خروار بند لوګر

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 12, 2023
2 years ago
3,332 views
خروار بند لوګر

 

 د خروار بند - لوګر: دا بند د خروار ولسوالۍ په یوه تنګي کې پر چرخ سیند جوړ شوی. ۳۰ متره لوړ دی. اوږدوالی یې په لاندینی برخه کې ۲۰ متره او پورتنی برخه کې ۱۴۰ متره دی. د اوبو د زېرمې حجم یې ۱۹ میلیون مترمکعبه اټکل شوی. بند د کرنې لپاره د اوبو زېرمه کولو په هدف پلان شوی. دا بند د تېږو له انبار جوړ شوی خو د اوبو خوا یې په ۲.۵ متره ژوروالي د مصالې څخه پخه شوې ترڅو د اوبو د نفوذ مخنیوی وکړي. د اوبو برج یې ۳۰ متره لوړ دی چې په کې د کنټرول دروازه لګېدلې (انځورونو کې ښکاري). برج په تل کې ۴x۳ مترو تونل ته چې ۵۰ اوږدالی لري وصل دی ترڅو اوبه لاندې خواته ولېږدوي. د خروار بند د جوړولو چارې په ۱۹۳۲ کې پيل او ۱۹۳۳ کې ودرېدې چې تراوسه همداسې نیمه پاتې دي. که څه هم د لوګر اوسېدونکي یې هر ځل د بیارغونې غوښتنه کوي. خو چا تراوسه په دې برخه کې اقدام ندی کړی. د Monenco د راپور پر بنسټ دا بند غلط ځای جوړ شوی او بیارغونه یې ډېرو تخنیکي مطالعاتو، او همدارنګه بند او تهداب یې ډېرو تحکمیاتي کارونو ته اړټیا لري (د بند محور ممکن په ځمکه کې درز ولري). له دې کبله د پانګونې لپاره لومړیتوب نلري. پر کابل حوزه د نړیوال بانک ارزونې راپور هم د دې بند د جوړولو سپارښتنه نده کړې. د لوګر اوسېدونکي وایي چې بند به زوړ او عتیقه اثارو کې وشمېرل شي خو فعال به نشي. اوسنی وضعیت ته په کتو دا خبره پرځای برېښي. نور بیا! #دافغانستان_بندونه https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Jan 05, 2023
5,332 views

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل   په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول،  د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم، :دکتابونو بېلګې...

Mar 09, 2023
1,242 views

د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

 دیوښه رنځپوه ځانګړتیاوې لیکنه-وړانګه اکبرد ذده کړیالۍ له لومړۍ ورځې څخه د یو رنځپوه په مسلک پورې اړوند د خلکو، قانون او همکارانو له خوا ځینې مسؤلیتونه شته چې د رنځپوه له کاري ژوند سره دوام لري.ناروغان د رنځپوه له فکري او فني پوهې څخه پرته نور ډېر څ...

Apr 13, 2022
1,687 views

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...