واش برخی ‌ډیر مهم سوالونه او ځوابونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 19, 2023
2 years ago
1,556 views
واش برخی ‌ډیر مهم سوالونه او ځوابونه

د واش برخی ‌ډیر مهم سوالونه او ځوابونه
‍۱- د اوبو د مصرف نورم تعریف کړی ؟
ځواب: د یو نفر د اوبو مصرف په ۲۴ ساعتونو کی یا په یوه شپه او ورځ کی د پخلی، څښاک، اودس ،حمام او څارویو ته اوبه برابرول د اوبو د مصرف د نورم په نوم یادېږی ، چی په مختلفو شرایط پوری اړه لری لکه د سرچینې د اوبو مقدار اوکیفیت ، د ژوند کولو معیار او ځینې داسې نور موارد. 
۲- میټرلرونکی شبکې کوم ډول پروژې دي؟
ځواب: میټر لرونکی شبکې هغه پروژې دی چی اجزآ وی یی سرچینه ،مخزن او په کوڅوکې پایپونه وي ، چی هر کور د شبکی سره وصل دی. د اوبو د مصرف د معلومیدو او د عواید د تر لاسه کولو لپاره په هر کورونو کی میټرونه نصب لګول کږي.

۳- نلکه لرونکی شبکې کوم ډول شبکې دی ؟
ځواب: ځینې شبکې داسې شرایط لری چې د کورونو اتصال د شبکې سره خورا مشکل وي او یا هم د مېټرونود  نصب امکانات نه وي لکه زیات میل لرونکی ساحې او داسې نور. اوبو ته د لاس رسی لپاره په کوڅو او کورونو کی نلکې نصب کیږی چې د امکان تر حده ۵-۶ کورنو به له یوه نلکې څخه اوبو ته لاس  کوي. خو که چیرته پروژې ته د واټر پمپ په مرسته اوبه پمپ کیږي نو بیا عمومی نلکې ته د میټر نصب حتمی دی .
۴- د پاکو اوبو رسولو د پروژې تعریف څه دی؟
ځواب: هغه علمی او تخنیکی څيړنه چې وکوالای شی مصرف کوونکو ته د هغه د ضرورت اوبو منبع  ولټوی استخراج، تصفیه او تقسیم یی کړی د اوبو د رسولو د پروژې په نوم یادیږی.
۵- د سروی ټیم په ساحه کی په کومو برخو کی تحقیقات کوی او کافی معلومات را ټولوی؟م
ځواب: د سروی ټیم په ساحه کی په لاندی برخو کی تحقیقات کوی.
۱-د اوبو د سرچینو په اړه څېړنه کوی.
۲- د موجوده د اوبو د سرچینو په اړه.
۳- د سرچینواندازه د ابو اندازه  کول کې شونی وي.
۴- د باور وړ سرچنیو مشخص کول
۵- د هغه خلکو د نفوس شمیرل چی اوس مهال په کلی او یا ساحه کی ژوند کوي
۶- د اوبو د کیفیت پیژندل 
سوال : د کلیو لپاره د اوبو سرچینه په څو ډول ده؟
جواب:  څاه ، چینه، کاریز ، ویاله ،سیند
سوال : ددي لپاره چی د اوبو د طبقاتو ‌ذخامت ،کمیت او کیفیت په دقیق ‌ډول معلوم شی کومې کړنې ترسره کیږی ؟
جواب: د اوبو د طبقاتو ‌ذخامت ،کمیت او کیفیت په دقیق ‌ډول معلومیدو لپاره کوولای شو له هایدروجیولوجیکی ،جیوفیزیکی او جیولوجیکی طریقو څخه ګټه واخلو او د هغه په اساس د څاه لپاره مناسب محل انتخاب کړو.
سوال : د څاه ګانو د مناسب موقعیت د انتخاب لپاره کوم فکتورونه په پام کې نیول کیږی؟.
۱- د موجوده څاه ګانو ابدهی څېړل، لکه د اوبو ګل ، د اوبو د استخراج ظرفیت او داسی نور.
۲-د ټولنیزو مشکلاتو حل او څاه د وقف شوی ځای سند اخیستل.
۳- د ساحه جیولوجیکی حالت څېړل او د حالت سره سم د برمې انتخابیدل.


د سیول انجنیری معلومات

 

Related Articles

May 06, 2021
1,684 views

پس از استعمال

پس از استعمال مصطفی عمرزی منظورم از عنوان این مقاله، پس از استفاده ی جنسی نیست. در این اواخر بعضی از هموطنان ما شکایت می کنند که تلویزیون محلی «یک»، مغرضانه به مسایل قومی، دامن می زند. من مدت کوتاهی در اوایلی که این تلویزیون، آغاز به فعالیت کرده بو...

Dec 13, 2020
4,592 views

د ملګرو په انتخاب کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

دا چې انسان ټولنيز موجود دی نو تل له نورو سره اړيکو ته اړتيا لري. په دې ډله کې ملګري هم له يوه ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي. موږ او تاسو ټول له کورنۍ او خپلوانو وروسته، اړ یو چې له ځينو ملګرو سره هم اړيکې لرو. خو د ملګرو په ارزښت او د هغوی په ټاکلو کې د...

Aug 04, 2024
2,670 views

مرض های بانجان رومی

معرفی مختصر درباره امراض های بادنجان رومی یا بادنجان سرخ چندین مرض وجود دارد که بالای بادنجان رومی حمله میکند فقط میخواهم یکی از این مرض ها را برای شما دهاقین و باغداران عزیز بطوری خلاصه معلومات بدهم.مرض قرغنه بادنجان رومی یا بادنجان سرخ:مرض قرغنه با...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,022 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...