پولیو ویروس په اړه مهم حقیقتونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 14, 2023
2 years ago
1,125 views
پولیو ویروس په اړه مهم حقیقتونه

د پولیو په اړه مهم حقیقتونه

لومړی حقیقت1

په دواړو اغېزمنو هېوادونو کې هغه عوامل چې د پولیو په پرله پسې لېږد او خپراوي کې د مرسته کوونکو په توګه پېژندل شوي، عبارت دي له: ضعیف روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، د نفوس ډېروالی، د نس ناستې ناروغۍ لوړه کچه او د پولیو واکسین کم پوښښ.

دویم حقیقت

داسې انګېرل کېږي چې نږدې ټول ماشومان- د واکسین له ایجاد مخکې- د ژوند په لومړیو کې په پولیو ویروس اخته شوي وو. د خولې له لارې له پولیو ویروس څخه د خوندیتوب واکسین (OPV) د ۱۹۵۰ زېږدیز کال په پای کې پیل شو. دغې چارې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پېښې پام وړ کمې کړې. په هر صورت، په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال کمپاین پیل شو. دغه کمپاین ډېرو سیمو ته وغځېد او د پولیو پېښې- چې په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې ۳۵۰ زره وې- په ۲۰۱۷ کال کې ۲۲ وحشي بڼو (WPV) او ۹۶ (cVDPV) بڼو ته را ټیټې شوې.

درېیم حقیقت

د پولیو ویروس له امله رامنځته شوی ګوزڼ کولای شي تر یوې اوونۍ وده وکړي. دوه پر درې برخه ناروغان ښايي د تلپاتي ضعف ښکار شي. کېدای شي ډېری ناروغان تر ۳۰ ورځو څه نا څه بیرته جوړ شي. دغه راز داسې هیلې هم شته چې ممکن د ناروغ بدن تر ۹۰ ورځو پورې بیرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځي.

-------------------------------2

آيا تاسو پوهيږئ؟
کچيري د پوليو ناروغي په مکمل ډول ختمه نشي ، د نړئ ټول ماشومان په خطر کې دي.
ځکه؛ کچيري يوازي يو وحشي  وايروس دنړي په هر کونج کې ژوندی پاتې شو ، هغه يو وايروس کولای شي بيا ټوله نړئ ککړه کړي .

په افغانستان او پاکستان کې په پوليو د اخته ماشومانو شمير :
افغانستان:-
په روان 2023م کال  کې تر اوسه 4 ماشومان په پوليو ناروغۍ اخته شوي دي ،
په 2022م کال کې 2 ماشومان 
په 2021م کال کې 4 ماشومان
او په 2020م کال 56 ماشومان په پوليو اخته شوي وو.
.
پاکستان:-
په روان 2023م کال  کې تر اوسه يوازې 1 ماشوم په پوليو ناروغۍ اخته شوی دی ،
په 2022م کال کې 20 ماشومان 
په 2021م کال کې يوازي 1 ماشوم
او په 2020م کال 84 ماشومان په پوليو اخته شوي وو.
  
.
راځئ!
چي د پوليو ناروغئ ختمول خپله وظيفه وګڼو، او د واکسيناتورانو سره د خپلو ، خپلوانو او ګاونډي ماشومانو په واکسين کولو کې پوره همکاري وکړو .
مننه 
روغتيايي لارښوونې

 

---------------------------3

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤلین وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو د مثبتو پېښو شتون، د هيواد نورو برخو ته د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیات کړی.

د روغتیايي مسوؤلینو په وینا، د هوا د تودوخې او په ننګرهار ولایت کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو د ثبتیدو له امله، د افغانستان په جنوبي حوزه کې د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیات شوی دی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤل ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "په جنوبي ولایتونو کې د هوا په تودېدو سره د پولیو ویروس د انتقال احتمال زیاتیږي. موږ پلان لرو چې په یاده حوزه کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر د پولیو ویروس پلان شوي کمپاینونه ترسره کړو او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوو."

د نوموړي په وینا، تر ختیځې حوزې وروسته، سویلي حوزه د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمه بلل کیږي، ځکه دوی د ملي او فرعي کمپاینونو تر څنګ، د دې حوزې لپاره ځانګړي کمپاینونه په پام کې نیولي، او کورنۍ باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: "د شخصي او محیطي حفظ‌الصحې رعایتول او د باکیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول د پولیو ویروس د خپریدو مخه نیسي، او موږ به په ښارونو او کلیو کي میشتو ماشومانو ته، د کمپاینونو، روغتیایي مرکزونو او د لویو لارو د موظفو ټیمونو په واسطه، د پولیو ضد واکسین تطبیق کړو. "

بل پلو، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم وايي چې د هوا په تودیدو سره د پولیو ویروس خپریدو امکان لوړیږي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: "د کال د نورو موسمونو په پرتله، په دوبي کې د پولیو ویروس د خپریدو چانس زیات وي، له همدې کبله د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هڅه کوي چې په هر ترتیب سره چې کیږي د یادې ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړي."

د نوموړي په وینا، نړیوال روغتیایي بنسټونه له افغانستان سره د پولیو ضد واکسین د برابرولو تر څنګ، د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو، د پولیو ضد واکسین د ګټو او د شخصي او محیطي حفظ‌الصحې د رعایتولو په اړه، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې ګوزڼ یوه ناعلاجه ناروغي ده، او د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

 

------------------------------

زمونږ هدف د پوليو څخه خلاص افغانستان دی.
راځئ! چې په ګډه افغانستان د پوليو ناروغئ څخه وژغورو.
پوليو يوه خطرناکه،ساري او وحشي ناروغي ده چې د ککړ شوو غذايي موادو په واسطه انسانانو ته د خولي له لاري داخليږي؛ او د انسان دبدن د يو يا څو غړو د دايمي فلج او حتیٰ د مړينې سبب ګرځي؛ تداوي نه لري وقايه يې يوازي دوه څاڅکي د پوليو واکسين دي.
په دغه وحشي ناروغۍ زياتره د ټيټ معافيت لرونکي او د پنځو کلونو کم عمره ماشومان اخته کيږي.

له فسبوکه د خالد حیدر له واله

Related Articles

Mar 25, 2024
1,095 views

د فراه - بخش اباد بند

 دبخش آباد بند چى په فراه ولايت کى موقعيت لرى  دتونلونو ليول کارى اى روانه ده، او نږدى وخت کى به اى د تونلو دکانکريت ريزى کارونه شروع شى Final leveling and preparation for concrete and rock boulting دبخش آباد بند  ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کو...

Dec 21, 2021
2,088 views

ټاقل څه ډول ازموینه ده؟

ډېری وخت چې د سکالرشيپونو معلومات خپروو نو هلته د انګليسي ژبې د ټافل ازموينې سند غواړي او بېلابېلې پوښتنې راځي چې ټافل ازموينه څه ده؟ ټافل څه وي؟ نن مو تاسو ته لاندې معلومات را ټول کړي دي چې د ټافل ازموينې په هکله دي.   ټافل که تاسو انګلیسي ژبي نه...

Nov 08, 2020
2,252 views

مسعود پیژنۍ؟

مسعود پیژنۍ؟ (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی در تنازع سیاسی، بهترین شناخت از آشکارایی طرف هایی ست که عملاً در برابر هم قرار گرفته بودند. با پشت سر گذشتاندن حکومت چپی، پی آمد آن بدتر از قبلی شد. در این نوبت، درگیری تا حذف وجدان، کشور ما را بر باد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,515 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,886 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...