سلمپ ټيسټ Slump test

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 31, 2023
2 years ago
1,389 views
سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump test
دغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږدو چې د اوبو د جذب قابليت و نه لري او نمونې ته تازه کانکرېټ په دريو طبقو کې اچوو چې هره طبقه د 16mm ښوی سيخ په واسطه چې ارتفاع يې 60cm وي په 25 ځله وهلو سره کمپک کوو بيا نمونه د کانکرېټو څخه ورو ورو د پنځو ثانيو په موده کې پورته کوو چې په نتيجه کې کانکرېټ ناسته کوي او ارتفاع يې کميږي چې دغه کمې شوي ارتفاع ته د سلمپ اندازه وايي . د سلمپ اندازې معلومولو لپاره نمونه په سرچپه ډول د کانکرېټو تر څنګ ږدو او د خط کش په مرسته کمه شوي ارتفاع يعنې د سلمپ اندازه معلوموو . 
د سلمپ ډولونه
سلمپ په درې ډوله دی
۱) واقعي يا حقيقي سلمپ  (True Slump )
۲) قيچي داره سلمپ (Shear Slump)
۳) بهيدونکی سلمپ (collapse Slump)

۱) واقعي يا حقيقي سلمپ (True Slump ): - په دا ډول سلمپ کې کانکرېټ يو شان او په سريښناکه توګه ناسته کوي . دا ډول سلمپ  په ھغه مخلوطونو کې چې زیات مقدار میده دانه ولري رامنځته کيږي.

۲) قيچي داره سلمپ (Shear Slump): - په دا ډول مخلوط کې مخروطي جوړ شوی شکل ميلان لرونکي سطحې سره نيمايي قيچي او بله نمایي برخه یي حقیقي سلمپ په شان وي. داسې معاملو کې د سلمپ اندازه د سلمپ الې د پورتني سطحې څخه تر قيچي شوي سطحې تر منځ پورې اندازه کوو . 

۳)  بھیدونکي سلمپ(collapse Slump) : - په دا ډول سلمپ کې کانکرېټ په لويه سطحه خپور شي چې دا ډول پيښه ډير اوبجن مخلوط کې رامنځته کيږي .
د سلمپ ټسټ قیمتونه د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره 
مخکې له دی، چې د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره د سلمپ ټسټ قیمتونه وپیژنو، په لنډ ډول د سلمپ ټسټ په اړه دا معلومات باید له ځانه سره ولرو.
په کانکريټو دا کیدونکی ساحوي ټسټ د کانکریټو د کاري وړتیا او په کانکریټو کې د موجوده اوبو د مقدار په اړه معلومات راکوي، 
د ACI 211.1-91 کوډ په اساس د مختلف ډوله ساختمانونو لپاره د سلمپ ټسټ قیمتونه
1.  د سرکونو د کانکریټ ریزۍ لپاره یې قیمت (2cm—4cm) پورې.
2. د سلب، بیم او پایو لپاره یې قیمت (4cm—5cm) پورې دی، چې همدغه قیمت بیا د سرکونو د Curb، کانکریټي دیوالونو او د Prophet Walls لپاره هم پکار وړل کیږي.
3. د کانالونو د Bed PCC لپاره یې قیمت (7cm—8cm) پورې ده.
4. په تونلونو کې د کمان ډوله سلبونو او د غاړې دیوالونه لپاره، دغه قیمت (9cm—10cm) پورې ده.
5. د Mass Concrete لپاره یې قیمت (2.5cm—5cm) پوری.
Razmohamad Shirzai

Related Articles

Jan 16, 2023
1,157 views

حق آموزش دختران || Girls' right to education

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar من از حق آموزش دختران در افغانستان با پیام مشخص‌ام که در تصویر درج است حمایت می‌کنم؛ و شما را هم دعوت ‌می‌نمایم تا در این کمپاین سراسری با...

Sep 10, 2021
2,904 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Jun 09, 2023
1,258 views

قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!#حضرت #عمر #فاروق رض  د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ. يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...