خطرناکې رواني ناروغۍ

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 12, 2020
5 years ago
4,127 views
خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځينو رواني ناروغيو د نښو په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړئ.

۱. ژور خفګان له ژور خفګان څخه مو موخه په ډېره اندازه د نا آرامۍ او نا هيلۍ احساس دی. دا حالت معمولا د انسان په ژوند کې د پرله پسې ناوړو پېښو څخه رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان ګومان کوي، چې ژوند بې معنا دی. همدارنګه مرګ له ژوند څخه غوره بولي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته ناروغان ځانوژنه کوي. که تاسو هم ورته ستونزه لرئ کوښښ وکړئ ژر تر ژره مو علاج وکړئ.

۲. تشویش تشويش یو له ډېرو عامو رواني ناروغيو څخه دی. پر دې حالت اخته وګړي تر ډېره د سمې پرېکړې تصمیم نه شي نيولی. همدارنګه د څيزونو ټاکنه ورته ډېره سخته وي. دا ناروغي لومړيو کې خطرناک نه برېښي خو په وروستيو کې یوه جدي ستونزه ګرځي. پر دې رواني اختلال اخته کس به پر خپل ناسم کار هم ډېر ټينګار کوي. که پر وخت یې علاج و نه شي نو په پای کې انسان لېونی کوي.

۳. اسکیزوفرنی اسکیزوفرنی یا شیزوفرنی یو له خطرناکو رواني ستونزو څخه ده. په دې ډول ناروغۍ کې انسان خيالي غږونه اوري او همدارنګه ځينې وخت انځورونه هم ويني. ددې ستونزې درلودونکي تل له نورو سره په شخړه کې وي. که دغه ناروغي ډېره شي ناروغ باید بستري شي.

۴. فوبیا فوبیا یا له اندازې ډېره وېره، یوه ځانګړې رواني ناروغي ده. په دې حالت کې ناروغ غیر معقوله وېره لري. له تیارې، لوړ ځای، حېواناتو او جنسي اړيکو وېره یې عام ډولونه دي. ددې ناروغۍ ريښه تر ډېره د انسان په وړکتوب کې وي. ددې حالت لرونکی تر ډېره ګوښه خوښ وي. غواړي تل یوازې اوسي. ددې حالت بل ډول ټولنيزه فوبیا ده. په دې ډول کې ناروغ له خلکو وېره لري په ځانګړې توګه له دې وېرېږي، چې خلک پرې نيوکه و نه کړي.   ددې ناروغيو علاج شته؟ ښه خبره دا ده، چې پورته ټولې یادې شوې ناروغۍ د علاج وړ دي. که تاسو له ورته ستونزو سره مخ یئ مه وېرېږئ. یوازې د رواني ناروغيو له یوه پوه متخصص سره وګورئ تر څو ستونزه مو حل شي. همدارنګه مهمه ده، چې لاندې ټکو ته هم پاملرنه وکړئ. ـ ښه غذايي رژيم ولرئ. ـ کوښښ وکړئ چې اجتماعي اړيکې مو منظمې او مناسبې وي. ـ پر داسې فعالیتونو تمرکز وکړئ، چې مینه ورسره لرئ. ـ منفي فکرونو ته مو ذهن کې ځای مه ورکوئ. ـ ورزش مه هېروئ.

Related Articles

Feb 14, 2021
15,298 views

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال س...

Jun 25, 2021
6,386 views

د وینې کمښت (کم خونی) وپېژنئ!

په نړۍ کې بېلابېلې ناروغۍ شته، چې انسانان ځوروي. هره ناروغي ځانته خپل علایم او درمل لري. یو له هغو ناروغيو، چې په اوس وخت کې ډېر تر سترګو کېږي، د وینې کمښت (کم خوني) ده. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ! د وینې کمښت د...

Dec 11, 2023
971 views

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...