څنګه کولای شو ښه ويناوال شو!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 18, 2020
5 years ago
7,877 views
څنګه کولای شو  ښه ويناوال شو!؟


 آیا د چا له خبرو اغېزمن شوي یئ؟
 فکر مو کړی، چې تاسو هم د هغه/هغې په څېر شئ؟
 اندېښنه مه کوئ، تاسو به په دې لیکنه کې د ویناوالۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ. که په لاندې ذکر شوو لارښوونو عمل وکړئ نو ډېر ژر به ښه ويناوال شئ.
 ناپېليون بوناپارټ وايي: "موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو."
 په رښتيا هم الفاظ او وینا زموږ په بریا کې کلیدي رول لري. په هره زمانه د بریا لپاره تقاضا بېله وي. ۲۱ پېړۍ د خپل مسلک ترڅنګ د ښې ويناوالۍ غوښتنه هم کوي.

 وينا څه ته وايي؟
 یوه کس يا یوې ډلې ته د کلماتو په مرسته د پيغام، مفهوم او فکر وړاندې کولو ته وینا وايي. وینا په عمومي توګه ډېر ډولونه لري. موږ د راکړې ورکړې، قناعت، د پيغام انتقال او ګڼو نورو موخو لپاره وينا کوو.
 که غواړو ښه ويناوال شو، باید لاندې لارښوونې هېڅکله هېر نه کړو.

 ۱. مطالعه
 د ښې ويناوالۍ لپاره ډېر معلومات لکه وجود ته د روح مثال لري او ډېر معلومات د پراخې مطالعې په مرسته ترلاسه کېدای شي. تاسو کولای شئ هر اړخيز کتابونه ولولئ او په بېلابېلو برخو کې کافي معلومات ولرئ.
 ددې چارې بله ګټه دا ده، چې که تاسو په ناڅاپي ډول هم د وینا لپاره سټېج (دريځ) ته وبلل شئ ښه وينا به وکړئ.

 ۲. پر موضوع حاکميت
 کله چې تاسو ته له وړاندې موضوع درکړل شوې وي، چې پرې وغږېږئ نو ښه چانس لرئ. اماده ګي ونيسئ او ځان چمتو کړئ. تاسو تر خپله وسه کوښښ وکړئ، چې پر موضوع پوره حاکم شئ. که تاسو دا کار وکړ نو د وينا پر مهال به بشپړ ډاډ احساسوئ.

 ۳. خپلې خرابې ويناوې هېرې کړئ
 که تاسو له وړاندې په کوم ځای کې ښه وينا نه وي کړي، هغه صحنه له ذهنه وباسئ. که چېرې تاسو تکراراً هغه صحنه ذهن ته راولئ جرأت مو ختموي. ورو ـ ورو مو د وینا مهارت کمزوری کېږي. تاسو کولای شئ برعکس د خپلو ښو ويناوو صحنې ذهن ته راولئ. دا چاره لا ډېره انرژي درکوي.

 ۴. بدني ژبه (باډي لینګويچ)
 له بدني حرکاتو څخه په مناسبه اندازه استفاده کول وينا ته خوند وربخښي. کله چې تاسو باډي لینګويچ کاروئ پر خپل ځان باور مو لوړېږي. خلک تاسو ته لا ډېره پاملرنه کوي او له وینا مو خوند اخلي. خو باید هېر نه کړئ، چې که هر څه له اندازې ډېر شي بېخونده کېږي.

 ۵. ځان ته لوړ فکر وکړئ
 که مخاطبین مو هر څومره پوه او علمي کچه یې تر تاسو لوړ وي، فرص کړئ چې تاسو ترې ډېر پوهېږئ. که تاسو د مخاطبینو تر فشار لاندې راشئ نو خبرې به مو هېرې شي او هر څه به ګډوډ کړئ.

 ۶. مهم ټکي له ځان سره ولیکئ
 د وينا تسلسل مو خبرو ته ځانګړی رنګ ورکوي. اکثره خلک د نه تسلسل له امله خپله وینا خرابوي. نوه که غواړئ، چې د وینا خوند مو خراب نه شي خپلو خبرو ته منطقي تسلسل برابر کړئ.

 ۷. مخاطبین
 کوښښ وکړئ سترګې مو وګرځوئ او ټولو مخاطبینو ته وګورئ. مګر ډېر تمرکز په هغوی وکړئ، چې په غیرلفظي توګه ستاسو وينا تائيدوي. ددې ګټه دا ده، چې تاسو پر ځان باور او ډاډ ترلاسه کوئ.

 ۸. وېره (ډار)
 څېړنو ښودلې ده، چې "۷۶" سلنه ښه ويناوال هم له وینا وړاندې ډار لري. خو اکثریت یې بیا دريځ ته په دې نيت ځي، چې له وینا به خوند اخلي. تاسو هم فکر وکړئ چې د خوند لپاره به وینا کوئ. همدارنګه دا خبره مو هم ذهن ته وسپارئ چې تېروتنه شرم نه دی. که په خبرو کې غلط شوئ بل ځل به ډېر ښه وغږېږئ.
 همدارنګه که تاسو په ناڅاپي توګه تر فشار لاندې راغلئ نو د فشار ختمولو لپاره ژوره ساه واخلئ، حرکت وکړئ، یوه خاطره ووایئ او که سټېج مو مخې ته وي پر سټېج لاس کلک زور کړئ چې د درد احساس وکړئ. دا هغه لارې چارې دي چې ستاسو فشار کم کړي.

 ۹. تمرین وکړئ
 که پلان شوې وينا لرئ، نو کوښښ وکړئ په کور کې یې له وړاندې تمرین کړئ. تاسو کولای شئ چې خپل ورور، خور، مور یا هم د کورنۍ بل هر غړي ته وينا واورئ یا هم کولای شئ د ښيښې مخې ته خپل ځان ته وينا وکړئ. دا کار مو ژبه روانه او فصیحه کوي. 

Related Articles

Jul 25, 2020
3,193 views

د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

نن سبا په ټولنيزو رسنيو هغه امريکايي پلار باندې نيوکې کېږي، چې وايي د کتاب د لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوي. هغه وايي چې د ١٦٠ مخونو کتاب په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي. د سان فرانسيسکو په بى ايريا کې اوسېدونکي ډيويډ ووډلېنډ تېره اونۍ په ټ...

Apr 29, 2022
1,968 views

د بریا او پرمختګ راز

رياض مقامزی   که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې پخپل ژوند کې د پرمختګ هیله لرئ او غواړئ سبا مو تر نن ښه وي، نو حتما دا لیکنه ولولئ. که تاسو په ژوند کې هره هیله لرئ او یادې هیلې ته ورسېدئ نو همدا ستاسو بریا ده؛ مګر دا کار دومره ژر او په اسانۍ نه ک...

Jul 06, 2023
1,182 views

جرمني هیواد DAAD  ماسټرۍ بورسونه

د جرمني هیواد د DAAD  ماسټرۍ بورسونه د(Master Studies for All Academic Disciplines)  کتګورۍ بورسونو اپلیکیشن د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل او د اګست تر پایه دوام لري.  اړین اسناد:  1. آنلاین اپلیکیشن فورم2. سی وي یا کارمخینه 3. انګیز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,515 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...