خطرناکې رواني ناروغۍ

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 12, 2020
5 years ago
4,122 views
خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځينو رواني ناروغيو د نښو په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړئ.

۱. ژور خفګان له ژور خفګان څخه مو موخه په ډېره اندازه د نا آرامۍ او نا هيلۍ احساس دی. دا حالت معمولا د انسان په ژوند کې د پرله پسې ناوړو پېښو څخه رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان ګومان کوي، چې ژوند بې معنا دی. همدارنګه مرګ له ژوند څخه غوره بولي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته ناروغان ځانوژنه کوي. که تاسو هم ورته ستونزه لرئ کوښښ وکړئ ژر تر ژره مو علاج وکړئ.

۲. تشویش تشويش یو له ډېرو عامو رواني ناروغيو څخه دی. پر دې حالت اخته وګړي تر ډېره د سمې پرېکړې تصمیم نه شي نيولی. همدارنګه د څيزونو ټاکنه ورته ډېره سخته وي. دا ناروغي لومړيو کې خطرناک نه برېښي خو په وروستيو کې یوه جدي ستونزه ګرځي. پر دې رواني اختلال اخته کس به پر خپل ناسم کار هم ډېر ټينګار کوي. که پر وخت یې علاج و نه شي نو په پای کې انسان لېونی کوي.

۳. اسکیزوفرنی اسکیزوفرنی یا شیزوفرنی یو له خطرناکو رواني ستونزو څخه ده. په دې ډول ناروغۍ کې انسان خيالي غږونه اوري او همدارنګه ځينې وخت انځورونه هم ويني. ددې ستونزې درلودونکي تل له نورو سره په شخړه کې وي. که دغه ناروغي ډېره شي ناروغ باید بستري شي.

۴. فوبیا فوبیا یا له اندازې ډېره وېره، یوه ځانګړې رواني ناروغي ده. په دې حالت کې ناروغ غیر معقوله وېره لري. له تیارې، لوړ ځای، حېواناتو او جنسي اړيکو وېره یې عام ډولونه دي. ددې ناروغۍ ريښه تر ډېره د انسان په وړکتوب کې وي. ددې حالت لرونکی تر ډېره ګوښه خوښ وي. غواړي تل یوازې اوسي. ددې حالت بل ډول ټولنيزه فوبیا ده. په دې ډول کې ناروغ له خلکو وېره لري په ځانګړې توګه له دې وېرېږي، چې خلک پرې نيوکه و نه کړي.   ددې ناروغيو علاج شته؟ ښه خبره دا ده، چې پورته ټولې یادې شوې ناروغۍ د علاج وړ دي. که تاسو له ورته ستونزو سره مخ یئ مه وېرېږئ. یوازې د رواني ناروغيو له یوه پوه متخصص سره وګورئ تر څو ستونزه مو حل شي. همدارنګه مهمه ده، چې لاندې ټکو ته هم پاملرنه وکړئ. ـ ښه غذايي رژيم ولرئ. ـ کوښښ وکړئ چې اجتماعي اړيکې مو منظمې او مناسبې وي. ـ پر داسې فعالیتونو تمرکز وکړئ، چې مینه ورسره لرئ. ـ منفي فکرونو ته مو ذهن کې ځای مه ورکوئ. ـ ورزش مه هېروئ.

Related Articles

Sep 15, 2021
2,790 views

ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟ موږ ټول په دې پوهېږو چې د ښځینه وو سینګار او د ښکلا وسایل ډېر خوښېږي، تل غواړي له هغه څه نه ګټه واخلي چې د دوی د ښایست لامل کېږي، چې یو له دغو وسایلو څخه سره زر دي.  د ښځینه وو ترڅنګه ځینې د...

Jan 28, 2022
2,272 views

بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم....

Feb 05, 2023
1,678 views

د اسلامي نړۍ د علم بهر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه)

  امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) په اتيا (۸۰) ه ق كال كي زېږیدلى او په يو سلو پنځوس (۱۵۰) ه ق كال كي وفات سوى دى. د عراق د كوفې اوسیدونكى وو، نوم يې نعمان وو، كنيه نوم يې ابو حنيفه یعني د حنيفې پلار وو، حنيفه د ده لور وه، په اغلب ګمان په قوم تا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,436 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,828 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...