مبارزه د خفګان سره

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 11, 2023
2 years ago
2,031 views
مبارزه د خفګان سره

🟥 مبارزه د خفګان سره !

1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ .

2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري .

3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده شي ، سهار تمرین وکړئ او عبادت وکړئ ، شاور وکړئ ، که څه هم زړه مو نه وي ، د لمر راپورته کېدو وروسته خوب مکوئ .

4 - د امکان تر حده د درملو ، نسوارو ، سګریټو او الکول استعمال څخه ډډه وکړئ .

5 - که اشتها مو له لاسه ورکړې وي ، نو ځان  مجبور نه کړئ چې پوره خواړه وخورئ ، ځومره چې مو زړه وي هغه اندازه خواړه وخورئ .

6 - رواني او هڅونکي کتابونه ولولئ . د خپګان د درملنې لپاره په نړۍ کې یو له غوره رواني کتابونو څخه یو راز په نوم کتاب دی " چې پښتو ژباړه شته " .

7 - که په نیمه شپه له خوبه پاڅېږئ ، بیرته کوښښ وکړه چې سمدستې ویده شي او خپل نورمال خوب وکړي .

8 - هره میاشت په منظم ډول د ویټامین ډي لرونکي خواړه وخورئ .

9 - ځان ته فرصت ورکړئ چې په فزیکي او ذهني توګه استراحت وکړئ .

10 - له خوشحاله او ځواکمن خلکو سره ودریږئ ، یا د سپورټ یا هنر ګروپونو سره یوځای شئ .

Related Articles

May 21, 2023
1,438 views

هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړونلیکوال: خان محمد تکل موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوب...

Nov 13, 2020
4,105 views

د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د...

Jan 05, 2023
5,873 views

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل   په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول،  د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم، :دکتابونو بېلګې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,265 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,284 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,442 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...