جرمني هیواد DAAD  ماسټرۍ بورسونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 06, 2023
2 years ago
1,208 views
جرمني هیواد DAAD  ماسټرۍ بورسونه

د جرمني هیواد د DAAD  ماسټرۍ بورسونه

د(Master Studies for All Academic Disciplines)  کتګورۍ بورسونو اپلیکیشن د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل او د اګست تر پایه دوام لري. 

اړین اسناد: 

1. آنلاین اپلیکیشن فورم
2. سی وي یا کارمخینه 
3. انګیزه لیک (پخوا مې پدې اړه پوره معلومات او یوه بیلګه خپره کړې)
4. ادمیشن لیټر (د اپلیکیشن ورکولو په وخت کې اړین ندی، وروسته تر اپلکیشن هم ورته اپلای کولی شئ). 
5. ترانسکریپټ او دیپلوم. که ترانسکریپټ کې مو ګریدنګ سیستم واضیح نه وي، له مربوطه پوهنتون څخه پدې اړه وضاحت وغواړئ.
6. د انګلیسي ژبې سند (TOEFL iBT min. 79, IELTS min. 6,5). 
7. د تذکرې یا پاسپورت کاپي
8. نور کمکي اسنادونه/سرتیفیکیټونه
9. سپارښتنلیک (Reference/Recommendation Letter). لیکل شوي چې استاد يې د پوست له لارې ډآآډ ته واستوي. داسې هم لیکل شوي چې د ځینو هیوادونو لپاره په آنلاین ډول هم منل کیږي. پدې اړه نور وضاحت له ډآآډ څخه غوښتلی شئ. 

نور شرایط: د اپلیکیشن پر مهال مو له تیر فراغت څخه تر شپږ کاله ډیر وخت نه وي تیر شوی. که اوس مهال جرمني کې ژوند کوئ، د اپلیکیشن پر مهال مو دلته تر ۱۵ میاشتو زیات وخت نه وي تیر کړئ. دا کتګوري کاري تجربه نه غواړي. 
پورته معلومات د سکالرشیپ په لاندې لینک کې په تفصیلي ډول لوستلی شئ:
https://www2.daad.de/deutschland/stipendium/datenbank/en/21148-scholarship-database/?detail=50026200

 د APPLICATION PROCEDURE ټب باندې کلیک بیا وروسته افغانستان او Graduates انتخاب کړئ. همداراز نور مهم او اړین معلومات د پاڼې له شته ټبونو څخه ولولئ. که مو د شته معلوماتو په لوستلو سره سره بیا هم پوښتنې ځواب نشوې، CONTACT AND COUNSULTING  ټب باندې کلیک او د Contact Form  په ډکولو سره په مستقیم ډول له ډآآډ څخه خپلې پوښتنې وپوښتئ. کله مو چې هر څه چمتو کړل، بیا د SUBMIT AN APPLICATION ټب له لارې آنلاین پورتال ته ننوځئ او ځانته اکونټ جوړ کړئ. آنلاین اکونټ کې ټول پړاونه یو په بل پسې راځي بیا وروسته ټول اسنادونه اپلود کیږي. کچیرې پر شرایطو برابر کاندید یاست، شته معلومات په پوره ټوګه ولولئ بیا اپلیکیشن ډکولو باندې کار پیل کړئ. د نورو دقیقو پوښتنو په هکله په مستقیم ډول ډآآډ سره د کانټکټ فارم له لارې اړیکه ونیسئ.   

بریاوې او ښه چانس مو په برخه!

Related Articles

Jun 15, 2021
6,636 views

چیګوارا؛ له طبابت نه تر انقلابه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په سیاست، ادبیاتو، فلسفې او ګڼو نورو برخو کې داسې پېژندل شوي څېرې تېر شوي، چې د نړۍ نږدې ټول وګړي پرې ویاړ کوي او له نامه سره یې اشنا دي. موږ وپتېیله چې د همدې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړو. تاسو به ددې لړۍ په لومړۍ لیک...

May 17, 2021
1,500 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Jul 15, 2022
3,386 views

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,972 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,184 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...