د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 18, 2023
2 years ago
2,374 views
د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM

اوله برخه:

د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM)  په اړه په زړه پورې مالومات 

 


رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د مادر بورډ هغه برخه چې رَم - RAM پرې نښلول شوی وي، DIMM يا dual in-line memory module ورته وايي. دغه DIMM د رَم - RAM نښلونې لپاره ۱۶۸، ۱۸۴، ۲۴۴ او تر ۲۸۸ پورې خانې يا پېنز لري. 

 


د کمپيوټرونو مادر بورډ بېلا - بېل  رَم - RAM خونې لري، چې memory slot  ورته وايي. په منځني او عام ډول د يو عادي کمپيوټر به دوه يا څلور memory slot لري. هر کله چې وغواړئ پر کمپيوټر کوم پروګرام يا ډاټا وچليږي، نو تر ټولو لومړی بايد دغه پروګرام يا ډاټا رَم - RAM ته لاړه شي. مالومات او پروګرام له وړاندې په هارډېسک کې شتون لري، خو په دې پار چې وچليږي او فعال شي، نو له هارډېسک رَم - RAM ته ځي. دغه مالومات چې يې رَم - RAM پروسېس کړي ورپسې، CPU ته انتقاليږي او له CPU  څخه مالومات يا پروګرام ګټې اخېستو ته چمتو کېږي.

دوهمه برخه:

رَم - RAM د کمپيوټر د چټک او ارام سرعت مهمه پرزه ده. هر کله چې رَم - RAM کمزوری وي، نو هغه مالومات چې له هارډېسک څخه ورته راځي او رَم - RAM يې بايد 

يو څه وخت وساتي او بيا يې CPU ته انتقال کړي، دا بهير په سستۍ سره تر سره کېږي. هارډېسک ډاټا رَم - RAM ته ولېږي، خو رَم - RAM دومره ذخېره نه لري، چې د هارډېسک له خوا لېږل شوې ډاټا يا مالومات وساتي؛  دې وخت کې رَم - RAM هغه مالومات چې د ذخيرې وړتيا يې نه لري، د CPU پر ځای بېرته هارډېسک ته لېږي او دې سره د کمپيوټر سرعت کميږي. 

د دغه ستونزې د حل لپاره دوه لارې شتون لري. کولی  شي چې په مادر بورډ کې چې د رَم - RAM لپاره کومې نورې اضافي خانې شتون لري، هلته، اېکسټرا يا اضافي رَم - RAM نصب کړی او يا هم يو خو د ډېرې ذخيرې رَم - RAM کمپيوټر لپاره ولګوئ.

 

 

دریمه برخه:

رَم - RAM کې يوه ستره ستونزه او ځانګړنه يې دا ده، چې په دوامدار ډول سره برېښنا ته اړتيا لري. که چېرې د يوې ثانيې لپاره هم پر رَم - RAM برېښنا پرې شي، نو ټوله هغه ډاټا چې له هارډېسک ورته انتقال شوې او يا هم رَم - RAM CPU  ته استولې ده، له منځه ځي.

 

 

 

هیله ده چې خپل ملګري مو دی چینل ته رادعوت کړي.👇👇👇👇👇👇👇👇

join👉https://t.me/teachbased

 

Related Articles

Aug 05, 2020
3,154 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Mar 19, 2023
1,956 views

دېرش ملي متره باران څه مانا

👷 دېرش ملي متره باران څه مانا ١. باران سنجونکی په ملي متر باندې درجه بندي شوی مقیاس لرونکی دی. ٢. په باران سنجوو نکی کی هرملی متر په هرمترمربع کی دیوه لیتر اورښت سره معادل دی. نو لرو: 1 mm = 1 L / m2= 10 m 3 / 1 hac= 10 Ton / hac  نو 30 ملي متره ی...

Feb 24, 2022
1,885 views

ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟   هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده. طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,995 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,208 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,205 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...