To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 1,377
د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

د امریکا انتخابات؛ ولسمشر څنګه ټاکل کیږي؟

ځينو ملګرو په دې اړه پوښتلی وم، لنډ وضاحت لیکم:
د امریکا د استازو مجلس ٤٣٨ څوکۍ لري او دا څوکۍ د هر ایالت د نفوس په تناسب مشخصې دي. په دې کې د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي چې ایالت نه دی درې څوکۍ هم شاملې دي. د امریکا سنا ١٠٠ څوکۍ لري چې د هر ایالت دوې څوکۍ کیږي:
٤٣٨+١٠٠= ٥٣٨ څوکۍ. دا فارموله ذهن کې وساتئ، په همدې اساس غږېږو او همدا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو فارموله بللی شو.
ایلکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده بلکې د ولسمشر د ټاکلو یو سیسټم او بهیر دی.
دغې فارمولې ته د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې ایلیکټورل کالج وايي چې موږ یې انتخاباتي رایې هم بللی شوو.
افغانستان کې خلک مستقیمآ کاندید ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ٥٠+١ پوره کړې ولسمشر ټاکل کیږي؛ امریکا کې هم همداسې کیسه ده خو په ‌‌‌‌‌‌ډېر متفاوت ‌‌‌‌‌‌ډول.
هاغسې چې مې وویل د امریکا هر ایالت د استازو په خونه او سنا کې څوکۍ لري. مثلآ: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په مجلس کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. په انتخاباتو کې خلک په دغه ایالت کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ډېرې رایې وګټلې، دا ایالت او د دغه ایالت دا ١٣ انتخاباتي رایې يا الیکټورل کالج ګټي. نورو ایالتونو کې هم همدا فارموله ده، هر ایالت کې چې هر کاندید اکثریت رایې وګټلې، د هغه ایالت ټول ایلکټورل کالج ګټي. او هر کاندید چې ٢٧٠ انتخاباتي رایې الیکټورل کالج وګټلې، د امریکا ولسمشر ټاکل کیږي. البته دا الیکټورل کالج د استازو د مجلس او سنا له څوکۍ سره هېڅ تړاو نلري، دا یوه فارموله ده چې د دغو دواړو خونو د څوکیو د شمېر په حساب عملي کیږي. په دغه سیستم باندې امریکا کې دننه هم نیوکې کیږي؛ ځکه چې کله د یو کوچني ایالت انتخاباتي رایې د یو لوی ایالت تر رایې هم مهمې ګڼل کیږي.
امریکا کې دموکرات پلوه ایالتونو ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او د جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته رید یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو کې وي چې سوینګ سټېټ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالت نه دموکرات دی او نه جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلی شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتوونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.

Related Articles

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري د اینګین اکیورک پېژندنه   د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپرېدلې او ډېر مينه وال یې پیدا کړي وو.  موږ په نننۍ لیکنه کې د اینګین اکیورک په اړه تاسو ته معلومات د...

د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ او اوج پېړۍ ده. په دې موده کې د ټکنالوژۍ دنیا د سترو او حيرانوونکو بدلونونو شاهده وه. یو له دې لاسته راوړنو د ګرځنده موبایلونو او انټرنيټ پيدا کېدل دي. موږ د ورځنيو چارو د ښه سمبالښت او چټکۍ لپاره اړ یو، چې له موبایل او انټرنيټ څخه ګټه واخلو. مګر دغه ګټه بې زیانه هم نه ده. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو...

د مطالعې په جریان کې د فکري تمرکز لارې چارې

د ګټورې مطالعې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. مګر له بده مرغه په اوسنۍ زمانه کې محیط داسې برابر شوی، چې زموږ فکري تمرکز ډېر ژر له منځه ځي. د موبایلونو، کمپيوټرونو، انټرنيټ او نورو عواملو له کبله انسان خپل تمرکز له لاسه ورکوي. خو له نېکه مرغه ځينې تګلارې شته، چې له موږ سره مرسته وکړي. دا مهمه ده، چې د مطالعې په وخت کې زموږ فکري تمرکز باید پر مطالعې وي...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...