افغانستان د بندونو د زېرمو حجم

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 08, 2023
2 years ago
1,434 views
افغانستان د بندونو د زېرمو حجم

د افغانستان د بندونو د زېرمو حجم:
۱. کجکي په هلمند کې ۱.۵ میلیارد متر مکعبه
۲. دهله په کندهار کې ۱ میلیارد متر مکعبه
۳. افغان-هند دوستی (سلما) په هرات کې بند ۶۶۰ میلیون متر مکعبه
۴. نغلو په کابل کې ۵۰۰ میلیون متر مکعبه  - د سروبي او دورنټې بندونه لږ زېرمه لري او اوبه یې نغلو ورته تنظیموي.
۵. سردې په غزني کې ۱۶۵ میلیون متر مکعبه
۶. د کمال خان بند ۵۲ میلیون متر مکعبه،
۷. د چک بند په وردګ ولایت کې ۳۶ میلیونه متر مکعبه، خو اوس یې زېرمه ډکه شوې او د بند د ترمیم چارې په نیمه کې پرېښودل شوې.
۸. د قرغې بند په کابل کې ۹ میلیون متر مکعبه،
۹. بند امیر په بامیان ولایت کې، چې د څو طبیعي جهیلونو مجموعه ده او د اوبو د حجم په اړه یې کره ارقام نشته.
۱۰. د سلطان تاریخي (۱۰۰۰ کلن) بند په وردګ ولایت کې چې د زېرمې په اړه یې کره معلومات نشته او ډېره ډکه شوې.
۱۱. د پلخمري لمړی بند په بغلان کې ۵ میلیون متر مکعبه، د بند د سیند په اوبو برېښنا تولیدوي او د پلخمري دوهم بند ته هم اوبه تنظیموي. 
۱۲. د سوختوک بند په دایکندي کې ۶ میلیون مترمکعبه، 
۱۳. د سرحوض بند په فاریاب کې ۵ میلیون مترمکعبه،

دا د دغو بندونو د زېرمو لومړنی ظرفیت دی چې اوس یې ځینې برخه خاورو ډکه کړې. د نورو بندونو نومونه چې یادېږي هغه یا تر کار لاندې و چې اوس یې چارې په ټپه ولاړې دي او یا هم یوازې پلان کې دي. په بدخشان کې د شورابک کوچنی بند زېرمه نلري او د سیند په بهیر برېښنا تولیدوي! 
طبیعي جهیلونه ځینې وچ شوي، او ځینې یې په غرونو کې دي چې څوک یې ډېر نه پېژني. د آب ایستاده جهیل د غزني په پای کې شته چې وروستیو اورښتونو یې د اوبو کچه لوړه کړې.
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

Sep 30, 2023
1,900 views

د امریکا ګرین کارت لاټری

# دامريکا متحده ایالاتو د ګرین کارت لاټري راجسټریشن مرکز🇺🇸دقيق، سريع او باوري نوم ليکنه.  ✅ د متحده ایالاتو د شنه کارت د ثبت شرایط  1. لږ تر لږه 18 کلن وي. 2. ډیپلوم 3.  2 کلنه کاري تجربه ولري. 4. د وړ هیوادونو څخه اوسئ.  ✅ د لاټري معلوماتو ته ا...

May 08, 2022
2,327 views

نامسلمانې مور د ماشوم کیسه

نامسلمانې مور د ماشوم کیسه یو کوچنی ماشوم د فرانسې هېواد پاریس ښار کې یو مسجد ته ننوت او د مسجد امام ته یې ووېل: مور مې زه رالیږلی یم چې تاسو سره سَبق ووایم او له تاسو زده کړه وکړم، امام ووېل: نو مور دې چېرې (چېرته) ده؟ څوک به د ولي په توګه ستا ل...

Feb 26, 2022
2,062 views

فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,525 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,895 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...