په ساختمان کی پټ بیم څه ته وایي؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 01, 2023
3 years ago
1,494 views
په ساختمان کی پټ بیم څه ته وایي؟

پټ بیم څه ته وایي؟

پټ بیم هغه بیم ته ویل کیږی، چې ضخامت یې د سلب د ضخامت سره مساوی وی. پټ بیم ته concealed beam هم وایې.
عموما  بیم د سلب د ضخامت څخه زیات ضخامت لری خو پټ بیم د سلب ضخامت سره یو شان ضخامت لري مګر د هغه سیخ بندی د سلب څخه جدا ترسره کیږی او د نورمال بیم په څیر ګژدمک او طولانی سیخان لری ،نو ځکه د کانکریټو اچولو څخه وروسته نه لیدل کیږی. او په سلب کې پټ وی.
پټ بیم عموما په Suspended slab  کې اچول کیږي  او تجارتی ودانیو کې د تطبیق وړ دی.

د پټ بیم مقاصد 
پټ بیم د لاندی مقاصدو لپاره استعمالیږی:
۱- د سلب په اتکاوو د وزن ویشل 
۲-  د تطبیقې اندازې لپاره د سلب wide panal ماتوی
۳- د چت لوړه ارتفاع لاس ته راوړل
۴- د الکترومیخانیکی نل کارۍ لپاره لار جوړونه 
۵- د مهندسی د ښکلا لپاره 
د پټ بیم ګټې
۱- د چت د ارتفاع لوړوالي ساتي 
۲-د سلب د پاسه خشت کارۍ ته اجازه ورکوی.
۳-د مواد قیمت، شترینګ او مزدورکارانو لپاره اقتصادی دی.
۴- داخلی ښکلا ورکوی 
د پټ بیم تاوانونه
د ساختمان له نظره د ساختمانی اتکاوو د ښې اړخ  په وایه کې مشکل پیدا کوی یعنی په ساختمانی ډول یو سلب د بل سلب سره انتقالوی .

Related Articles

Mar 09, 2023
2,845 views

وظایف انجنیر ساحوی

#وظایف انجنیر ساحوی (Field Engineer's Responsibility) Collector By : 👷❤📚🖋Arch Nasser Mansoor ➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖ 1-وظایف شخصی(personal Responsibility)2- وظایف ساحوی (Site Responsibility) 3- وظایف دفتر (office Responsibility) 4- وظایف مشترک(com...

Jul 08, 2020
4,755 views

د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او...

Dec 02, 2020
3,032 views

د بريالي زده کړيز سفر لارې چارې

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د زده کړو ښه سیستم لري. زده کوونکي او زده کړيالان یې په شعوري توګه د ځان پوهولو لپاره زده کړې کوي. مګر برعکس په وروسته پاتې هېوادونو کې زده کړيز سیستم بېخي یا هم تر یوه بریده ناسم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د ښ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,199 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...