پوستکی یا جلد ساتنه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 10, 2023
2 years ago
1,913 views
پوستکی یا جلد ساتنه

پوستکی(جلد) #ورځنۍ_ساتنه
پوستکی د بدن تر ټولو ستر غړی دی (2feet  مربع) او 3,6-4kg  وزن لري او پوستکی نه يواځې دا چې بدن پوښوي او د بهرنيو مايکروبونو فزېکي عواملو او التراويلت وړانګو پر وړاندې د بدن ساتنه کوي بلکه يو شمير نورې اړينې دندې هم لري
 #لکه
د بدن د مايعاتو د ضياع مخنيوی حسيت د غړو د حرکاتو آسانول افرازې دنده معافيتي دنده اندوکرايني دنده(ويټامين ډي جوړښت)او د بدن د حرارت معين ساتل او زمونږ د ښکلا ساتل نو دا چی دا ښکلا لا نوره هم پياوړې کړو اوس به راشو د پوستکي ورځنۍ پاملرنې په اړه څو اړينو ټکو ته
1- لومړې بايد د جلد ډول معلوم کړو چی کوم ډول دی او د هغې مطابق د خپلو محصولاتو ټاکل
.حساس چی د  محصولاتو د کارولو سره سوروالی او سوی  پيدا کوي
.نورمال چې صاف او غير حساس وي
.وچ چې زيږ او خارښت ولري
.غوړ چې ځلا دار او غوړ وي
. مختلف چې ځينی ساحی وچی او ځينې غوړې وي 
. د لمر ضد کريمونو ورځنۍ استفاده چی spf ېې له 30 څخه لوړ وي چې دا د پوست د ښه ساتنې اړينه برخه ګڼل کيږي چی له دې سره پوست د التراويلت د مضره وړانګو څخه محافظه کيږي او د جلدي سرطانونو کچه راټيټيږي او بل دا چې د مخکې له وخته زړښت مخه نېسي
او له دې سره سره کوشش وکړې له پټو جامو د لمر خولۍ او چترۍ کار واخلۍ ( am10-pm4  بجې) 
.لمر ته له ډيرې ناستې ډډه کول (مګر د اړتېا په بڼه ) خصوصا د 10 نه تر 4 ځکه دې ساعاتو کې د مضره  شعاع ګانو کچه لوړه وې
.د محصولاتو د استفادې وختونه مو منظم کړۍ مثلا سهار مو د  کلنزر يا پاکوونکې لمر کریم د سترګو کرېم انتي اوکسيدانت تونر وکاروۍ او د شپې له خوا مو د ميک اپ پاکولو کلينزر مرطوبونکي اسيد سېروم د مخ غوړ او نايت کريم يا شپنې کريم او د څيرې صافونکي کريمونه 
.د شونډو پاملرنه ځکه جلدي سرطانونه په شونډو کښې هم رامنځته کيږي نو د ورځې په لړ کی کوشش وکړۍ له spf لروونکو غوړوونکو څخه ګټه واخلۍ او د وچوالي په صورت کې د شپې له خوا   غوړول
.پر مخ د لاس وهنې څخه ډډه کول ځکه له يوی خوا  پوستکی ته د مايکروبونو د انتقال سبب ګرځي او بل دا چې که مخ مو بخار لري د داغونو د جوړولو لامل ېې ګرځي 
.د پوستکی منظم چک کول او که څه نوې غير معموله وده  او يا په پخوانېو خالونو يا داغونو کښې ولری نو مونږه سره په تماس شی
 هغه وګړي چې غوړ پوستکی او ځوانکۍ لري د لبنياتو خوړلو کښې د افراط نه کوي ځکه د حيواني هرمونونو کچه يي لوړه وي او  د  جلدي غدواتو او مساماتو د راپرځونې او په پايله کښې د ځوانکيو د شدت سبب کيدلی شی او همدارنګه خواږه خواړه هم د لوړ کاربوهايدريت کچه لري چي  په خوړو کښې يې افراط نه دی پکار ځکه دا هم په  غوړ پوستکی لرونکو وګړو کښې  د بخار د شدت لامل ګرځي
.دزړښت ضد د  بعضې محصولات څخه ګټه اخيستنه شروع کړۍ لکه رتينول او رسويراټول چې يو قوي انتي اوکسيدانت دی او دوۍ د پوستي حجراتو او کولاجن د نورمالې ودی  سبب او د غير نورمالې ودې مخنيوی کوي خصوصا هغه حجرې چې د لمر د وړانګو له کبله غير عادي کيدو خوا ته روانې وي او سرطاني حجرو ته ليواولتيا ولری
.په کافي اندازه خوب ولرۍ ځکه د شپې استراحت پوستکی ته د وينې د جريان د ډيروالي او د کافی اوکسيجن او مغذي موادو  د اخيستلو اجازه ورکوي او که کولې شې دشپې محال  د مرطوبو لوشنونو او سيرومونو ګټه واخلي ترڅو پوستکی مو تازګي او رطوبت تر لاسه کړي
.د پوستکي مسامات (واړه سوري)  بايد په يوې طبي طريقې بند شي لکه پیل کول (د خفيفو اسيدو پواسطه د پوست سطحې مړه طبقه لرې کول او د نوېو کولاجن الیافو راپرځول) چې په نتيجه کښې مسامات چې د اضافي غوړ ,مړو ژوندکيو او مړو اليافو ذخيره ګاه ده له منځه وړلې شو او همدا راز بايد فيس واش (مخ مينځونکې)  مو بايد اسيدي ترکيب ولري لکه ګلايکولېک اسيد,ساليسليک اسيد يا لکتيک اسيد 
.د حد نه ډيرې سرې اوبه د مخ او ځان مينځلو لپاره مه کاروۍ ځکه د پوستکی د وچوالي او ګنځو لامل کيږې
.د لمر ضد عينکو څخه کار واخلې ځکه د لمر د وړانګو د تاثير لاندې مو د سترګو شاوخوا پوستکی ګونځې پيدا کوي څکه دا ساحه تر ټولو نازک او حساس  پوستکی لري
.ډيرې اوبه وڅکی ځکه د ډيرو اوبوڅکلو سره مايعات مغذي مواد او اوکسیجن په آسانه پوستکی کې جذبيږي او تر ټولو غوره  دا چی په پوستکي کې د هيالورونيک اسيد د کچې د ډيروالي لامل کيږی چی دا ماده خپله د پوست د ځوانې سبب کيږي
.که پوستکی مو ستړی خړ او بی ځلا وي ممکن د وجود د زينک کچه مو ټېټه وي چی بايد ورته پاملرنه وشي

Related Articles

Jun 22, 2023
1,229 views

خان اباد سربند – کندز

۲۹. د خان اباد سربند – کندز:بندونه څو ډولونه لري. یو له هغې څخه سربندونه دي چې د اوبو لګونې لویو پروژو. کانالو ته اوبه لېږدوي. د خان اباد سربند په هېواد کې یو له لویو سربندونو څخه دی چې د داود خان د واکمنۍ پرمهال، له تخار ولایت څخه په را بهېدونکي سین...

Apr 18, 2022
1,734 views

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانهنشئ!د نورو ژوند بايد‌خراب نه کړو.ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟- په پلاني ځای کې...- څومره معاش درکوي؟- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخواايله ۷۰۰۰؟!  په خدای که خو دا د ما د‌نسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څ...

Nov 14, 2020
4,167 views

له واده وړاندې عجیب رواجونه

د انسان په ژوند کې ځينې شېبې او پېښې نه هېرېدونکي وي، چې له دغو شېبو څخه واده او له واده وړاندې مراسم هم د یادولو دي. ددې مراسمو ځانګړنې په بېلابېلو هېوادونو کې توپير لري. حتی په یوه هېواد کې د مختلفو قومونو ترمنځ هم ددې مراسمو توپير ډېر ليدل کېږي. پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,515 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...