عرفې مبارکه ورځ

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 26, 2023
2 years ago
1,266 views
عرفې مبارکه ورځ

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجي شي!
۱- کوښښ وکړی روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.
۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!
د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰهﷺ وايي چې غوره دعا 
د عرفې د ورځې ده.

۴- غوره ذکر پکې دادی :  لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . ( تېر مصدر).
۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.
۶- يوه ورځ ده ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.
۸- په کړو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتما وکړه ځکه د مرګ نېټه معلومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.
۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.
۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړۍ  ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي....

Related Articles

Apr 04, 2023
2,064 views

کجکي ډيم

د کجکي ډيم په هکله معلومات1: د کجکي بند د ظاهر شاه په دوران کښي په 1953 کال کښي جوړ شوی دی2: کجکي ته د 46588 کیلو متره مربع ساحي څخه د باران او واوري اوبه راځي3: د کجکي بند د 1715 ميليون متره مکعب اوبو د ذخيره کولو لپاره ډيزاين شوى وو چي اوس يى د ظرف...

Feb 18, 2022
3,409 views

د څېړنې پروپوزل

د هرې تحصیلې دورې په ورستې کال کې د پوهنتون لخوا محصلینو ته د یوې موضوع لیکنې لپاره دنده ورکول کیږي چې د لیسانس په دوره کې د Monograph، ماسترۍ دوره کې Thesis او دوکتورا په دوره کې Dissertation  په نومونو پیژندل کیږي، محصلین پرې لیکل یا څيړنه کوي. د...

Feb 07, 2021
3,590 views

د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي.  خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...