ونې ته لیک

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,379 views
ونې ته لیک

ونې ته لیک

د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفوني غږېدۀ. 

یو ورځ دي  دا سندره زمزمه کولۀ

زما زړه دی یخ وهلی لکه څوکه د سپین غر 
ستا وجود دی داسې تود لکه اور خونه د باختر

رښتیا هم زړه مې لکه د زردښت آتشکده له وېدي  دورې تر اوسه ستا په انتظار بلېدۀ، تر څو یې په رڼا او حرارت نه یواځي تاته د اهریمن له شر څخه نجات درکړي ، بلکي ستا کنګل شوی زړه نرم او ګرم کړي، څانګي دي زرغونې شې او د ګاتا مقدسو هنرې او روحانې سردونو ته وناڅې. 

ټوله لار مې ستا د ماورایي ښکلا په وصف کې لاهوتي سندرې زمزمه کولي او د هر بیت او مصرې ځواب مې بېرته د ترنم له الهې څخه اوریدۀ،  زه دې وجد او کیف زه د سرنوشت په مسیر له ابدیت سره وصل کولم. 

خو کله چې تاته راورسیدلم، له ځان نه ورک شوم
  اوس نه پوهیږم څوک یم، څه کوم او چیرته یم ؟
ستا په وړاندي خپل درک راته بېګانه بریښي.
خبرې دي نا آشنا غوندي دي، کلمات دي یواځي په هنداره کې سمه مانا لري.  څانګي دي نه ناڅي، خاښونه دي وچ دي او په مازي فشار ماتېږي ، تنه دي د استحکام نه بلکي د عدم انعطاف سرینده غږوي. 

او زه مات او مبهوت ولاړم یم داچې 
د بودا د تندیس په شان افراشته غرور دي ولي تاته اجازه نه درکوي د مینې خدای ته سجده وکړې؟ 

حیران یم ولي 
زما د زړه په محراب کې غږیدونکي د وجد او سما سندرې چې زما د ستونې ناقوس یې د میکدې بنسټونه لړزوي نه توانېږي ستا وچ خاښونه لکه د قفقاز ښاپیرۍ څنګلې په حرکت راولې؟ 

هیښ پاتي یم ..
زما د زڔه په وینو بلیدونکی فانوس چې رڼا یی د آرام سمندر هاخوا ساحلونو کې د ښاپیریو محفلونه روښانه کولی شي ولي نه توانیږې ستا لالهانده اروا زما د زړه بندر ته هدایت کړې؟

اوس هم همداسې نه پوهېږم زه څوک یم ، چېرته یم،  څه کوم ، مړ یم که ژوندی؟ 
او ته؟
ته څوک یې؟ څه کوې؟ مړه یې که ژوندۍ؟  
که ژوندۍ یې بیا دي ولي شبَح زما دکابوسونو په تیاتر کې نندارې وړاندي کوي؟ 
او که مړه یې بیا دي ولي د ساګانو وږم او خوشبویي لکه د ختن په مشکو لړلې هوسۍ زما د شعامې له حس سره لوبي کوي؟  

ویې پانګه

ارکستر: چیرته چې د موسیقي غږونکو ډله سندري غږوي (Orchestra)
سمفوني: د موسیقي اوږده ټوټه (Symphony)
باختر:  لرغونی بلخ 
اویستا: د زدښت کتاب 
وېدي دور: هغه لرغونی دور چې پکې د هندو آریایانو مقدس سرودونه ویل شوي دي 
زردښت : دلرغوني اریانا روحاني لارښود 
ګاتا: د لرغونو اریایانو د سپیڅلو سرودونو ټولګه 
اهریمن: پلیده روح،  شیطان  (demogorgon ,demon)
لاهوتي:  آسماني، روحاني له اسرارو ډکي (Gnostic)
ماورایی:  د ماورا عالم اړوند (Metaphysical)
کیف:مستي،  خوښي (intoxication)
وجد: خلسه یا زیاته خوښي (Ecstasy)
ابدیت : جاویدانګي (Eternity)
اتشکده : اور خونه (Fire temple)
بیګانه : نا آشنا (Stranger)
استحکام : ټینګښت ، ثبات  (Consistency)
عدم انعطاف: تغیر نه منونکی (Inflexibility)
سرینده : د موسیقي لرغوني آریايي اله
مبهوت : حیران ، محسور (Dumbstruck)
افراشته : لوړ دنګ 
تندیس: مجسمه (Statue)
سما: روحاني نڅا 
بحرالکاهیل : آرام سمندر 
ناقوس: زنګوله (tintinnabulation , bell )
قفقاز: د منځني آسیا مشهور غرونه 
ساحل:  د سمندر غاړه (Beach)
فانوس: د ساحل څراغ چې بیړیو ته لار ښیي ( Lighthouse)
لالهانده : ستړې 
شبَح : خپسکه، د مړو ارواه 
کابوس : ویرونکی خوب (Nightmare)
تیاتر : د نندارو د وړاندی کولو ځای 
مُشک : خوشبویه ماده (Musk)
ختن: د لرغوني چین مشهوره سیمه 
شمامه : د بویولو حس  

#نوټ دا لیک مې دری کاله وړاندي لیکلی وو 
دا د شاوخوا دوه سوه لیکونو یو یې دی چې په تیرو کلونو کې مې لیکلي وو. خو یواځې څو یې نشر شوي باقي نیم له موبایل سره ورک شول نیم همداسي راسره پاته دي.

Related Articles

Apr 10, 2023
1,511 views

قاموس لیکنه

قاموس لیکنه (Lexicography   )      قاموس لیکنه (  What’s  Lexicography  )قاموس لیکنه د ژبپوهنې هغه برخه ده چي د یوې ژبي  د لغاتونه مانا او تشرېح کوي او کله کله یې بیا په مقابل کي د بلې ژبي هغه لغات چي د همدې ژبې د لغات سره یو ډول مانا ورکړي. (معجم...

Jul 27, 2021
2,946 views

په طبیعت کې ددرندو فلزاتو موجودیت او ضرر

ليکنه ـ نګين کرګر او عبيدالله عبيدي درانده فلزاتو ته ځکه درانده فلزات وایي چې اتومي وزنونه او کثافت یې لوړ دی. ځینې له دغو فلزات ډیر خطرناک او زهري خواص لري خو ځینې بیا بې ضرره دي. درانده فلزات چاپیریال ته ضرر رسوي او انسانانو ته زهري پیژندل شوي دي....

Feb 07, 2021
3,547 views

د ناول لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ناول په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د ناول کلمې ريښه د ايټالوي ژبې په "Novella" کلمه کې ده. ددې ويي لغوي معناوې نوی، عجيبه څيز او تازه دي.  خو په اصطلاحي توګه ويلای شو، چې ناول هغه نثري کیسې ته وايي، چې د کميت په لحاظ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...