د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
3,017 views
د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه. 
 نوموړې د ځينو ستونزو له امله د څه وخت لپاره په "سیسیلي" ټاپو کې هم ژوند کړی دی. همدارنګه په "میتیلین" ښار کې یې د ښځو لپاره یو روزنیر او کتلوري بنسټ هم جوړ کړی و، چې ډېری ښځو به هلته زده کړې کولې او په غونډو کې یې ګډون کاوه.
 سافو ته "۹" کتابونه منسوب شوي دي، چې مناجات، ویرنې او بوللې په کې دي. د سافو شاعري له سوزه ډکه او روانه ده. تر ډېره یې شاعري په لنډو بحرونو کې کړې ده. د نوموړې د شاعرۍ سادګي د نړۍ لویو لیکوالو لکه: افلاطون، لونجاینس او هوراس ستایلې. د یوه شعر لږه برخه یې داسې ده:
 خپل وطن ته راشه!
 تا هغه ځای لیدلی،
 نو "کرت*" پرېږده او هلته راشه 
 هلته چې زه تا ته سترګې په لار یم
 هغه ځای چې ستا لپاره سپېڅلی دی
 هغه ځای چې د سپېلنو دانې 
 ستا د ناستې په ځای عطر شیندي
 او یخ نيولې ویالې
 د مڼو د ونو په څانګو کې 
 سندریز مزل وهي ...
 د سافو د مرګ او ژوند دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو څېړونکي کې یې د ژوند نېټه "۶۰۰ ق.م" بولي.

 ـــــ...
 * کرت - د یوې سیمې نوم دی.

Related Articles

Sep 24, 2021
2,705 views

د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی...

Mar 27, 2023
1,447 views

مصنوعي ځيرکتيا ChatGPT

لړۍ: مصنوعي ځيرکتيا څنګه د اکاډيميکې ليکنې لپاره ChatGPT وکاروو!؟  لاندې معلومات د Win Scholarship پاڼې د همکار دوکتور عبيدالله وردگ له لوري راټول او ترتيب شوي دي؛ نوموړی به د بېلابېلو اپليکېشنونو د استعمال په هکله معلوماتي ليکنې را سره شريکوي‌ چې څ...

Feb 26, 2021
4,076 views

د مسلمانانو خپلمنځي جنګونه څه حکم لري!؟

خپلمينځي جګړه بايد ختمه شي، ځکه چې خپلمينځي جګړه په ټولو اسلامي مذهبونو کې ناروا ده. جنګ يو ستر مشکل دی، دغه مشکل که د هر مذهب مطابق حليږي بايد حل شي او د دغه نزاع د حل لپاره پر کوم خاص مذهب ټينګار ناسم دی. قرآن مجید خو موږ ته وضاحت کړی دی چې:  (ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,509 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...