د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

Q
Qarib Aryan
Author
May 30, 2023
2 years ago
1,317 views
د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټېکنالوژي کاروي. ستاسې پۀ ذهن کې ډېر څۀ موجود وي، خو پر هغې کار نۀ وي شوی او دا د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې لاشعور را ویښوي او د پنځؤنې لامل کېږي.
هغه کسان چې د خپل فکر پر ټېکنالوژي باورمن وي، پر مخ یې د پرمختګ ټولې لارې پرانېستې دي. ټېکنالوژي او هر بل انساني پنځؤنه د انساني فکر زېږند دی. پس دا ویلی شو، چې زموږ فکر خپله یوه عالي ټېکنالوژي ده. دا اوس پۀ موږ پورې اړه لري چې لۀ دې ټکنالوژۍ څخه څۀ ډؤل ګټه اخلو.
د بريا او ناکامۍ پۀ تړاو، ستاسې دواړه فکرونه منفي/مثبت پرځای دي، خو مثبت فکر ستاسې ژوند جوړوي. برعکس، پۀ منفي افکارو سره ستاسې ژوند پۀ دوزخ بدلېږي. هغوی چې مثبت فکر کوي، وده او پرمختګ کوي؛ ځکه فکر یې د ودې او پرمختګ پر لور سوق کېږي. کۀ تاسې خپل ژؤند د مثبتې روحیې پۀ سیسټم مدیریت کړﺉ، پۀ ژوند کې به مو ژور بدلون راشي. د انسان فکر ډېری لۀ باورونو سرچینه اخلي، اوس کۀ ستاسې باورونه مثبت او غوره وي نو ژؤند او شخصیت مو ورسره وده کوي، خو کۀ باورونه مو منفي او پرېوتي وي، فکر مو هم تر اغېز لاندې راولي او دا پۀ لوی لاس پر ځان د ودې او پرمختګ د لارې بندؤل دي. کۀ لۀ تاسې سره دا فکر وي، چې انجنیر کېږﺉ، پۀ همدې مثبت فکر ارو–مرو انجنیر کېږﺉ. کۀ یو څو ځله پۀ ریاضیکي مضامینو کې پاتې شوﺉ، ځان منفي افکارو ته مۀ سپارﺉ، ځکه منفي افکار مو د انجنیر کېدو مخه نیسي، خو کۀ دا فکر کوﺉ چې «ځه دا خو پکې راځي راتلونکی ځل به کوښښ ؤکړم چې پۀ هېڅ مضمون کې پاتې نشم...»، دغه مثبت فکر تاسې تر خپل منزل پورې رسؤلی شي. نن–سبا عامه ټېکنالوژي پر دې کار کوي، چې څنګه فکر کنټرول کړي، خو دا هم د فکر محصول دی. د فکر ټېکنالوژي تر هغۀ څۀ لوړه ده، چې نن سبا یې موږ د عامې ټېکنالوژۍ پۀ توګه پېژنو. تاسې کۀ هر څومره د ورځې دود ټکنالوژیکو توکو؛ موبایل، کمپیوټر او روباټیکو څیزونو ته لاسرسی ولرﺉ، دا ستاسې لۀ پرمختګ سره یوازې د یوې وسیلې پۀ توګه مرسته کوي او بس. خو هو، کۀ د خپل فکر ټېکنالوژي چې موبایل او روباټ یې هم محصول دي وکاروﺉ؛ ستاسې فکر، وړتیاوې، حافظه، د پېژندنې او درک قوت ټول ورسره لوړېږي. ډېر کسان لۀ دې امله خپله فکري ټېکنالوژي لۀ لاسه ورکوي، چې د نورو د فکر پر محصول (ټېکنالوژۍ) متکي وي. تاسې شپه او ورځ پۀ کمپیوټر کې کار ؤکړﺉ، دا د بل چا د فکر محصول دی او تاسې یوازې تقلیدي عمل کوﺉ، یا د یوې وسیلې پۀ توګه کار ترې اخلئ، خو کۀ تاسې خپل فکر وکاروﺉ او پۀ دې ټېکنالوژي کې د یوۀ نوي څیز پر پنځولو غؤر وکړﺉ، دا به ستاسې د فکر غوړېدا وي. ستاسې پۀ ذهن او فکر کې همدا اوس آنلاین ټېکنالوژي موجوده ده. تاسې همدا شېبه لکه د انټرنېټ نړۍ، چې زرګونه خلک سره نښلوي، پۀ خپل ذهن او فکر کې پۀ زرګونو مفاهیمو سره رد او بدل کوﺉ. نو د خپل فکر او خپل شته استعداد پۀ غوړېدا او ښکاره کؤلو کې مخکښ اوسئ. ستاسې تفکر باید تل پۀ حرکت کې وي، پر یوۀ نوي څیز غور وکړئ، څو دا نوی څیز یوه نوې آیډیا او نوې ټېکنالوژي وزېږوي. ټېکنالوژي تاسې تر یوۀ محدود وخت پورې شتمن او موړ ساتي، چې کال پرې تېر شي ورو–ورو خپل ارزښت لۀ لاسه ورکوي، خو شتمن او مبتکر ذهن ستاسې ارزښت دوامدار ساتي او د ټېکنالوژۍ تولیدګر اړ دي، چې ستاسې پیروان پاتې شي.
نو پۀ همدې اساس ویلی شو چې: "د انسان فکر تر ټولو لوړه او غوره ټېکنالوژي ده".

نوښتګر اوسئ!

Related Articles

Aug 11, 2020
3,978 views

د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه...

Dec 26, 2020
2,514 views

تاکیدي عبارتونه

اوسني ارواپوهان په دې نظر دي، چې دا ډول تاکیدي عبارتونه هغه هڅونکې، پاڅونکې او دعاوزمه جملې دي چې په هر وخت کې کولی شي، د انسان زیاتې رواني خلاوې ډکې کړي. د یادونې وړ ده، دلته چې کوم تاکیدي عبارتونه لولئ، د ارواپوهنې له سلګونو کتابونو او رسالو څخه غو...

Jun 27, 2022
2,197 views

څنګه د دنیا تر ټولو خوشبخت انسان شم؟

یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,462 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,844 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...