د خښتو په هکله پوښتنې اوجوابونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 10, 2023
2 years ago
2,465 views
د خښتو په هکله پوښتنې اوجوابونه

دخښتوپه هکله پوښتنې اوجوابونه

سوال: خشت کاري باید په یوه وخت کې د څومره نه لوړه نکړو؟
ځواب: 1m څخه 
سوال: خشت کاري باید لږ تر لږه څومره موده لمده وساتل شي؟
ځواب: 10 ورځې
سوال: د تازه خشت کارۍ پروټکشن واضح کړئ؟
ځواب: د ګرد،باران او نورو اغیزمنونکو عواملو نه یې ساتل
سوال: د خشت کارۍ د بافت ډولونه څو او کوم دي،او هم د خشت کارۍ انګلیسي بافت شرحه کړئ؟
ځواب: پنځه ډوله د خشت کارۍ بافته لرو چې عبارت دي له:
English bond 
Common bond 
Flemish bond
Running bond 
Garden bond
English bond: 
د خشت کارۍ انګلیسي بافت مستقیم جاینټونه نلري،او معمولاً د دیوال په شروع او یا هم ختم کې د خښتې له قطع شوې ټوټو څخه ګټه اخیستل کیږي،دې میتود ته د خشت کارۍ د بافت انګلیسي میتود وایي، دا میتود په نړيواله سطحه دخشت کارۍ د بافت یو له قويترینه میتودونو څخه دی چې زیات کاروونکي لري
سوال: په افغانستان کې د خښتو لرغونی ابعاد ذکر کړئ
ځواب: د افغانستان د خښتو لرغونی ابعاد عبارت دی له:
1. د خښتې طول 50cm
2. د خښتې عرض 22cm
3.  د خښتې ضخامت 12cm

سوال:دخښتې باید په یو سانتي متر مربع کې څومره مقاومت ولري؟
ځواب: 105kg/cm2
سوال: د خښتې په خاوره کې مضره مواد کوم دي؟
ځواب: جغل باید ونلري،ځکه فشار په غیر مساوي ډول تقسیموي القلي باید ونلري،ځکه د هوا نه لمدبل را جمع کوي او د خښتې پر مخ سپینه طبقه جوړوي
عضوي مواد باید ونلري،ځکه د تودوخې ورکولو په وخت عضوي مواد سوزي، او د خښتې داخل خالي پاتې کیږي چې داپخپله د خښتې مقاومت زیانموي
کیمیاوي مواد او سلفیټونه باید ونلري
سوال: مخکې د خښتې د تولید(Selection Of Soil For Brick Production) څخه د خاورې انتخاب څرنګه کیږي؟
ځواب: د هغه ساحې څخه چې خښته تولیدیږي دیو فټ مکعب په اندازه خاوره د څاه په ډول د 5 فټو په ژوروالي را اخیستل کیږي لمړي په لمر کې وچیږی، بیا ټکول کیږي تر څو په پوډرو بدله شي او بیا پرې لاندني ټسټونه اجراء کوو
د مالګې د تاثیر امتحان (Salt Test)
د چونې د ډبرو د تاثیر امتحان (Effect and Test of Lime Stone)
د پلاستیکیت امتحان (Effect and test of Plasticity)
د قالب امتحان (Molding Test)
د انقباض او تغیر شکل امتحان (Shrinkage and Deformation Test)
سوال: هغه خاوره چې څومره قابل حل مالګې ولري د خښتو د جوړولو لپاره مناسبه نده؟
ځواب: 0.25%
سوال: د خښتې وزن باید د څومره نه اضافه نه وي؟
ځواب: 3kg
سوال: د خښتو په قطارونو کې د مصالې درز باید څومره وي؟
ځواب: د 1/2--3/8 انچه پورې،چې د درز اندازه د خښتې په نوعیت پورې هم اړه لري
سوال: د پخو خښتو لپاره مونږ امتحانات(ټسټونه) لرو؟
د مقاومت امتحان (Crushing Strenght)
د اوبو د جذب امتحان (Water Absorvation)
د خښتې پرمخ د سپینوالي د پیداکولو امتحان(Efflorescence)
د خښتې جوشول
سوال: د خښتې پرمخ د سپینوالي د پیداکولو امتحان څرنګه کیږي؟
په یو لوښي کې 15cm قطر 30cm لوړوالی ولري تر 25cm پورې یې له اوبو ډکوو، تر 30 درجې د سانتیګریډ حرارت لاندی یوه خښته پکې تر هغه ږدو چې تر څو ټولې اوبه جذب کړي که چیرې د خښتې پرمخ سپینوالی ولیدل شي،نو داسې نتیجه ترې اخلو.
(0%) Nill
(10%) Slight
(50%) Med
د (50%) څخه زیات  Heavy
سوال: د خښتو لپاره څومره ضایعات په نظر کې نیول کیږي؟
ځواب: 5%
سوال: خامه خښته کې د امونیا مقدار زیاتوالی خښتې ته کوم زیان رسوي؟
ځواب: تر وچیدلو وروسته درزونه پیداکوي
سوال: د کوم ټسټ پواسطه کولی شو،د خښتې مقاومت بهتر کړو؟
ځواب: د پلاستیکیت ټسټ پواسطه

Related Articles

May 06, 2021
1,702 views

پديده هاي منفي و مثبت

پديده هاي منفي و مثبت مصطفی عمرزی در جامعه ي ما كه رواج نفي و انکار، حاكميت تمام دارد، درکی به درستی و گسترده گی به ميان نيامده كه مسایل را باید در ابعاد مثبت و منفي آن ها بررسي کنیم. سال هاي زيادي ست كه پديده هاي جالبي چون ويديو و تلويزيون در ميان...

Aug 08, 2020
2,891 views

مديريت Management

دوهمه برخه قدرمنو مينوالو د مديريت د زده کړي په دوهمه برخه کي د مديريتي نقشونو او مديريتي مهارتونو سره به اشنا سو.   لومړۍ موضوع:مديريتي نقشونه د مديريت دعلم د څېړونکي هنری منتسبرګ په نظر په يو سازمان کي د مدير لس ځانګړي نقشونه دي چي دا نقشونه په...

Nov 16, 2020
2,275 views

شانس های اتفاقی

شانس های اتفاقی (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی با چاپ و انتشار کتاب «احمد شاه مسعود به روایت همسرش»، آن رُخ سیاسی این پرونده نیز رونما شد که در سایه ی نیرو های خارجی، مثال ها دارد. ظاهراً نشان دادن چهره ی دیموکراتیک از تنظیم هایی که پس از سقوط طالبان، ه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,516 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...