ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

M
Muhammad ilyas
Author
Jan 22, 2023
3 years ago
1,126 views
ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم

 

نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالے دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو

ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو په ھال کښې موجود زده کونکو او نورو استاذانو په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د دغه سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل 

 

په اخير کښې د هغه د پي ایچ ډي مشر ازميښت اخستونکي سوال اوکړو چي د هلک او جينۍ پيدائش د مور او پلار د کوم کروموسوم د‌وجي کيږې ؟ 

 

ننګيال په جواب کښې اووے چي د هلک او جينۍ په پيدائش کښې په ‌هر صورت کښې د مور له اړخه ايکس کروموسوم وي او د پلار د اړخه ياخو  ايکس کروموسوم وي او يا وائي . اوس که جينۍ پيدا کيږي نوهغه د پلار د ايکس کروموسوم له وجي کيږي او که هلک وي نو د پلار د‌اړخه په هغې کښې وائي کروموسوم شامل وي. 

د‌ ننګيال د دغه جواب په اوريدو د هغه د پي ايچ ډي مشر ازميښت اخستونکي ننګيال ته د‌هغه د مقالے په کاميابه دفاع مبارکي ورکړه . او ننګيال ډاکټر شو  

 

د پي ایچ ډي کولو نه پس ننګيال ته په يونيورسټۍ کښې د پروفيسر نوکري ميلاؤ شوه.  او بيا يو کال پس چي کله د ننګيال دويمه لور اوشوه نو سخت خفه شو او د خپلي ښځي سره ئي خبري هم بندي کړے په دے وجه چي لور ئي شوي وه . ښځي ورته ډير اووئيل چي ستا زما سره ولي ورانه ده په دے کښې زما څه قصور دے خو ننګيال چرته منله . 

 

د ژوند ورځي شپې تيريدے  او ننګيال ځان له دويم واده هم اوکړو په دے غرض چي نارينه اولاد‌ مي اوشي خو د‌دويمي ښځي نه هم د ننګيال لوڼه اوشوے. خو د‌ننګيال د‌خپلي اولنۍ ښځي سره اوس هم ورانه ده.

 

او نن هغه ورځ هم راغله چي ننګيال خپل  ايکي يو ځوي له واده اوکړو. ډير خوشحاله وو چي اوس به مي د خيره نمسي اوشي .خو د‌ واده نه پس ننګيال د‌ پلار نه‌ بيل شو ځکه چي د‌ننګيال هم اولنۍ لور شوي وه او پلار به ورته هر وخت پيغور ورکوؤ چي لور دي شته او ځوئ دي نشته 

 

د‌ ځوي د‌ بيلتون نه پس ننګيال بيمار شو اوس به د هغه خيال د‌هغه‌ مشري لور ګل څانګي ساتلو کومه چي په ميډيکل کالج کښې د ايم بي بي ايس د څلورم کال زده کوؤنکي وه .  نن ګل څانګي د پلار نه تپوس اوکړو چي بابا په کومه خبره چي ستا زما د‌مور سره ورانه ده هغه خو ستاسو د پي ایچ ډي مقاله وه او تاسو ثابته کړي هم وه چي دا ټول کمال د پلار په کروموسوم کښې وي نو بيا تا زما د مور سره دا دومره موده په څه ورانه وه  ؟

د ننګيال سره جواب نه وو او د شرمه نه ئي دا هم نه شو ويئلے چي ګني دا د پلار د‌کروموسوم وجه نه ده ځکه‌ چي يو خوا د هغه لور هم  پوهيده ځکه چي پخپله ئي په ميډيکل کالج کښې سبق وئيلو او بل خوا ننګيال ته هم پته وه چي دا خو ټوله د وائي کروموسوم وجه ده کوم چي په پلار کښې وي. د‌ ننګيال په سترګو کښې غټې غټې اوښکي وے ځکه چي نن د‌هغه خدمت ايکس کروموسوم کولو . يعني د هغه لور د هغه خدمت ته ولاړه وه 

 

‌د‌يو سوړ اسويلي نه پس ئي په ژړا کښې ئي خپلي لور ته‌اووے چي مور ته دي اووايه چي بابا معافي غواړي.ځکه چي د ثبوت باوجود ما د هغه سائنس نه انکار کولو د کومي په تحقيق چي ماته د ډاکټرۍ ډګري ميلاؤ شوي وه . 

 

ننګيال خپلي لور ته ويئل چي بچے کله کله مونږ  خپل جهالت ته د پښتو ، غيرت او ننګ نومونه ورکوؤ خو په اصل کښې داسي نه‌ده .او بيا ورته ‌په ‌ژړا کښې لګيا شو چي  زه نن ډاکټر شوم ځکه چي زه د‌ قدرت په نظام او د خپل تحقيق په مطلب نن پوهه شوم ..

Related Articles

Jul 17, 2022
2,140 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Feb 26, 2023
1,168 views

گذر زمان بهترین معلم است || Passage of time, is the best teacher

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar هنگام که این سطرها را مینویسم ۳۱ سال سن دارم و تا مقطع کارشناسی ارشد در رشته حقوق خصوصی درس خوانده‏ام که تا این درجه تحصیل در افغانستان معم...

Dec 17, 2020
2,264 views

د مالګې عمده زيانونه

آیا کله مو داسې خواړه خوړلي، چې مالګه په کې کمه او یا بېخي نه وي؟ که خوړلي مو وي، حتما به یې بېخوندي تر اوسه په یاد لرئ. مګر دا هم مه هېروئ، چې ډېره مالګه خوړل مو روغتيا ته زیان رسوي. موږ په دې لنډه لیکنه کې هڅه کړې، چې د مالګې عمده زیانونه درته روښا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,024 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...