د کندهارۍ لهجی کی (بالا) څه معنا

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 15, 2023
2 years ago
1,981 views
د کندهارۍ لهجی کی (بالا) څه معنا

بالا:
په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې ده او ولس يې وايي. 
کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرامر ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا جلا بحث دی. 
په کندهارۍ لهجه کي (باره) او (بالا) ډېر ويل کېږي، خو ځيني ناخبره خلک فکر کوي چي دا بې مانا کلمات دي، آن دا چي ځيني خو ګرسره پسخند په وهي.
ځيني ليکوالان، خو داسي فکر هم کوي چي (بالا) د دري ژبي د لوړ (بلند) مانا لري، خو حال دا چي دا کلمه پښتو ده او زماني قید (Adverbs of Time) بلل کېږي.
په لاندي مثالونه کي غواړم دغه قید ښه در ته روښان کړم.
۱: زه بالا (نور) ستا سره شراکت نه کوم.
۲: زه بالا (نوره) ډوډۍ نه خورم.
۳: زه بالا (نور) دفتر ته په خپل موټر کي ځم.
په ځينو جملو کي (بالا) کلمه د اندازې قيد هم وي چي د اضافه او زيات مانا ور کوي، لکه په دې جملو کي:
۱: اوس (پاو بالا، پاو باندي) لس بجې دي.
۲: احمد ته د خپل پلار له ميراث څخه په يوه کور (بالا، زيات) سل جريبه ځمکه ور و رسېده.
۳: دا ټوکر لس سانتي متره (بالا، زيات) يو متر دی.  
۴: احمد په دوې میاشتي (بالا، اضافه) شل کلن دی.
۵: دا ځمکه څه (بالا، اضافه) لس جريبه ده.
یادونه: د (باره) موضوع په بل پوسټ کي در ته تشرح کوم.
پوسټ در سره لاس پر لاس کړئ.

Related Articles

Feb 11, 2021
4,248 views

سقراط لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی پوهېږم چې تاسو به هم په ډېرو ځايونو کې د "سقراط" نوم اورېدلی وي. زموږ او ستاسو په ټولنه کې چې څوک ډېر هوښيار وي، وايو "فلانی خو ولا سم سقراط دی!". خو آیا تر اوسه پوهېدئ چې سقراط څوک دی؟ موږ هڅه کړې ده، چې تاسو ته په دې لیکنه کې...

Nov 29, 2021
2,022 views

نړۍ څنګه بدله کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر...

Dec 17, 2022
1,892 views

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري!

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري! ۱:- مادي تمدون: د بشر په تاریخ کي د مادي تمدون څپرکۍ په لومړي ځل مسلمانانو د اندلُس (اوسنۍ هسپانیا) په سپین ښار کي خلاص کړ، چي د قرطبې، زهراء، اشبیلیه ماڼۍ د مسلمانانو د هماغه وخت د تمدو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,154 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,260 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,350 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...