د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 16, 2020
5 years ago
4,029 views
د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ.

 ۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده
 "۱۷۵" ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پوره کوي. همدارنګه ويتامين K ته یې اړتيا ۳۶ سلنه بشپړوي. له ده ور هاخوا په کافي اندازه اسیدفوليک او پوتاشیم هم لري. خواږه انار ۲۴ ګرامه قند او ۱۴۴ کیلو کالوري انرژي هم لري. خو د شته ويټامينو له امله پر دې عیب سترګې پټولی شو.

 ۲. د التهاب ضد خاصيت لري 
 په انارو کې شته مواد د عفونت او التهاب مخه نیسي په ځانګړي توګه د انسان په هاضمي سیستم کې د التهاب مخه ډبوي. څېړنې ښيي چې هره ورځ ۲۵۰ ملي لیتره د انارو اوبه څښل په درېيو مياشتو کې التهابي علایم یو پر درې را کموي. 

 ۳. د تومور د ودې چټکتيا ټيټوي
 د انارو یوه مهمه ځانګړتيا چې څېړنو ثابته کړې ده، د تومورونو د چټکې ودې مخنيوی دی. وروستي تحقیقات ښيي چې د ورځې یو ګیلاس (۲۵۰ سي.سي) د انارو اوبه څښل د سرطاني سلولونو وده په کافي اندازه کموي. باید ووایو چې دا درملنه نه ده، بلکې یوه ښه وقایه یې بللې شو.

 ۴. د وینې فشار
 د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او مغزي سکتې په څېر د جدي روغتيايي ستونزو سبب کېږي. په مناسبه اندازه د انارو اوبه څښل مو د وینې فشار برابر ساتي. همدارنګه د زړه او رګونو د سلامتيا لپاره ګټور ثابتېږي. 

 ۵. د زړه ناروغۍ 
 د انارو او یا هم د انارو د اوبو منظم خوراک مو د وينې غوړ کموي. د وينې غوړوالی مو رګونه بندوي او د زړه د حملې ګواښ ډېروي. نو د کلسترول د کموالي لپاره د انارو کارول بې ګټې نه دي. د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ د زړه ناروغيو لپاره ښه وقایه ده. 

 ۶. د حافظې ښه والی
 څېړنې ښيي چې ناروغانو ته له عملیات وړاندې د انارو ۲ ګرامه شيره ورکول کېږي، له جراحۍ وروسته یې د حافظې له لاسه ورکولو خطر کمېږي. همدارنګه عمر خوړلو خلکو ته د ورځې یو ګیلاس انار د هغوی د حافظې په ساتلو کې مرسته کوي. 

 ۷. انرژي
 پر ورزشکارانو شوې څېړنې ښيي، چې له تمرین ۳۰ دقیقې وړاندې د انارو یو ګرام شيره خوړل د وینې د جریان په ښه والي کې مرسته کوي. دا چاره د ستړيا، دردونو او لټۍ په کمښت کې ګټوره ده. همدارنګه د اندامونو تناسب هم اغېزمنوي. البته په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي. دا يې لومړنۍ پايلې دي. 

Related Articles

Jun 06, 2021
4,228 views

دروغجن انسان څنګه پېژندلای شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د یوې داسې دستګاه لرل، چې هر چېرته له ځان سره یوسې او دروغ پرې معلوم کړې، يوه ښه نظریه ده. مګر داسې کوم انتخاب نه لرو. هغه څه چې موږ په واک کې لرو زموږ دننی حس دی، چې پر مټ یې دروغ معلومولای شو. که څه هم تاسو ته به عجیبه ښکاري،...

Aug 30, 2023
1,476 views

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی؟ تاسي ته مالومه ده په اوسني وخت کي کمپیوټر ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او استعمالول یې هم ډېر سوی دی. اوس دهرچا سره او په هر دفتر کي کمپیوټر وي خو د کمپیوټر استعمالول بې له کومي ستونزي نه وي ، له دغو ستونزو څخه یوه لویه س...

Oct 24, 2021
1,842 views

د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!!    لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی. يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,282 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...