د پلستر مشخصات (Specification of plastering)
پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانکړتیاوې په تړون کې ولیکي .د پلستر مشخصات لپاره ځنی اړینی سپارښتني .
د پلستر عمومي مشخصات په لاندې ډول دي :
1) پلستر د ساختمان وروستی پوخ دی کوم چې معماري کار خوندی کوي او ښکلا ور کوي .هغه همدارنګه د ودانۍ روغتیا ساتنې شرایط لا ښه کوي .
2) پلستر له شروع څخه مخکي له سطحې څخه هر ډول اضافي شیان ،ګرد او ناپاکي باید لیری کړل سي .
3) که په سطحه یا هم دیوال کې جینټ ورکول سوی وي هغه پاک سي او راښکاره کړل سي .
4) پلستر کیدونکې سطحه د پلستر له شروع څخه مخکي د 24 ساعتونو لپاره لمده وساتل سي .
5) د سطحې د لمدولو او مسالې لپاره هغه اوبه وکارول سي چې د څښلو وړ وي .
6) د پلستر له شروع څخه مخکي د دروازو ،کړکیو ،بریښنایی وسایلو ،نلدوانۍ سامانونو سستې برخې کلکې کړل سي او نټونه یې او میخونه یی له سره ټول چیک سي .دا باید نظر نقشو ته وکتل سي.
7) له دروازو او بریښنايي وسایلو سره نژدې پخواني سیمنټو غیر ضروري نښتې مسالې رالرې سي .
د پلستر په مساله کې ښه کیفیت لرونکې شګه او ښه کیفیت لرونکي سیمنټ وکارول سي .
9) د مسالې نسبتونه کیدای سي (1:3) ،(1:4) او یا هم (1:6) وي ،د ساختماني کار له غوښتنو سره سم .
10) د پلستر پیړوالی د ساختماني کار له غوښتنو سره سم غوره سي.
11) په سطحه باندې ګوندې (BUNDAS) ورکول سي چې له دوه تر درې انچه پورې قطر ولري .
12) که سطحه ډيره ناهمواره وي نو هغې لپاره په ټيټو برخو کې مساله ورکول سي او بیا له 3 تر 4 پورې همداسې پریښودل سي تر څو چي کلک سي ،خو په ورته وخت کې باید اوبه ورکول سي.
13) پلستر باید له بره پیل او مخ ښکته فرش لورته دوام ورکول سي.
14) که د پلستر پیړوالی له 15mm څخه زیاتیږي نو باید په درې پوخونو کې کې پلستر ورکول سي .او که له دې څخه کم وي دوه پوخه کې پلستر ورکول کیږي.لومړی پوخ ته یې (undercoat)او دویم ته یی (finishing coat) وايي .
15) په under coat کې معمولا د مسالې نسیت 1:5 وي .یعني 1 سیمنټ او 5 شګه او په finishing coat کې 1:2 وي .
16) د پلستر لومړی پوخ (COAT) ورکول کیږي.
Related Articles
پر ځان مثبت باور درلودل او غرور/ځانغوښتنې تر منځ توپير
لیکنه ـ فاطمه اعظم څنګه کولای شو په ډاګه کړو چې ياد کس مغروره دی او که پر ځان باور لري!؟ لومړی بايد دواړه وپيژنو؛ پر ځان باور او د غرور ترمنځ ډېره نرۍ پوله ده، چې توپير يې ستونزمن نه دی. ځانغوښتنه(غرور) د ځانغوښتنې بنسټ دا دی:« زما لپاره ګټل...
لس کاله که شل کاله!؟
ليکنه ـ ریاض مقامزی یو حکايت دی، چې شاګرد خپل استاذ ته وویل: په څومره وخت کې به دا کسب په بشپړ ډول زده کړم؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله. شاګرد بیا وپوښتل: که زه شپه او ورځ په ځان یوه کړم؛ ډېر زحمت وباسم. سهار ملا آذان کار شروع کړم او ماسختن ناوخته یې ب...
The Kerala Story
The Kerala Story عمران اختر په ۲۰۲۳ کال کې د کیرالا سټوري په نامه فلم پر سیمناوو خپور شو، چې په هند کې یې هنګامه جوړه کړه ځکه کله چې هم د مسلمانانو پر خلاف فلم جوړ شي حتمآ بلاکباسټر کیږي. د هندو دین څخه اسلام دین ته د یوې مسلمانې میرمن فاطمه اړون...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...