جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 08, 2023
2 years ago
1,293 views
جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

استاد سکندر ځدران 

#تحصیلي_مشوره
د جرمني هیواد د دولتي او شخصي پوهنتونو پرتله

جرمني کې دولتي او شخصي پوهنتونونه دواړه خپلې ځانګړنې لري. دلته د دواړو په هکله مهمو ټکو ته اشاره کوم څو د تحصیل مینوالو ته پدې هکله یو روښانه انځور وړاندې شي. 

1. مالي سرچینې: 
جرمني کې دولتي پوهنتونونه د فدرالي حکومت یا ایالت لخوا تمویلیږي. یاد پوهنتونونه غیرانتفاعي موسسې ګڼل کيږي، پدې مانا چې خپلې سرچینې په څیړنه او تعلیم باندې مصرفوي. دلته په ټوله کې دولتي پوهنتونونه له نړیوالو محصلینو څخه ډیر کم فیس اخلي چې وروسته به پرې بحث وشي. حتی په ځینو فدرالي ایالتونو کې د نړیوالو زده کونکو څخه هیڅ ډول فیس نه اخیستل کیږي. حال دا چې شخصي پوهنتونونه اساسا خپله بودیجه د محصلینو له فیس، مرسته کوونکو ادارو او نورو سرچینو څخه ترلاسه کوي. همداراز، د شخصي پوهنتونو فیس نظر دولتي هغه ته خورا ډیر دی. 

2. د زدکړو فیس یا Tuition Fee
جرمني کې ډیری دولتي پوهنتونونه له نړیوالو محصلینو څخه فیس نه اخلي. ځینې ایالتونه لکه (Baden-Württemberg) د څو کلونو را پدې خوا نړیوالو محصلینو باندې تر 1500 یورو تیوشن فیس وضع کړی چې ځینې پوهنتونونه یې یاد فیس افغان محصلینو ته معاف کوي. په ټوله کې، دولتي پوهنتونونه د سمستر فیس تر عنوان لاندې له 100 څخه نیولې تر 250 یورو فیس اخلي چې په مقابل کې بیا د ترانسپورت او نورو خدماتو آسانتیاوې برابروي. له بلې خوا، خصوصي پوهنتونونه په جرمني کې له 5000 نیولې تر 10000 یورو د کال فیس اخلي. دا یوازې د پوهنتون فیس دی. د اوسیدلو د مصروف په هکله مې د شخصي لګښت تر عنوان لاندې مفصله لیکنه کړې چې زما په تیرو پوسټونو کې کتلی شئ.  

3. د ادمیشن یا شاملیدلو شرایط:
دولتي پوهنتونو کې د ادمیشن یا داخله اخیستلو پروسه خورا رقابتی ده ځکه د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه محصلین غواړي د جرمني په تخنیکي پوهنتونو کې زدکړې وکړي. د بیلګې په ډول، د ادمیشن لپاره د محصلینو فیصدي، تحصیلي سوابق،  لوړ ټافل، کاري تجربې او داسې نورو مواردو ته ډیر اهمیت ورکول کیږي. پداسې حال کې چې د شخصي پوهنتونو شرایط نظر دولتي هغه ته انعطاف پذیره دي. بالخصوص هغه محصلین چې فیصدي یې کمه وي کولی شي د شخصي پوهنتونو څخه په آسانۍ ادمیشن واخلي. له بلې خوا چون شخصي پوهنتونونه زیات فیس اخلي، د ادمیشن پروسه یې ډیره رقابتي نده. 

4. د زدکړو پروګرامونه
د دولتي پوهنتونو څانګې زیاتې او انتخابونه پکې ډیر دي. حال دا چې، شخصي پوهنتونونه پر ځانګرو برنامو تمرکز کوي چې ممکن په دولتي هغه کې شتون ونلري. له بلې خوا، شخصي پوهنتونونه د زدکړې ډیر مناسب او اختصاصي پروګرامونه لري. 

5. صنف کې د محصلینو تعداد او د زدکونکي – ښونکي تناسب
په ټوله کې د دولتي پوهنتونو په صنفونو کې د محصلینو تعداد زیات وي، حال دا چې په شخصي هغه کې د محصلینو تعداد لږ وي چې د متقابلې زدکړې او استادانو سره د معلوماتو او پوښتنو په تبادله کې ډیره مرسته کولی شي. 

6. اکادمیک شهرت
د جرمني دولتي پوهنتونونه د پراخو څیړونو او لوړ کیفیت له امله قوي او نړیوال اکادمیک/علمي شهرت لري. د دې هیواد ځینې خصوصي پوهنتونونه هم په ځانکړو څانګو کې د لوړ کیفیت زدکړې وړاندې کوي. 

7. تر فراغت وروسته کاري فرصتونه:
داسې ویل کیږي چې دلته شخصي پوهنتونونه خپلو محصلینو ته تر فراغت وروسته ښه کاري فرصتونونه برابرولی شي. پدې مانا چې یاد پوهنتونونه له بیروني کمپنیو سره نیږدې اړیکې لري او محصلینو ته یې کاري فرصتونه برابروی. لیکن ما د دولتي پوهنتونو فارغین هم لیدلي چې هم د پوهنتون په جریان کې او هم تر فراغت وروسته ښې وظیفې ترلاسه کړي.

لاندې لینک کې د جرمني د معتبرو خصوصي پوهنتونونو بشپړ لیست کتلی شئ:

https://www.studying-in-germany.org/private-universities-in-germany/?fbclid=IwAR2z1F2xUpXEgnaeOu3VXo1xtKzL9OCGq1Txbir-RSUC22rtyJtjZeE1JkM_aem_Acf51u1Dm-y-P6lZYnf4ZDXatZQOMXxFMKKVgK2E3oZ2YIYG4TX6zpILy7ks3BFjQqA&fs=e&s=cl

Related Articles

Sep 15, 2020
2,737 views

ام ستاسو د ویښتانو ساتونکی

ام د بتاکاروتن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.سره له دې ام ستاسو د ویښتانو وزن کې بدلون راولي او ویښتان مو له موخوره څخه ژغوري. د هغو ویښتانو بیخونو سره مرسته...

Mar 19, 2023
1,171 views

پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې

.د پلستر عیبونه او د مخنیوي لارې چارې Defects of  Plaster and its  Prevention  Ways معمولا په  پلستر کې اته ډوله عیبونه منځ راځي .لومړی .غیرساختماني درزونه Non-structural cracksدویم .ساختماني درزونه             Structural cracksدرییم .جلاکیدل        ...

Dec 22, 2022
1,846 views

په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې

  په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې لیکنه: شرر  ساپی حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,981 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,190 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...