آبی نهنګ

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,926 views
آبی نهنګ

#آبي_نهنګ
#د_خلقت_يو_ستر_راز
د مځکي کُره کي تر ټولو لوي حيوان، چي تر اوسه پېژندل سوي د آبي نهنګ (Balaenoptera musculus) په نوم حيوان دي. بالغ آبي نهنګ اوږدوالي 30 متر ته رسيږي، چي وزن ئې له 170 څخه تر 180 ټنه پوري وي. يعني د آفريقا لوي وچي د 30 لويو فيلانو څخه يو آبي نهنګ جوړيږي!
د آبي نهنګ په باره کي معلومات هغه وخت کره سول، چي په 2015 م کال کي د کاناډا په سمندر کي يو آبي نهنګ جسد پيدا او څېړني پر وسوي. دغه حيوان تي لرونکو حيواناتو کي طبقه بندي کيږي بچي پيدا کوي او د سږو په واسطه تنفس کوي.
 څېړنو وښوله، چي د آبي نهنګ زړه د نيم ټن په اندازه دي يعني د نړۍ تر ټولو لوي زړه بلل کيږي. د يو نيم متر په اندازه د آبي نهنګ زړه اوس هم د انتاريو سلطنتي موزيم کي موجود دي. 
هم دارنګه بالغ آبي نهنګ په خپله خوله کي 90 ټنه اوبه ځايولای سي په داسي حال کي چي د ژبي وزن ئې 2.7 ټنه ده! په يوه ورځ کي څلور ټنه غذايي مواد په مصرف رسولای سي.
آبي نهنګ ډېر قوی ږغ توليدوي او تر ټولو ټيټ ږغ فريکونسي ئې کولای سي، چي په اوبو کي څو کيلو متره حرکت وکړي.  

سبحان الله!
د الله (ج) د خلقت يوه ستره نمونه ده، جوړښت یې انسان د هغه پيدا کوونکي په اړه فکر کولو ته مجبوره کوي!

لیکنه: استاد محمد ویس "لعلي".

Related Articles

Oct 17, 2021
2,630 views

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انجلۍ پهٔ غوصه وویل:- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې څو شیبې دواړه...

Jun 02, 2023
1,593 views

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

Jan 04, 2021
2,613 views

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,789 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,153 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,070 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...