زیړي یو قسم Hepatitis A

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 12, 2023
2 years ago
1,029 views
زیړي یو قسم Hepatitis A

داچي زیړي ډیرقسمونه لري او یو یيHEPATITIS Aدي

1 دا د ويروسي hepatitis ډېر معمول ډول دی، زیات
خپرېدونکی دی چې د Hepatitis A virus په وسیله
را منځ ته کېږي دا ناروغۍ په زیاته اندازه ماشومان
او ځوانان اخته کوي
2دانتان خپرېدنه په اساسي ډول د oro-fecal لارې را منځ ته کېږي او د ککړو اوبو یا خوړو له کبله ناروغۍ رامنځ ته کېږي لکه (شيدې) ګڼه ګوڼه او ناپاکې د انتان خپرېدو ته لاره همواروي منتن شخص په غایطه موادو کې تر کلنیکې څرګندونو دوه اونۍ مخکي او اوه ورځي وروسته ویروس باسي.
3 د زېړي تر رامنځ ته کېدو د مخه Hepatitis A په زياته اندازه خپرېدونکی وي. وينه او غایطه مواد د تفريخ د دورې (۶-۲ اونيو پوري) او د ناروغيو په لمړیو کې انتان خپرونکی وي. 
4کلنیکې ناروغۍ په لويانو کې د ماشومانو په پرتله ډېره شديده وي.
                                                         Carrierstate5 
نه لري، په بشپړه توګه روغوالی پکې را منځ ته کېږي او ځنډنی hepatitis نه را منځ ته کوي.
 6د تلفاتو کچه يې کمه ده او د fulminant hepatitis را منځ ته کېدل نادر دي البته پرته لدې چې hepatitis A د ځنډني C hepatitis په ناروغانو کې رامنځ ته شي. 
7د تفريخ دوره يې ۶-۲ اونۍ ده.
                   
                     ##كلينيكي منظره##

# Pre-icteric or prodromal phase

د اساسي اعراضو دغه مرحله د زېړي تر رامنځ ته کېدو ۲-۱ اونۍ مخکې رامنځ ته کېږي. شروع يې کېدای شي ناڅاپي او يا هم تدريجي وي.
# په لمړي سر کې ذو كام ډوله ناروغۍ رامنځ ته کېږي لکه کسالت ستریا، سردردي، د بندو دردونه، د عضلاتو دردونه او د تنفسي سیستم د پورتنیو برخو اعراض لکه د پزې بهېدنه، ټوخی او Pharyngitis‏.
# بي اشتهايي چې د ناروغۍ له درجې سره ورته والی نه لري.
#زړه بدي او خوا ګرځي زياتره را منځ ته کېږي نس ناستی یا قبضیت کېدای شي را منځ ته شي. 
#خفيفه تبه (F-100-102 ) له لړزې سره همیشه موجوده
وي.
# د ګېډې درد خفیف او ثابت درد په ښی پورتنی څلورمه یا epigastrium کې د لوی شوې کبد د کپسول د کښېکښلو له کبله رامنځ ته کېږي.
#تیره رنگه متیازی (bilirubinuria له کبله) کېدای شی د کلينيکي زېړي تر پيل كېدا ۵-۱ ورځې مخکې را منځ ته شي.


                               زیړي مرحلهIcteric phase

#تر ۲-۱ اونیو وروسته په ناروغ کې زېړی را منځ ته کېږي چي دغه مرحله د icteric phase په نامه يادېږي د زېري په پیل کېدا سره په prodromal symptoms کې ښه والی راځي. د دې مرحلې لوحه په لاندي ډول ده.

#زېړی په %85-70 کاهلو ناروغانو کي چي د HAV حاد انتان ولري رامنځ ته کېږي. په ماشومانو کې زېړی په کمه اندازه لیدل کېږي او په شيدې خوړونکو ماشومانو کی نادر وي د عمر په زياتېدوسره د icterus  درجه هم زياتېږي. . #كبد لوېېږي او حساسوالی پیداکوي او په ښي hypochondrium کي د کبدي کپسول د کښې کښلوله کبله درد را منځ ته کېږي.

                                                                        ##10-20% cervical lymphadenopathy  Splenomegaly ناروغانو کې په ځانګړي توګه په ماشومانو کې را منځ ته کېږي.

#تیره رنګه متيازې او کم رنګه غایطه مواد 3 intrahepatic cholestasis له کبله رامنځ ته کېږي.

#دروغوالي يا نقاحت مرحله(Convalescent phase)# 

د روغوالي دغه مرحله د ناروغۍ په ۶-۳ اونیو کې رامنځ ته کېږي چې پدې مرحله کې د ښه والی احساس، د اشتها راګرځېدنه، او د زېړي، د ګېډې د درد او حساسيت له منځه تګ را منځ ته کېږي.

          ##سیر (COURS)##

حاده ناروغی په ۳-۲ اونیو کې له منځه ځي، بشپړ کلينيکي او لابراتواري ښه والی په ۹ اونیو کې رامنځ ته کېږي. تر ۱% په کمو پېښو کې حاد fulminant hepatic failure را منځ ته کېږي. په hepatitis A کې کېدای شي relaps را منځ ته شي اما د نهايي روغتیا رامنځ ته کېدل حتمي دي. 

Liver function tests (LFTs)معاينات

#Bilirubin

تر 2.5mg/dl زیات بیلروبین د زېړي په بڼه را منځ ته

#د سيروم بيلروبين لوړېږي  دواړې برخې(direct و indirect د hemolysis له کبله چې په HAV انتان کې رامنځ ته کېږيلوړېږي).

#د بيلروبين سويه د bilirubinuria تر پیل کېدا سمدستي وروسته لوړېږي چې تر هغه وروسته د ALT او AST په سويې کې زیاتوالی راځي چې دغه اندازه کېدای شي په زياته اندازه لوړه شي او د څو مياشتو لپاره لوړه پاته شي. تر دريو مياشتو زيات دوام کول cholestatic HAV انتان ښيي.

#د زړو کسانو د بيلروبين سويه لوړه وي .

#پهicteric مرحله کې بيلروبين زياتره د 5-20mg/dl په حدودو کې وي.

#ترا20mg/d د بيلروبین لوړه سویه به شدیده ناروغی دلالت کوي.
دسيروم بیلروبین کېدای شي د سيروم د aminotransferase د سويې د ټيټېدا سره سره لوړه پاته
شي.
                        ##درملنه##

#د بستر استراحت د بستر استراحت ترهغه مهاله توصيه کېږي ترڅو د حادي ناروغۍ کلنیکي او لابراتواري شواهد له منځه ولاړ شي. که چېري کوم ځانګړي استطباب نه وي ناروغ بايد په کور کې تر درملنې لاندي ونيول شي. 
#په روغتون کې د بستر کېدلو استطبابات .
# دوامداره خواگرخی .
#د شخصیت او خوب په behavior کې تغيرات د #bruising پرمختګ
# نا ټاکل شوی تشخیص

#خواره دې ناروغانو ته باید زیات کاربوهایدریت لرونکی زیات پروتين لرونکې، او کم شحم لرونکې خواړه چې کافي کالوري (kcal 2000-3000) را منځ ته کوي ورکړل شي. په لمړي سر کې اشتها نه لرونکو ناروغانو ته باید د ميوې جوس گلوکوز، او د ګني جوس ورکړل شي.

                     ##درمل##

په شدید hepatitis کې باید د درملو له ورکړې څخه ډډه وشي ځکه چې په کبد کی metabolized کېږي په ځانګړي توګهsedative او hypnotics درمل paracetamol کېدای شي په ډېر احتیاط سره ورکړل شي اما په کاهلانو کی باید په اعظمي ډول تر 34g/d پوري محدود شي.
# د خوا ګرځي لپاره Antiemeticsدرمل ورکړل شی.
    Vit Bويټامينونه د مولتي ويټامين تهيه کونکې لکه# complex و Vit k که چېري بي اشتهايي زياته وي
ورکول کېدای شي.

#Parenteral feeding: که چېري شديده بي اشتهايي او خوا ګرځی موجود وي %۰ گلوکوزد اهسته drip ۱۰% لارې په ۲۴ ساعتو کې ا2000-2500m د ډيهايډریشن د مخنيوي په موخه ورکول کېږي.

په cholestatic jaundice کې د خارښت لپاره Calamine lotion أو cholestyramine4mg د ورځې دری ځلې ورکول کېږي.

د کبد transplantation: ته کېدای شي د hepatic failureپر مهال اړتيا پيداشي.

Referance
محمد انعام دانش
Clinical consult frank
Current2022
ډاکتر رحمت الله بشرمل
دعمومي داخله ناروغیومعالج
دعصبي اومعدي ناروغیو ماهر
                                  MD,KMF
اړیکه او و

ادرس: دچوڼي اخیر صوفی صاحب دذکور ليسي پرمخامخ ډاکتر کریم الله فیضي روغتون کندهار افغانستان
که مو معلومات خوښ سوی وی پانه لایک اوشیر کړي مننه
https://www.facebook.com/ډاکتر-رحمت-الله-بشرمل-106438185021314/

Related Articles

Jan 17, 2022
2,174 views

بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په...

Apr 10, 2021
2,550 views

دؤه نيم سؤه کلن بغاوتونه

موږ دا هر وخت په جار وايو او پرې نازېږو هم چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري. ځان هم راته ډېر معزز او قدرمن په دې اعزاز ښکارې چې ځان ته يې ورکوو خو که ډېر شاته لاړ نۀ شو او خپل تېر شؤی ۲۷۴ کلن تاريخ ولولو چې موږ ورته معاصر تاريخ هم وايو او د احمد ش...

Apr 05, 2022
2,629 views

د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو ښه به وي چې پر دې مهمو مسایلو پوه شئ او د روژه ماتي او پېشنمي پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ. پدې توګه به مو روغتيا تضمینه شي او له روغتيايي ستونزو سره به مخ نه شئ. • له خرما، اوبو، شیدو، د مېوې ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,465 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,847 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...