To start downloading books

Please sign in or create an account.

دبنو ساعده سقیفه یا دیره

دبنو ساعده سقیفه یا دیره

دبنو ساعده سقیفه (دیره)
کله چې محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو دبنوساعده دیره کې صحابه کرام جمع شول چې مسلمانانوته خلیفه وټاکي ځکه رسول صلی الله علیه وسلم  ژوند کې څوک خلیفه نه ؤ ټاکلی البته دمرض پرمهال ېې لمونځ لپاره  ابو بکر خپل نائب ټاکلی ؤ (سقيفة)  داسې  ودانۍ ؤ چې درې خواووته دیوال او یو طرف ېې خلاص ؤ دنن سبا په اصطلاح دیره يا دالان بڼه ېې لرله شمالي طرف ېې خلاص ؤ ځينې ستنې ېې هم لرلې چت ېې د ونو له ډ ډونو او دخرما
له لښتو څخه جوړ ؤ اوبیا پرې خټه اچول شوې ؤ دغه ډیره کې دقبیلې خلک دخپلو چارو دتنظيم او تفریح لپاره جمع کيدل
 اودشپې کيسې به ېې پکې کولې دغه دیره دمسجدنبوي شمال غرب ته واقع ؤ هلته دبنوساعده وو کورونه ؤ له خزرجيانو څخه اودغه سقیفه دباغونو منځ کې ؤ  دهغه باغونو منځ منځ کې کورونه  هم ؤ دغه سقیفه (ديره) کې ډیر خلک ځائېدل مخامخ ورته خلاص میدان ؤ اونږدې ورته دبنوساعده قبیلې (کوهی) څاه ؤ دوخت په تیريدو اوس هغه بڼه بدله شوې خو دمسجدنبوي غربي دیوال ته چې کومه باغچه ده همدغه دسقیفې دیرې ځای ده 
ژباړه (معالم المدينة النبوية)
(ژباړه حبیب سرورمکي)

Related Articles

د کور عایق کول  House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو...

شبکوی وسایل څه ته وایی؟

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  |  نیټه: ۲۷/سنبله/۱۴۰۱  شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی. یو ترټولو عامه ډول د شبکې چی هر ځای کاریدلی شی هغه محلي ساحوې شبکه ده چی په انګلیسی اصطلاح بیا ورته L...

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو په عملي کولو سره یې د ډاډ او امنیت احساس ترلاسه کړئ. دا لارښوونې حتما په پام کې...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...