ذهني روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. ددې ګټو له ډلې یې...

Dec 14, 2023
1,349 views

اته سوه کورونو د اوبو ذخیری براورد

#عملي مثال: د یوه کلي لپاره اوبو ذخیروي ټانکی محاسبه کړی چې جمله 800 کورنۍ ولرې، هره کورنۍ 7 کسان اوسط ولري، کلنۍ وده یې %2 وي او د هرې کورنۍ في نفر ورځې مصرف 30 لیتره اوبه وي اینده 30 کالنو لپاره ورته اوبو ذخیره محاسبه کړئ؟ژباړه. صابري#حل: اوسنی نفو...

Jul 07, 2023
1,538 views

نقشې تطبیق-خط اندازي

د نقشې تطبیق( خط اندازي):له تطبیق څخه هدف دا دی چې پلان انجینر ته وسپارل شې(پلان د بل انجینر پواسطه ترتیب شوی وی) یا انجینر پخپله پلان ترتیب کړی وی او هغه د ګچ یا چونې پواسطه په ځمکه تطبیقوی. لاندی نقطې په پام کې نیول کیږی:1- د نقشې شمال لوری د ځمکې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,058 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,219 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,253 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...