د څو ډوله درملو استعمال تاوانونه - زړه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 08, 2023
2 years ago
2,773 views
د څو ډوله درملو استعمال تاوانونه - زړه

دا درمل به د لاندې نورو درملو سره په احتياط سره وکاروئ!!!

‎> هیڅکله لاندی درمل لکه
→ Azithromycine

‎له انتی هیستامین درملو لکه 
→ Cetrizine 

‎سره یوځای مه کاروۍ ځکه چی د سینی د شدید درد او زړه د حرکاتو د بی نظمۍ سبب کیږی.

‎> هیڅکله د سټاټین درمل لکه 
→Atovastatin
→Rosvastain
→Simvastatin

‎له فیبریک اسید درمل لکه 
→ Gemifibrozil 
‎سره یوځای ناروغ ته نه ورکول کیږی ځکه چی د عضلاتو درد یا (Myophaty) منځته راوړی.

‎> هیڅکله لاندی درمل لکه
→ Ciprofloxacin
→ Clarithromycin
→Fluvaxamine
→ Cimitidine

‎دمرکزی اعصب تنبه کونکو درمل لکه
→ Theoophylline 
‎سره یوځای مه ورکوۍ ځکه چی د سایتوکروم۴۵۰ انزایم د نهی له لاری تیوفیلین په وینه کی ډیر پاتی کیږی او دمړینی سبب کیږی.

‎> هیڅکله انتی کواګولانت درمل لکه
→ Aspirin
→ Warfarin

‎د اومیګاه۳ Omega-3 سره یوځای مه استعمالوۍ ځکه د وینی بهیدنی یا Bleeding سبب کیږی.

‎> هیڅکله کلسیم کانال بندونکی درمل لکه
→ Nifidefine
→ Amlodipine

‎له رګ ارتونکو درملو لکه
→ Nitroglycrine
→ Isosorbide
‎سره یو ځای مه اخلۍ ځکه چی دواړه د رګونو د ارتیدا او د فشار د زیات ټیټدلو سبب کیږی.

‎هیڅکله د تیتراسیکلین کورنۍ لکه
→Tetracycline
→ Doxycycline

‎له پنسیلین کورنۍ لکه
→ Ampicillin
→ Pencillin v
→ Amoxicillin

‎سره یوځای مه کاروۍ ځکه پنسیلین یواځی په ژوندی او فعال ارګانیزم اثر لری.

‎> هیڅکله شدید دیوریتیک درمل لکه
→ Furusamide
‎له امینوګلایکوزید درملو لکه
→ Gentamicin

‎سره په یو ځای مه ورکوۍ ځکه چی د آوریدلو حس کموی او د کوڼ کیدلو چانس زیاتوی.

‎> هیڅکله د درد ضد درمل یا NSAIDs لکه
→ Ibuprofin
→ Aspirin
→ Naproxin

‎له انتی پلاتلیت درملو لکه
→Warfarin 
‎سره مه کاروۍ ځکه د شدیدی وینی بهیدنی سبب کیږی.

‎هیڅکله انتی پلاتلیت درمل لکه
→Clopidgril

‎له PPI درملو لکه
→ Ompeprazole 
‎سره یوځای مه کاروۍ ځکه چی د کلوپیتګریل میتابولیزم زیانموی.

‎هیڅکله د کمخونۍ ضد درمل لکه
→ Iron

‎له انتی اسید او انتی السر درملو لکه
→ Sacralfate
→Almunium hydroxide

‎سره په یو ځای مه کاروۍ ځکه چی آیرن یواځی په اسیدی محیط کی د جذب وړتیا لری.

‎هیڅکله دغه رګ ارتونکی درمل لکه
→ Sildenafil

‎له سب لینګول نایتریت درمل لکه
→ Nitroglycrin

‎سره په ګډه مه ورکوۍ ځکه دواړه رګ ارتونکی دی د فشار د زیات ټیټدلو له وجه ممکن مرګ را منځته کړی.

‎هیڅکله د سیروتونین د آخذی ضد درمل لکه
→Ondansetron

‎له نارکوټیک انلجزیک درملو لکه 
→Tramadol

‎سره یوځای مه استعمالوئ ځکه د تراماډول د درد ضد تاثیرات کميږي.
[7/4, 9:19 AM] +93 77 829 4920: د زړه يا قلب اناتومي!

زړه د بدن يو ډيره مهمه عضوه دي چي په صدر کي په متوسط منصف کي قرار لري
د تقلصاتو به تر سره کولو د بدن ټول حجراتو ته وينه رسوي د رگونو په واسطه چي په وينه کي ټول هغه مواد چي د حجرو د حيات لپار ضرور دي وجود لري

زړه پنځه سطحي يا وجي لري
1 - Posterior Surface
2 - Anterior Surface
3 - Left Pulmonary Surface
4 - Right Pulmonary Surface
5 - Diaphragmatic Surface

زړه څلور کناره لري 
1 - Superior Border
2 - Inferior Border
3 - R - pulmonary Border
4 - L - Pulmonary Border

زړه څلور جوفه لري
1 - Right Atrium
2 - Right Ventricle
3 - Left Atrium
4 - Left Ventricle

زړه شپږ وريدونه لري
1 - Superior Vana Cava
2 - Inferior Vana Cava
3 - Superior Right Pulmonary Vein
4 - Superior Left Pulmonary Vein
5 - Inferior Right Pulmonary Vein
6 - Inferior Left Pulmonary Vein

زړه دوه شريانونه لري
1 - Ascending Aorta
2 - Pulmonary Trank

زړه ته د بدن د پورته برخي وينه او دي لاندي برخو وينه 
دي (Sup & Inf Vana Cava) په واسطه راټوليږي
 بيا راځي ښي اذين ته او د زړه د جدار وينه دي (Coronary Sinus) په واسطه ښي 
اذين ته راوړل کيږي کله چي وينه ښي اذين ته راشي بيا دي
 اذين د تقلص سره دي (Tricusped Valve) خلاصيږي
 چي لدي دسام نه وينه ښي بطين ته ورتويږي بيا ښي اذين تقلص کوي
 او (Tricusped Valve) بنديږي او (Pulmonary Valve) خلاصيږي 
وينه پمپ کيږي (Pulmonary Trank) ته بيا لدي لاري ځي
 سږو ته هلته په هواي کيسو کي د گازاتو تبادله صورت نيسي
 وينه اکسيجن اخلي او په تنفسي غشا کي کاربن داي اکسايد ور پريږدي
 بيا اکسيجن دار وينه چي صافه وينه ورته واي 
بيرته دي (Pulmonary Vein) په واسطه  راوړل کيږي چپ اذين ته
 او بيا اذين تقلص کوي (Bicusped Valve):خلاصيږي وينه ځي
 چي بطين ته او بيا دياستول ختميږي او سيستول شروع کيږي
 يعني چپ بطين تقلص کوي او وينه ځي (Aorta) ته او لدي لاري وينه
 د بدن (100) بيليونه حجراتو ته رسيږي يوه هم نه تري پاتي کيږي ټول 
حجراتو ته وينه رسيږي.

Related Articles

Feb 25, 2024
1,252 views

جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي  په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځم...

Jul 25, 2020
3,220 views

د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

نن سبا په ټولنيزو رسنيو هغه امريکايي پلار باندې نيوکې کېږي، چې وايي د کتاب د لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوي. هغه وايي چې د ١٦٠ مخونو کتاب په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي. د سان فرانسيسکو په بى ايريا کې اوسېدونکي ډيويډ ووډلېنډ تېره اونۍ په ټ...

Mar 08, 2022
2,589 views

د اتوم بم کیلي له چاسره وي؟

وروسته له هغه چې روسیې پر یوکراین برید پیل کړ او د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو د روسیې پر ضد د یوکراین د ملاتړ اعلان وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په نا ببره توګه یې خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ.   د جغرافیې له اړخه روسیه د نړۍ تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...