بارونه چی د پل د ډیزاین کی نیول کیږی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 09, 2023
2 years ago
1,122 views
بارونه چی د پل د ډیزاین کی نیول کیږی

12  ‌ډوله بارونه چې د پل ساختمانونو لپاره په پام کې نیول کیږي . 12 Types of Loads Considered for Design of Bridge Structures
د پل ساختمانونو د ډیزاین لپاره بیلابیل بارونه په پام کې نیول کیږي .دا بارونه  او د هغو ترکیب د کارولو په وخت  په ټولو شرایطو کې د ساختمان خوندیتوب ټاکي .د ډيزاین بارونه باید په سم ډول وټاکل شي.په پل باندې بیلابیل واردیدونکي بارونه دلته تشریح شوي .
1. مړ بار 
2. ژوندی بار .
3. د ټکان بار.
4. باد بار .
5. طولاني قوې .
6. فرارالمرکز قوې .
7. د ډوبیدو ضد اغیز.
8. د اوبو جریان اغیز.
9. حرارتي اغیزې.
10. تغیر شکل او افقي قوې .
11. دودریدو تشنجات .
12. سیسمیکي بارونه .
1. مړبار . Dead Load
مړ بار نور څه نه دی د پل د عناصرو خپل وزن دی .د پل بیلابیل عناصرو کې د پل سلب ،پوښونکی قشر ،کټاره ،پاراپیټ ،او نورواحدونه .دا بار دپل په ډیزاین کې لومړنی بار دي جې محاسبه کیږي .
2. ژوندی بار . Live Load    
په پل باندې ژوندی بار ،هغه متحرک بار دی چې د پل په اوږدو کې عمل کوي .متحرک بار کې وسایطو وزنونه ،د پلیو تلونکو خلکو وزن راځي ،مګر ستونزمنه ده چې د  خوندي پل د ډيزاین لپاره یوډول وسایط غوره شي .نو IRC  ،د ژوندي بار په توګه یوشمیر وسایطو سپارښتنه کوي کوم به چې په پل باندې د هرډول وسایطو د تګ پروړاندې خوندي پایله ورکړي.د وسایطو بار په درې کتګوریو کې ویشل کیږي او دا په لاندې ډول دی .
  د  IRC د  AA  کلاس بار .
د  IRC د  A  کلاس بار .
د  IRC د  ‌B  کلاس بار .
د  IRC د  AA  کلاس بار .
دا ډول بارونه د نوو پلونو په ډیزاین کې په پام کې نیول کیږي په ځانګړي ډول درندو بارونو پلونو لپآره لکه لویې لارې پلونه ،د د ښارونو پلونه ،صعنتي ساحو پلونه او نور .په AA  کلاس بارونه کې معمولا دوه دوله وسایط په پام کې نیول کیږي.
o Tracked type
o Wheeled type

 
 
د IRC  د  A  کلاس بارونه .
دا ډول بارونه په هرډول دایمي پلونو په ډیزاین کې کاریږي .دا د پل لپاره سټنډرډ بار نیول کیږي .کله چې پل ډيزاین کیږي او AA  کلاس بار کاریږي نو باید د A  کلاس بار لپآره هم چک شي .
د   IRC د  B کلاس بارونه .IRC Class B Loading    
دا ډول بارونه د موقتي پلونو د ډيزاین لپاره کاریږي لکه د لرګي پل .دا سپک بار ګڼل کیږي .هم د IRC   A کلاس او هم B  کلاس په لاندې شکل کې ښودل شوی .
 
3. د ټکان بار . Impact Loads
په پل باندې ټکان بار د هغه ناڅاپه بارونو له امله وي چې په پل باندې د وسایطو د حرکت له امله وي .کله چې ټایر ویل یا څرخ په حرکت کې وي نو ژوندی بار به په متناوب ډول تغیر وکړي کوم چې د ټکان بار لامل ګرځي .ددې لپاره چې ټکان بار په پام کې ونیول شي د ټکان فکتور په پام کې نیول کیږي .د ټکان فکتور په څو فکتورونو پورې اړه لري لکه د وسایطو وزن ،د پل وایه ،د وسایطو سرعت او نور .د ټکان فکتورد بیلابیلو بارونو لپآره په لاندې ډول دی .د بار فکتور تر 9m  پورې تر 25%  پورې نیول کیږي .

 
  د ټکان فکتور .  If = A/(B+L)
L  وایه په متر .
A    او B   ثابتونه .
د  RCC  لپاره  A=4.5    B=6    او  د فولادو لپاره   A=9   B=13.5
همدارنګه  د ټکان فکتور د نورو ساختمانونو لپآره نیول کیږي .
د بستر بلاک  لپاره . , If = 0.5
د بره ساختمان لپاره  تر 3   ژوروالي پورې  If = 0.5 to 0
د بره ساختمان لپاره  تر 3   زیات ژوروالي لپاره  If = 4 to 0
4. د باد بار . Wind Loads
د پل په ډيزاین کې باد بار ډیرمهم فکتور دی .د لنډو وایو لپآره باد بار کیدای شي له پامه وغورځول شي.مګر د متوسطو پایو لپاره باد باید په پام کې ونیول شي.د اوږدو وایو لپاره باد بار ساختمان بره برخې ډيزاین لپاره په پام کې نیول کیږي .
 
5. طولانې قوې. Longitudinal Forces
طولانې قوې په پل باندې د وسایطو د بریک نیولو او اکسلیتر له امله منځ ته راځي .کله چې وسایط ناڅاپه ودریږي او یاهم ناڅاپه اکسلیتر ورکول کیږي په پل باندې طولانې قوې واردیږي .نو IRC  سپارښتنه کوي چې د ژوندی بار 20% د طولانې قوو په توګه ونیول شي.
  6. فرارالمرکز قوې . Centrifugal Forces
که پل په افقي ګولایی کې جوړیږي نو وسایطو حرکت به په ګولای کې د فرارالمرکز قوې لامل شي .فرارالمرکز قوې په لاندې ډول محاسبه کیږي .
C (kN/m) = (WV2)/(12.7R)
W = live load (kN)
V = Design speed (kmph)
R = د ګولایی شعاع  (m)
 
7. د ډوبیدو ضد اغیز. Buoyancy Effect
ډوبیدو ضد اغیز د غټو پلونو لپاره کاریږي چې ډیرو اوبو کې ډوب وي .
8. د اوبو د جریان قوې . Forces by Water Current
کله چې پل د سیند لپاسه جوړیږي ،د ساختمان یو شمیر برخې په اوبو کې ډوبې وي .د اوبو جریان په ډوبو شوو برخو افقي قوه واردوي .د اوبو د جریان له امله قوې د اوبو بره لیول کې ترټولو زیاته او لاندې او یا هم بستر لیول کې صفر ده .د اوبو د جریان له امله فشار .P = KW [V2/2g]
P = pressure (kN/m2)
    K  =ثابت .W    =  د اوبو وزن .V   = داوبو سرعت . G  = د ځمکې جاذبې له امله تعجیل .
9.حرارتي تشنجات . Thermal Stresses
حرارتي تشنجات د تودوخې له امله منځ ته راځي .کله چې تودوخه ډيره لوړه او یا ډیره ټیټه وي نو دو پر پل باندې تشنجات واردوي .دا تشنجات کششي تشنجات وي نو کانکریټ نه شي کولی پروړاندې یی ودریږي او درزونه کوي .ددې لپاره چې ددې پروړاندې مقاومت وشي پراساسي سیخانو عمود اضافي سیخان ورکول کیږي .انبساط جینټ هم ورکول کیږي .
 
10. سیسیمیکي بارونه . Seismic Loads
کله چې پل په سیسمیکي زونو یا د زلزلې په ساحو  کې جوړیږي د زلزلې بارونه باید په پام کې ونیول شي.دا هم عمودي او هم افقي قوې واردوي .ددې له امله د منځ ته راغلو قوو اندازه د ساختمان په خپل وزن پورې اړه لري.که وزن زیات وي دا قوې به هم زیاتې وي .
 
11. تغیر شکل او افقي اغیزې . Deformation and Horizontal Effects
تغیر شکل د موادو په خواصو کې د دداخلي او بهرني خواصو د بدلون له امله وي .دا بدلون کیدای شي انقباض وي ،کریپ وي او یا نور څه وي .همدارنګه کیدای شي د تودوخې د بدلون له امله افقي قوې تغیر وکړي .نو دقوې باید په ډیزاین په پام کې ونیول شي .
12. د ودرولو تشنجات . Erection Stresses
د ودرولو تشنجات د پل جوړونې پرمهال د ساختماني وسایلو په واسطه تولیدیږي .دا کیدای شي عناصرو ته په مناسبو اتکاو په ورکولو سره دفع شي.

Related Articles

Sep 17, 2023
1,330 views

Essay on Biodiversity

Khalid Razique   Biodiversity is a term made up of two words - Bio meaning Life, and Diversity meaning Variety. The term biodiversity refers to the variety of life on Earth. Plants, animals, microbes, and fungi are all examples of living species on...

Sep 21, 2021
3,269 views

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي. پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلود...

Nov 17, 2021
2,016 views

د هاضمې ځینې ستونزې او د درملنې طبیعي لارې يي

د هاضمې خرابوالی یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه دی چې د مختلفو لاملونو له امله پیښیدی شي.دلته مو د هاضمې له ځینو عامو ناروغیو او د هغوي د درملنې طبیعي لارو سره اشنا کوو: اسهالهغه کسان چې د اسهال په ناروغۍ اخته وي باید د پروټین (Protein) استعمال زیات کړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...