۲۹. د خان اباد سربند – کندز:
بندونه څو ډولونه لري. یو له هغې څخه سربندونه دي چې د اوبو لګونې لویو پروژو. کانالو ته اوبه لېږدوي. د خان اباد سربند په هېواد کې یو له لویو سربندونو څخه دی چې د داود خان د واکمنۍ پرمهال، له تخار ولایت څخه په را بهېدونکي سیند (خان اباد سیند) جوړ شو. دا سیند د کندز سیند فرعي برخه ګڼل کېږي ځکه په لاندې برخه کې له یاد سیند سره تر یوځای کېدو وروسته آمو سیند ته بهېږي.
د خان اباد سربند او اوبو لګونې پروژې لومړني مطالعات په ۱۹۶۵ کال کې د روسي او بیا وروسته د فرانسوي متخصینو له لوري ترسره شول. ډیزاین یې د هندي شرکت له لوري په ۱۹۷۵ کې وشو او تر ۱۹۷۹ پورې یې ۹۰٪ کارونه د هلمند تصدۍ له لوري بشپړ شوي و چې د جګړو له کبله تم شول. بیا وروسته په ۲۰۰۵ کال کې، اروپايي اتحادیې د پاتې کارونو ته ملا وتړله او په ۲۰۱۱ کې بشپړ شول.
یاد سربند د کندز ښار ۲۵ کیلومترۍ ختیځ لوري کې جوړ شوی چې ۱۶۱.۵ متره اوږدوالی لري. اوبه نه زېرمه کوي، بلکې په سیند کې بهېدونکې اوبه ښي او کیڼ اړخ دوه کانالو ته لېږدوي چې ټولټال ۳۵۳۲۴ هکتاره ځمکه خړوبوي.
د خان آباد سربند ۱۳ کنترولي دروازې لري. د سیند دواړه خواو یوه دروازه، ۱۱ متره عرض او ۴ متره لوړوالي سره د ترسباتو د لېږد لپاره جوړې شوې. د منځ ۱۱ نورې دروازې بیا ۱۰ متره عرض او ۳ متره لوړوالی لري.
د کیڼ ارخ کانال چې ۱۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۴ دروازې د ۹x۲.۲ مترو کې لري. او ۳۱۳۴۳ هکتاره ځمکه خړوبوي. د اوبو وړتیا یې ۷۸.۶ مترمکعبه په ثانیه کې ده. په دې کانال د ۱۹۷۶ کال یوه څېړنه ښيي چې د ۱۵ میګاواټه برېښنا امکان شته. خو تر اوسه یې د جوړلو لپاره اقدام ندی شوی. یوازې په ۲۰۱۸ کال کې حکومت د یوې کمپایني غوڼدې په ترڅ کې د قرارداد د لاسلیک راپور ورکړی چې له هغې وروسته په دې اړه هېڅ معلومات نشته.
د ښي اړخ کانال بیا ۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۲ دروازې د ۲x۲.۷ مترو کې لري او ۳۹۸۱ هکتاره ځمکه خړوبوي. په دې کانال د کندز سپین زر فابریکې لپاره یو د برېښنا ستېشن جوړ شوی چې ۴۰۰ کیلوواټه ظرفیت یې درلود او تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې فعال و. وروسته له هغې د فعالیت پاتې دی، اوس یې په اړه نوي معلومات نشته.
په امو حوزه کې د خان اباد، ګورګان، کیله ګي، او څو نورې د کرنې لویې پروژې جوړې شوې چې له امله یې دا سیمه د افغانستان کندو بلل کېده. خو اوس دا کندو هم د هېواد اړټیا نشي پوره کولای او باید حکومت د کرنې لپاره دا ډول نوې لویې پروژو پلې کړي چې د هېواد دښتې ابادې، محصولات لوړ او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دا چې په کومه سیمه کې د کرنې دا ډول پروژې ژر جوړېدای شي په راتلونکي کې په اړه ولولئ.
د خان اباد سربند په اړه نور معلومات زما په لاندې ویډیو کې وګورئ:
https://www.youtube.com/watch?v=Ha3_zNOq52E
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل
په انګلیسي کې د لیکلو مهارت مو لوړ کړئ!له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل یو څه ستونزمن کار دی او زمونږ ځوانان په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري. دا ستونزې ډېرې د ژبو د ګرامر له اړخه وي ځکه املايي ستونزه د کمپیوټر پروګرامونه په اتومات ډول اصلاح کوي. دا چ...
په اختر کې دې څلورو ټکو ته حتماً پام وکړئ!
په اخترونو کې اکثره ددې مهمو مسایلو په برخه کې بې غوره وي او په دې توګه خپل ځان او یا هم نورو ته تاوان رسوي. تاسو د يوه لوستي انسان په توګه باید دې ټکو ته جدي پام وکړئ! • خپلې ټولې پيسې مه مصرفوئ!تاسو به هم لیدلې وي چې ځينې وګړي او په ځانګړي توګه ځو...
د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟
لیکنه: شکېبا نادري د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟ انسان تل په یو حالت کې نه وي ځینې وخت انسان د یوه کس د خبرو پر وړاندې حوصله کوي او زغمي یې، خو ځینې وخت بیا انسان د نورو د خبرو حوصله نه لري او ارومرو یې ځواب ورکوي. موږ ډېر...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...