یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,191 views
یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې

د یوه 95 کلن سړي د ژوند 50 مهمې خبرې!
ژباړه: طارق تسل
۱. خلکو ته دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا مه ورکوئ!
۲. کله چې درته شک پیدا شو؛ د تحقیق لپاره یو بل قدم هم پورته کړئ!
۳. پر خلکو رشخند مه وهئ!
۴. د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرېکړې پورې ستاسې غم او خوښي تړلې ده.
۵. له خپلې ګټې څخه زیاتې پېسې مه مصرفوئ!
۶. زاړه پلونه مو مه ورانوئ! تاسې څه پوهېږئ؟ چې بیا به مو د سیند څخه د تېریدلو پر مهال څو ځله پکارېږي.
۷. که ملګري ته مو راز ویلو؛ نو وړاندې ترې دوه ځله فکر وکړئ!
۸. له هغه چا لرې اوسه! چې د بایللو لپاره هیڅ نه لري.
۹. د خوب له ځای سره مو نږدې د یاداښت کتابچه او قلم کېږدئ! لوړ فکرونه کله کله د شپې په ۳ بجو هم راځي.
۱۰. پر جامو اخیستلو زیات لګښت مه کوئ!
۱۱. کله چې د چا کره میلمانه شوئ؛ د ډوډۍ ستاینه یې وکړئ!
۱۲. هر شی چې تکلیف در رسوي، ترې لرې اوسئ!
۱۳. که حال مو هر څومره بد یا ښه وي؛ حتمن یوه ورځ بدلېږي.
۱۴. هره ورځ ورزش کوئ! تر دې که ستاسې خوښ هم نه وي.
۱۵. که ته یې و نه غواړې؛ نو نه در رسېږي.
۱۶. که کېږي؛ نو هره ورځ د مالټې جوس وڅښئ! دا مو ځوانوي.
۱۷. پېسې مو اوس سپما کړئ او وروسته یې بیا مصرف کړئ!
۱۸. هر وخت زړور اوسئ!
۱۹. په اسانه ماتې مه منئ! ځکه تاسې څه پوهېږئ چې وړاندې به څه کېږي.
۲۰. دا مهمه نده چې ته دې په خپله خبره ولاړ اوسې، کیداې شي ته په غلطه یې.
۲۱. له چا څخه په کرکې کولو سره خپل وخت مه بربادوئ!
۲۲. له ملګرو او خپلوانو سره اړیکې وپالئ! په دې سره مو ډېر کم وخت مصرفېږي؛ خو ګټه یې زیاته ده.
۲۳. له خپلې ماضي سره سوله وکړئ! تر څو حال مو خراب نکړي.
۲۴. له تا پرته ستاسې د خوښۍ ذمه وار بل هیڅوک هم ندی.
۲۵. څوک چې غاړه درکوي؛ پرېږده چې در یې کړي.
۲۶. له خپل لومړني معاش نیولې بیا تر تقاعده پورې سپما وکړئ!
۲۷. کینه د وخت ضایع ده، تاسره هغه څه شته چې ستا ورته اوس اړتیا ده.
۲۸. ستونزو ته لاس تر زنې مه کینئ! پر حل یې فکر وکړئ!
۲۹. خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ! تاسې ته څه مالومه ده چې هغوې په کومه لاره روان دي.
۳۰. خواړه مه ضایع کوئ!
۳۱. کوچنیانو سره د لوبو پر مهال هغوې پرېږدئ چې له تاسې یې وګټي.
۳۲. شکر وباسئ! او هغه خلک مه هیروئ چې مرسته یې درسره کړې ده.
۳۳. له اړتیا زیات چمتوالی ولرئ! او بیا په سمندر ور ګډ شئ!
۳۴. خلک له هیلو مه محروموئ! دا وروستۍ هڅه ده چې دوې پرې ډاډه دي.
۳۵. خپل ښه لباس مو همدا نن پر ځان کړئ! د ځانګړو مراسمو لپاره یې مه ساتئ! همدا نن تاسې لپاره ځانګړې ورځ ده.
۳۶. خلکو ته بخښنه وکړئ! که هر څومره درته ستونزمنه هم وي.
۳۷. کله چې ناروغه شئ، دنده مو پکار نه راځي خو ملګري مو پکار راځي؛ نو اړیکې پیاوړې کړئ!
۳۸. یواځې هغه کتابونه خلکو ته ورکړئ! چې تاسې یې نه لولئ!
۳۹. په خواږه، لوړ او پُرجوشه غږ ټیلیفون ته ځواب ورکړئ!
۴۰. که نن ثابت قدمه وې؛ د راتلونکي هر حالت څخه په اسانۍ سره تیریدلې شې.
۴۱. خپل شته نعمتونه وشمارئ!
۴۲. ستاسې کوچنیان فقط یو د کوچنیوالي دوره لري، یادګار ترې جوړ کړئ!
۴۳. له نورو سره ژړل؛ له دې غوره ده چې یوازې وژاړې.
۴۴. یاد ولرئ! چې په هر کار کې ۸۰ سلنه بریالیتوب له خلکو سره په خبرو کولو کې نغښتی دی.
۴۵. څوک چې درسره مینه لري، موقع ورکړئ چې اظهار یې درته وکړي.
۴۶. له خلکو سره د خبرو پر مهال د هغوې سترګو ته وګورئ!
۴۷. نور خلک چې ستاسې په تړاو هر ډول فکر کوي؛ خپل کار یې دی.
۴۸. د هغه چا ډېر درناوی وکړئ! چې حلاله روزي ګټي، که کاروبار یې هر څومره کوچنی هم وي.
۴۹. پر ټیلیفون د مهمو خبرو پر مهال هیجا ته د مزاحمت اجازه مه ورکوئ!
۵۰. واده یوازې د مینې لپاره وکړئ!
#all_information 
All Information 
#like #invite  #page #Delsoz

Related Articles

Jan 09, 2022
1,923 views

د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستو...

May 18, 2021
2,229 views

نژاد پرستی در ادبیات فارسی

نژاد پرستی در ادبیات فارسی (از هدایت و علوی تا درویشیان و بادکوبه یی) یوسف عزیزی بنی طُرُف فرج سرکوهی، پستی نوشته است در بارهء سخنان هنرمند بوشهری، سعید شنبه زاده و منکر نژادپرستی اتنیکی در ایران شده؛ اما پس از نقدها و کامنت های بسیار پذیرفت که اش...

Apr 16, 2022
1,926 views

عدلي طب وپېژنئ

ژباړه ـ وړانـــګه اکـــبر عدلي طب:د طب یوه برخه ده داسې چې د طب علم او قواعد د قانون او عدالت په موخه کارول کېږي.د forensicنوم د لاتینې کلمې څخه اخیستل شوی دی دا لاتینه کلمهforensis ده چې د محکمې مانا لري. په روم کې forensic هغه ځای ته ویل کېده چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,037 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,215 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,232 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...