کانال Canal

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 14, 2023
2 years ago
2,514 views
کانال Canal

د کانال برخه

د کانال تعریف: عبارت له هغه هایدروتخنیکي ساختمان څخه دی چې له یوې ساحې څخه بلې ساحې ته د اوبو د انتقال په خاطر په مصنوعي ډول جوړیږي.
دغه ساختمان د خپل ميل پواسطه باندې اوبه انتقالوي او عرضي مقطعې په مختلفو هندسې شکلو باندې جوړیږي لکه  مربع، مستطیل، مثلث، ذوذنقه، پارابول او نيمه داېروي).
د کانال بهترینه عرضي مقطع پارابولي او نیمه داېروي ده چې په عیني مساحت د جریان زیات مقدار انتقالوي اما د جوړونې تکنالوجې یې مشکله ده.
په ننۍ نړۍ کې مروج ترینه مقطع ذوذنقه یي مقطع ده چې په زیاتو کانالونو کې ورڅخه استفاده کیږي چې هم یې ‌ډیزاین ساده دی او هم یې د جوړونې تکنالوچې اسانه ده. 

د کانال ډولونه (Types of Canal)
په عمومي ډول کانالونه په دوه برخو ویشل شوي دي.
طبیعي کانالونه:  هغه کانالونه دي چې منظم شکل نه لري خو په اټکلې ډول د شکل د مشابهت له امله ‌ذوذنقه یي او مستطیلي ډوله مقطعو لرونکو کانالونو ته ورته شکل لري.
مصنوعي کانالونه: دا هغه کانالونه دي چې په منظم هندسي شکل سره ډیزاین شوي وي. 
د شکل له مخې په دوه ډوله دي:
ـ سرخلاصي کانالونه
ـ سربند کانالونه
سرخلاصي کانالونه:  هغه کانالونه دي چې ازاده سطحه ولري یعنې د اتموسفیر سره په اړیکه کې وي.
سربند کانالونه: هغه کانالونه دي کوم چې د اتموسفیر سره په اړیکه کې نه وي یعنې ازاده سطحه ونه لري. 
کانالونو نظر د اوبو لګولو ته په لاندې ډولونو سره ویشل شوي دي:
ـ عمومي کانالونه (Main canals)
ـ لومړۍ درجه کانالونه (Branch canals)
ـ دوهمه درجه کانالونه (Distributaries canals)
ـ ساحوي کانالونه (Filed canals)

د کانال استرکارې:
د کانال لپاره استرکاري یو له مهموکارونه څخه ده چې باید ترسره شي، ترڅو د اوبو څخه سالمه ساتنه او د هغې څخه په اغیزمنه توګه ګټه اخیستنه او له ضایعاتو څخه مخنیوي په سمه توګه ترسره شي.

د استرکارې ډولونه:
کانکریټ استر
پريکاست کانکریټ استر
د خټوکانکریټ استر
اسفالتي استر
پلاستیکې استر
دتیږو استر
د خښتو استر 
                      د استرکاري ګټې او تاوانونه
د استر کارۍ ګټې:
د کانالونو استرکاري فلتریشن کنترولوي او دهغې دفیصدۍ اندازه کموي.
د کانالونو استرکاري د کانال ظرفیت لوړوي.
د کانالونو استرکاري د اوبو په کانالونو کی سرکوب رامینځته کوی.
د کانالونو استرکاري د اوبو د نفوذ په مقابل کې یو مهم اقدام دی.
استرکاري شوي کانالونه ارتفاعي انرژي زیاتوي. 
د کانالونو استرکاري د کانالونو مقطعې ته استواري ورکوي.  
د کانالونو استرکاري د کانال د پریمنځنې او د چاودېدنې څخه مخنیوی کوي.
د کانالونو استرکاري د کانال د حفظ او مراقبت مصارف کموي. 
د استر کاري تاوانونه:
ترمیم یې ډېر سخت دی.
پوښل شوي کانالونه بې د پولې berm جوړیږي.
دا کانالونه دایمي کانالونه دي ددې انتقال یا تغیر مسیر سخت کاردی.
ددې کانالونو اعمار زیات مصارفو ته ضرورت لري.
د کانال ډیزاین:
د کانال په ډیزاین کې باید لاندې نقطې په نظر کې ونیول شي.
د کانال ظرفیت باید د پروژې مطابق وي.
د کانال موقیعت له منبع څخه.
د کانال اوبه باید له مضره موادو څخه پاکې وي.
د کانال مقطع باید د ضرورت وړ او اقتصادي وي.
د کانال د تېرېدو ساحه باید اقتصادي وي.
خو یو ښه کانال هغه کانال دی چې د منبع څخه تر اخرې نقطې پورې پکې د ضایعاتو اندازه کمه وي او د کم لوند شوي محیط پواسطه زیات د اوبو مقدار له ځانه تېر کړي. 
د جوړښت په اساس کانالونه په دوه ډوله دي
عمومي کانالونه  
ساحوې کانالونه
د عمومي کانالونو لپاره د اوږدوالې ميل له (0.0002-0.0008) اټکل شوی دی،  د ساحوي کانالونو لپاره د اوږدوالي ميل له (0.002-0.008) اټکل شوی دی.  اما د ساحوې کانالونو  لپاره بهترین ميل (0.005) دی چې  دا هم نه تخریب کوي او نه ترسوب!
دا چې کانالونه بېلا بېل عرضي مقطعو لرونکې دي نو دلته یې یواځې ذوذنقه يي مقطع مطالعه کوو.
د ‌‌ذوذنقه یې کانالونو لپاره ميل (1:1, 1:1.5  اویا هم 1:2, 1.5:1) دی چې د چپ طرف عدد افقي او د ښي طرف عدد عمودي فاصله ښیي چې هغه د کانال خاوره ته تعین کیږي. 
د ذوذنقه مقطع لرونکې کانال د ډیزاین لپاره.

Related Articles

Feb 25, 2024
1,181 views

ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 1

ستاسې دخوښې وړ تشناب ډیزاینولو لپاره  لس عناصر 10 Elements for Designing Your Ideal Bathroom:  د فعال تشناب ډیزاینول.Designing a Functional Bathroom  کله چې ستا د کور خبره راځي نو هلته یو شمیر ځایونه شته چې خصوصي دي لکه تشناب.دا یوازې د فعال ضرورت خب...

Jun 10, 2023
1,313 views

انجینری وظیفو انټرویو

د  انجینرۍ وظیفو ود تقریري امتحان(انترویو ) او ځوابونه .(لومړۍ برخه ) د نور برخو لپاره زموږ پاڼه وڅاري.  1. لومړۍ پوښتنه . د کوږوالي مومنټ (BM)  او عرضي قوه(SF)  څه شی ؟ځواب : هغه قوه چې د یو د جسم د غزیدو په طرف عمود عمل کوي عرضي قوه بلل کیږي .د بی...

Feb 25, 2024
1,292 views

جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي  په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,319 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,298 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,493 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...