ساحی انجینر ته اړین ټکی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 23, 2023
2 years ago
1,113 views
ساحی انجینر ته اړین ټکی

هغه ترټولو اړین ټکي چې د ساحې انجینریې باید پام کې یې ونیسي .


1. هغه سیخان چې قطر یې له 36mm زیات وي پیوند کولو اجازه یې نشته .
2. د نښلونکی یا ډاول سیخ قطر باید لږترلږه 12mm وي .
3. په تهداب کې د کانکریټو په هر مترمکعب د سیخانو اندازه 56 kg څخه تر 89kg پورې وي 
4. په پایو کې د کانکریټو په مترمکعب کې د سیخانو اندازه 115kg تر 144kg پور وي او د سیخانو مساحت د پایې د عمومي مقطعې د مساحت له 0.8% کم نه وي او له 6% زیات نه وي.
5. د بیم د وایې اوږدوالی باید د بیم پلنوالی ضرب 60 یا (60b) څخه زیات نه شي 
6. په بیم کې د کانکریټو په هر مترمکعب کې د سیخانو اندازه د 108kg تر 125kg.
7. د مربعوي پایو د سیخانو شمیر له څلورو او د دایروي پایو له شپږو کم نه وي .
8. په سلب کې د کانکریټو په هر مترمکعب کې د سیخانو اندازه 56kg تر 89kg پورې وي .
9. د سلب ترټولو کم پیړوالی 125mm دی .
10. وي او ویشونکو سیخانو قطر له 8mm کم نه وي او د سلب د پیړوالی له 1/8 زیات نه وي .
11. د مکعبونو په اندازو کې توپیر -+2mm پورې د منلو دی .
12. د کانکریټو راغورځیدو ترټولو زیات لوړوالی 1.5m دی له دې زیات د منلو نه دی .
13. د خښتو د جذب د اوبو جذب د هغې د ټول وزن له 15% زیات نه وي .
14. په کانکریټو کې د کاریدونکو اوبو pH قیمت د 6 او 8 ترمنځ وي ،هیڅ ډول غوړ ،تیزاب ،الکلي ، عضوي مواد ،مالګه ،او نورې ناپاکۍ ونه لري .
15. د خښتو فشاري مقاومت 3.5 N/mm2
16. د هرمټریک ټن سیخانو د تړلو لپاره 8kg بلډنګ ویر ته ضروت وي .
17. د ډکون خاورې د ازمایښت لپاره په هرو 100 متر مربع کې باید درې نمونې واخستل شي .
18. په پایو کې باید د بریښنا د لینونو پایپونه تیر نه شي .
19. د تهکوۍ کندن کاري چې له 3m زیاتیږي باید د پتو په شکل ترسره شي .
20. که د خاورې ډکون پام کې وي نو باید تر 95% وچ حجمي کثافت پورې تخته شي .د هرې تخته کوونکې طبقې پیړوالی له 20cm زیات نه شی .
21. که د کانکریټو اچولو مقدار زیات وي د هرو 30 مترمکعب کانکریټو لپاره باید د مکعبي نمونو ازمایښت ترسره شي .د هر لیول لپآره او د هرې پیمانې لپاره .
22. د بیلابیل مارک کانکریټو د اوبو او سیمنټو نسبت باید د M20 او پورته لپاره له 0.45 او د M10/M15 لپاره له 0.50 زیاته نه شي.
23. د M20 او له پورته مارک کانکریټو لپاره باید منظور شوي او ډیزاین سره سم علاوه کوونکي مرکبونه(admixture)وکارول شي .
24. سیمنټ باید له ځمکې له سطحې 20cm پورته په وچ ځای کې ګودام شي .د بوجیو کتار باید سرپه سر له 10 زیات نه شي .د بره لمبل د مخنیوي لپاره ځای سرپوخ ولري ،د لمر او لمدبل څخه خوندي وساتل شي . 
25. د کانکریټو د فشاري مقاومت مالومولو لپاره لږترلږه د تازه کانکریټو 6 نمونې واخستل شي چې 150mm ابعاد ولري .درې نمونې د 7 ورځو لپاره او 3 د 28 ورځو لپاره ضرور ازمایښت شي .د ازمایښت باید چک شي که د قناعت وړ نه وي باید اړین ګامونه پورته شي .
26. سیمنټ باید د ابتدایی جوش یا نښتو (لومړی نیم ساعت )او هم د وروستی جوش یا نښتو (final setting)لپاره چک شي ،چې ورستی باید له ساعته زیات نه وي .
27. پومتر د سیخانو وزن قطر مربع تقسیم 162
28. د کانکریټ اوبه ورکولو ته ډير پام وشي که عادي پورتلنډ سیمنټ کارول شوي وي 14-28 ورځو پورې اوبه ورکول شي .که سوپر سلفایټ سیمنټ کارول شوي باید لږترلږه 7 ورځې اوبه ورکول شي .
29. د سیخانو لپاره د کانکریټو محافظوي قشر ،د تهداب لپاره 50mm ،د د بیم لپاره 25mm ،د شیروال لپاره 25mm ،د سلب لپاره 20mm ،د پایې لپاره 40mm ،د خاورې لپاره استنادي دیوال 20-25mm ، د اوبو لپآره استنادي دیوال 20-30mm ،د چجې لپاره 25mm .
30. د کانکریټ جوړولو پروخت په مکسر ماشین کې باید کانکریټ لږترلږه یوه دقیقه او زیات نه زیات درې دقیقې وخت پریښودل شي .

Related Articles

Aug 19, 2021
3,478 views

د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي. ۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته...

Aug 07, 2020
3,116 views

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې ١- د ساده کارونو په ترسره کولو هوښیار او چالاکه اوسئ ٢- بریالیتوب سفر دی، نه هدف. ٣- په خرڅلاو کې ځان د مشتري پرځای کړئ ۴- په هره سوداګرۍ کې انساني اړیکي له مسلکي جزیاتو څخه غوره دي. ۵- پرته له دې چې وګورئ...

Jun 02, 2023
1,315 views

انټرویو په اړه ځینی لارښونی

د ځینو ملګرو په غوښتنه دا ځانګړې لیکنه يو ځل بیا خپروم. د انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښووني#لومړۍ پوښتنهد ځان په اړه که مو راته ووېل؟ځواب:• خپل د نوم څخه يې پيل کړئ• د خپل استوګنځی په اړه معلومات ورکړی• د خپل تعليم په اړه لنډ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,517 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...