نقشې تطبیق-خط اندازي

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 07, 2023
2 years ago
1,533 views
نقشې تطبیق-خط اندازي

د نقشې تطبیق( خط اندازي):
له تطبیق څخه هدف دا دی چې پلان انجینر ته وسپارل شې(پلان د بل انجینر پواسطه ترتیب شوی وی) یا انجینر پخپله پلان ترتیب کړی وی او هغه د ګچ یا چونې پواسطه په ځمکه تطبیقوی. 
لاندی نقطې په پام کې نیول کیږی:
1- د نقشې شمال لوری د ځمکې له شمالي لوری سره یو کول(دا کا د قطب نما په وسیله تر سره کیږی).
2- د یو معلوم خط لرل: پدی معنی چی د نقشې یو ضلعه به په همدې جهت وي. 
د لا ښه وضاحت لپاره یو پلان د نمونې په توګه راوړو چې  شمالی او  جنوبی ضلعې یې 10m همدارنګه شرقی او غربی ضلعې یې 8m دی.  دغه ځمکه د شمال لوري سره د یو 16m سرک سره وصل ده.
تطبیق: د تعمیر د ابادۍ له ساحې لږ اندازه لیری (1m) یو میخ چې د off میخ په نړم یې نوموو ټک وهوو همداشان په بل طرف کې هم په همدې اټکلي اندازه میخ ټک وهل کیږی د تار (رجې) پواسطه دغه نقطې سره وصلوو دا لومړنی مسیر دی چې باید د نورو کارونو لپاره دغه تار خلاص نشې.
د دې لپاره چې د off میخ د کار په وخت کې لمنځه ولاړ نشي باید د تعمیر د کنج(نبش) له نقطې 1m لیری وی او د پروژې تر پای ته رسیدو پورې باید دغه میخ  وساتل شي دا ځکه چې موږ ده همدې میخ په واسطه کولای شو تر څو د تهدابونو پلان، د پایو تطبیق، نما جوړولو او داسې نورې چارې ترسره کړو. 
د نورور مسیرونو یا جهتونو د تطبیق لپاره له دوهمي نقطې یو متر لیری د off میخ ټک وهو تار همدې میخ کې وصلو او تر دریمې نقطې امتداد ورکوو. اوس د  دواړو جهتونو  تر منځ  90 درجې یا قایمه زاویه برابرو. باید یادونه وشي چی د ضلعو د قایم کولو لپاره د فیثاغورث قضیه کارو.  په همدې توګه کولای شو  چې دریمه څلورمه ضلع هم جدا او تطبیق کړو.

Related Articles

Mar 08, 2021
2,783 views

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش...

Jul 17, 2022
2,131 views

How to write a summary of an Essay

A summary is a brief statement of the main points of an essay or story. To write a good summary, you need to follow certain rules. 1- A summary should be one paragraph in length.2- A summary should have a topic sentence that states the main idea of...

Jul 26, 2023
3,852 views

مني یا سپرم په اړه جالب معلومات

.د مني په اړه جالب معلومات:  1:  د انسان په بدن کې د  یو ځل لپاره د مني جوړول  له 69 څخه تر 74 ساعتونو پوري وخت نیسي .یغني نن چې تاسو کوم مني خارج کړي هغه 74 ساعتونو څخه  جوړ شوي دي.  2:  په ښځینه اندام کې مني پاتې کیدو اعظمي وخت دوه ساعته وي.  3:...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,856 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,167 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,113 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...