خان اباد سربند – کندز

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 22, 2023
2 years ago
1,225 views
خان اباد سربند – کندز

۲۹. د خان اباد سربند – کندز:
بندونه څو ډولونه لري. یو له هغې څخه سربندونه دي چې د اوبو لګونې لویو پروژو. کانالو ته اوبه لېږدوي. د خان اباد سربند په هېواد کې یو له لویو سربندونو څخه دی چې د داود خان د واکمنۍ پرمهال، له تخار ولایت څخه په را بهېدونکي سیند (خان اباد سیند) جوړ شو. دا سیند د کندز سیند فرعي برخه ګڼل کېږي ځکه په لاندې برخه کې له یاد سیند سره تر یوځای کېدو وروسته آمو سیند ته بهېږي. 
د خان اباد سربند او اوبو لګونې پروژې لومړني مطالعات په ۱۹۶۵ کال کې د روسي او بیا وروسته د فرانسوي متخصینو له لوري ترسره شول. ډیزاین یې د هندي شرکت له لوري په ۱۹۷۵ کې وشو او تر ۱۹۷۹ پورې یې ۹۰٪ کارونه د هلمند تصدۍ له لوري بشپړ شوي و چې د جګړو له کبله تم شول. بیا وروسته په ۲۰۰۵ کال کې، اروپايي اتحادیې د پاتې کارونو ته ملا وتړله او په ۲۰۱۱ کې بشپړ شول. 
یاد سربند د کندز ښار ۲۵ کیلومترۍ ختیځ لوري کې جوړ شوی چې ۱۶۱.۵ متره اوږدوالی لري. اوبه نه زېرمه کوي، بلکې په سیند کې بهېدونکې اوبه ښي او کیڼ اړخ دوه کانالو ته لېږدوي چې ټولټال ۳۵۳۲۴ هکتاره ځمکه خړوبوي. 
د خان آباد سربند ۱۳ کنترولي دروازې لري. د سیند دواړه خواو یوه دروازه، ۱۱ متره عرض او ۴ متره لوړوالي سره د ترسباتو د لېږد لپاره جوړې شوې. د منځ ۱۱ نورې دروازې بیا ۱۰ متره عرض او ۳ متره لوړوالی لري. 
د کیڼ ارخ کانال چې ۱۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۴ دروازې د ۹x۲.۲ مترو کې لري. او ۳۱۳۴۳ هکتاره ځمکه خړوبوي. د اوبو وړتیا یې ۷۸.۶ مترمکعبه په ثانیه کې ده. په دې کانال د ۱۹۷۶ کال یوه څېړنه ښيي چې د ۱۵ میګاواټه برېښنا امکان شته. خو تر اوسه یې د جوړلو لپاره اقدام ندی شوی. یوازې په ۲۰۱۸ کال کې حکومت د یوې کمپایني غوڼدې په ترڅ کې د قرارداد د لاسلیک راپور ورکړی چې له هغې وروسته په دې اړه هېڅ معلومات نشته.
د ښي اړخ کانال بیا ۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري په سربند کې جلا ۲ دروازې د ۲x۲.۷ مترو کې لري او ۳۹۸۱ هکتاره ځمکه خړوبوي. په دې کانال د کندز سپین زر فابریکې لپاره یو د برېښنا ستېشن جوړ شوی چې ۴۰۰ کیلوواټه ظرفیت یې درلود او تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې فعال و. وروسته له هغې د فعالیت پاتې دی، اوس یې په اړه نوي معلومات نشته. 
په امو حوزه کې د خان اباد، ګورګان، کیله ګي، او څو نورې د کرنې لویې پروژې جوړې شوې چې له امله یې دا سیمه د افغانستان کندو بلل کېده. خو اوس دا کندو هم د هېواد اړټیا نشي پوره کولای او باید حکومت د کرنې لپاره دا ډول نوې لویې پروژو پلې کړي چې د هېواد دښتې ابادې، محصولات لوړ او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دا چې په کومه سیمه کې د کرنې دا ډول پروژې ژر جوړېدای شي په راتلونکي کې په اړه ولولئ. 
د خان اباد سربند په اړه نور معلومات زما په لاندې ویډیو کې وګورئ:
https://www.youtube.com/watch?v=Ha3_zNOq52E
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Mar 10, 2024
1,226 views

زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.۲: اقرار.۳: د حمل څرګندیدل.تزکیه دولونه ۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی...

Oct 17, 2021
3,182 views

کلینومانیا څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسانانو جسمي، رواني او ذهني روغتيا لپاره منظم او پوره خوب کول خورا مهم ګڼل کېږي؛ مګر د خوب اړوند ځينې مسایل کله ناکله د ناروغيو خبرداری هم وي. له خوب څخه د پاڅېدو پرمهال لټي هم د یوې رواني ناروغۍ په اړه جدي خبر راکوي، چې په دې...

Sep 18, 2022
2,609 views

شبکوی وسایل څه ته وایی؟

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  |  نیټه: ۲۷/سنبله/۱۴۰۱  شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی. ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,474 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...