اوسپنیزکانکریټي کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست.

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 19, 2023
2 years ago
1,006 views
اوسپنیزکانکریټي کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست.

د اوسپنیزکانکریټي (RCC)  کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of  RCC Work
کله چې د اوسپنیزکانکریټو کارونو د کیفیت کنترول  له کانکریټ اچولو وړاندې چک کوو ،غوره داده چې دچک کولو لپاره یو لست له ځانه سره ولرو کوم چې باید چک او کنترول شي ،ځکه هغه وخت  مونږ ته یاد نه وي څه چک کړو .دا لست په لاندې ډول .
1. د کانکریټو کار وړتیا لپاره په مناسبو انتروالونو کې سلمپ ازمایښت ترسره کړۍ .
2. کله چې د کانکریټو فشاري محکمیت د ازمایښت لپاره مکعبې نمونې اخستل کیږي ،باید د 7  ،21  ،او 28 ورځو محکمیت یې مالوم شي .
3. دسیخانو د فزیکي ازمایښت تاید له اړونده کس څخه چې سیخان تولیدوي او یا یې پروژې ته ورکوي ترلاسه کړۍ .
4. ډاډ ترلاسه ترلاسه کړۍ چې د سیخانو تړلو لپاره مناسب اندازه تړونکی سیم(binding wire) کارول شوی .
5. د ګژدمونکو سایز او اندازه چک کړۍ .
6. د کانکریټو د سیخانو لپآره مناسب محافظوي قشر د spacer  په ورکولو سره چک کړۍ.
7. د سیخانو ترمنځ فاصله او قطر د نقشې مطابق وګورۍ.
8. دچنګکونو ورکول او اوږودوالی او یو بل کې تیرول (Overlap)  وګورۍ .
9. دشټرنګ  افقي &عمودي سیده والی ،محکمیت او په مرکزیت ساتل وګورۍ .
10. د برق لین تیرلو او د هغې د نقطو لپاره ځایونه د نقشې مطابق چک کړۍ.
11. وګورۍ چې د مقطعې پلنوالی د ویبراتور کارولو مناسب اندازه دی یا نه .که ضرور وي د تغیر په اړه له اړونده شخص سره مشوره وکړۍ .
12. کانکریټو ته د اوبو ورکولو په اړه ډاډ ترلاسه کړۍ .
13. د ساختماني او انبساطې جینټونو د موقیعتونو مناسب والی وګورۍ چې د نقشې مطابق دی اوکه نه .
14. د سلب لپاسه د کارونو د څار لپاره دتګ راتګ مناسب ترتیب برابرکړۍ چې د سیخانو موقیعت او سیده والی ته زیان ونه رسیږي .
15. د بیمونو ژوروالی او پلنوالی وګورۍ .
16. د کانکریټو پورته کوونکي لفت اندازې او عمودوالي چک کړۍ .
17. د بیمونو څنګونه باید مطلق عمود شاقول او سیده وي .
18. کله چې کانکریټ اچول کیږي د تګ راتګ لپآره لرګینې تختې (plank)وکارول شي .
19. په کانکریټو کې د سوړ  جینټ (Cold joint)دمخنیوي لپاره کانکریټ په تسمو(strip)  شکل واچول شي.د راتلونکې تسمې کانکریټ باید  د30  دقیقو په دننه کې واچول شي که بیا کیدای شي  دوه ټاټکي کانکریټ په اخرې برخه کې واچول شي او ویبراتورشي  څو د سوړ جینټ منځ ته راتلو مخه ونیول شي.
20. د کانکریټ اچولو پروخت لومړی د بیمونو او بیا د سلبونو کانکریټ واچول شي.
21. د کانکریټو په ساحه کې اضافي ویبراتور او ستنې یې وساتل شي .
22. له 1m  زیات لوړوالي څخه د کانکریټو له اچولو ډډه وشي ځکه په دې سره پّ کانکریټو کې جلاوالی (segregation )  
پیداکیږي .
انجنیر محمد فرید عاطف

Related Articles

Jul 06, 2020
6,650 views

خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟

څوك خپه كېږي او ولې؟  خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل  پر ټولو يو ډول دى . خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي . دغ...

Jan 16, 2022
1,550 views

کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ! دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه و...

Jun 25, 2022
1,890 views

How to preview a reading

Before you begin to read, it is very helpful to preview your reading to get a general idea of  the topic and how the reading is organized. Previewing a reading makes your reading easier and your comprehension better. Previewing gives you a better id...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...