نوي افغاني بانک نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه

i
imranghani
Author
Nov 04, 2022
3 years ago
2,164 views
نوي افغاني بانک نوټونه؛  د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه

نوي افغاني بانک‌نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه
ــــــــــــــــــــــــــــ عبدالوافي نایبزی 

د نویو بانک‌نوټونه د چاپ کیسه کله او ولې پیل شوه؟

د ۲۰۲۱ز-اگسټ ۱۵مه- د یکشبنې په ورځ «د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت» وپرځېد او پر ځای يې نوی سرپرست حکومت رامنځ‌ته شو، چې ورسره سم د هېواد اقتصادي او بانکي سیسټم د سقوط پر لور قدم اخیستل پیل کړل، خو دا سقوط هغه مهال لا پیسې یقیني شو، چې د افغانستان بانک د څه باندې نهه مېلیارده ډالرو د پولي پُشتوانې/ارزي شتمنۍ کنگل‌کېدا د امریکا د متحده ایالاتو له لورې اعلان شوه. د «جمهوریت» له پرځېدو کابو درې کاله وړاندې د افغانستان بانک د افغاني بانک‌نوټونو حالت ته په پام سره له یو پولېنډي او فرانسوي شرکتونو سره د نویو افغانیو په چاپ توافق ته رسېدلی‌وو، او د معلوماتو پر بنسټ پولېنډي شرکت خپل کارونه پای‌ته هم رسولي‌وو. د توافق پر بنسټ پولېنډي شرکت د کوچنیو بانک‌نوټونو (لس‌گون، شل‌گون او پنځوسي) د چاپ مسوولیت درلود، او فرانسوي شرکت بیا د لویو بانک‌نوټونو (پنځه‌سوه‌گون او زرگون) د چاپ مسوولیت درلود. 

************

نوي بانک‌نوټونه څومره دي او تر ننه يې ولې انتقال ځنډېدلی وو؟

لومړی باید پر دې پوه شو، چې د افغانستان بانک یا مرکزي بانک له لوري د افغانيو چاپول هم داسې دي، لکه څرنگه چې یو دولتي ادارې د نورو څيزونو اړتیا وي، د اړتیا وړ څیزونو له‌پاره شرایط یا Requirements لسټ کوي، او اعلان ته يې سپاري، چې بېلابېلې کمپنۍ يې چمتووالي ته له شرایطو سره سم راوړاندې کیږي. د افغانو په چاپ کې هم هم‌دا مسله ده، خو په لږ توپیر سره په‌دې مانا چې، د افغانۍ د چاپ له‌پاره هغه مالي شرکتونه راوړاندې کېدای شي، چې په نړیوالو نورمونو او شرایطو برابر وي، او د امریکا له فډرال بانک سره رجسټر اوسي. دا ځل (د جمهوریت پر مهال) هم د افغانۍ د چاپ قرارداد دوه کمپنو گټلی‌وو، چې پولېنډي شرکت د لس مېلیارده افغانۍ چمتو کولو تړون، چې په‌کې لس‌گون، شل‌گون او پنځوسي شامل دي او پاتې غټې پیسې (پنځه‌سوه‌گون او زرگون) چې سل مېلیارده «سل‌زره مېلیونه» دي، یو فرانسوي شرکت گټلی وو.

د جمهوریت په اخرو درېو کالونو کې د کرونا وبا او په څنگ کې يې د افغانستان بانک په رهبرې کې د جنجالونو له‌کبله د یادو شرکتونو تادیه او ورڅخه د چاپ شوېو افغانیو انتقال افغانستان ته ټکنی شو، چې بالاخره حکومت بدلون وکړ او د چاپ کیسه هم‌داسې پر ځای پاتې شوه.

************

دکنگل‌شوې ارزي شتمنۍ او نویو چاپ‌شويو نوټونو تر منځ اړیکه:

د نوي حکومت له واک ته رسېدو د افغانستان بانک ارزي شتمني چې ۹ عشاریه ۲ مېلیارده ډالر وه، د امریکا له لوري کنگل اعلان شوه، خو کابو کال وروسته د ۲۰۲۲ز د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د امریکا د خزانې او باندینیو چارو وزارتونو په یوه گټه اعلامیه کې د افغانستان د ۳.۵ مېلیارده ارزي شتمنۍ د ازادېدو خبره په‌دې شرط وکړه، چې د Afghan Funds صندوق تر نامه لاندې جوړېدونکي صندوق ته به یاد مقدار پیسې انتقالېږي، چې د نظارت له‌پاره څلور اشخاص، چې له‌منځه يې دوه د افغانستان بانک پخواني مسوولین (ډاکټر انورالحق احدي – د افغانستان بانک پخوانی مشر او ډاکټر شاه‌محرابي- د افغانستان بانک د عالي شورا غړی) هم دي. 

د امریکا له لوري په سوېس کې د رامنځ‌ته شوي افغان صندوق ته د ۳.۵ مېلیارده ارزي شتمنۍ انتقال د درې موخو له‌پاره شوی‌دی، چې لومړی يې د افغانستان ته د واردېدونکي برښنا د بېلونو ورکړه ده، دوییم يې د نوي افغاني بانک‌نوټونو د چاپ او انتقال لگښت دی او درېیم د تازه پاسپورټونو د چاپ او انتقال لگښت دي. چې تر دې دمه داسې مالومېږي، چې د تازه چاپ شوېو افغاني بانک‌نوټونو انتقال هم د دې صندوق په مرسته ترسره شوي‌دي. 

************

د نوي بانک‌نوټونو تزریق او د مرکزي بانک او ولس مسوولیت: 

د معلوماتو له‌مخې د افغانستان بانک په ۱۳ کلونو کې ۵۵ میلیارده له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولي‌دي. تاسې فکر وکړئ، یانې ۵۵زره مېلیونه افغانۍ زموږ او ستاسې د بې‌پروايۍ له‌کبله سوځېدلي دي. که ولیدل شي، د افغانۍ کیفیت هم دومره ټيټ نه‌دی، خو زموږ بې‌پروايي، د فزیکو پیسو راکړه ورکړه او د بټوې نه‌گرځول هغه څه دي، چې موږ خپله ملي کرنسي خپله له کاره غورځوو.

اوس چې یو وار بیا په لوړه کچه افغانۍ له کاره لوېدلې ده او تازه افغانۍ د واردېدو په درشل کې ده، نو د افغانستان بانک ته په کار دي، چې د زړو افانیو ټولونه او د نويو افغانیو بازار ته عرضه په زوړ پروسېجر سره مخ‌ته یوسي. خوشبختانه چې د افغانستان بانک د ۲۰۲۲ز د اکټوبر ۲۱مه نېټه په‌خپله یوه خپره شوې اعلامیه کې دا څرگندونه وکړه، د نویو بانک‌نوټونو رارسېدنه د پالېسۍ سره سمه کېږي، بازار ته تازه بانک‌نوټونه به د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ انجېکټ کېږي او اقتصادي ودې ته په پام سره به نوي نوټونه خپرېږي.  تر څنگ به يې زاړه بانک‌نوټونه د تېر نارمل پرکټس په‌وسیله له بازار څخه ټولېږي. 

اوس نو د ولس مسوولیت جوړېږي، چې د د نویو بانک‌نوټونو ساتنه د ډالر او یورو په‌څېر په‌داسې طریقه سره وکړي، چې د کالونو-کالونو په تېرېدو سره په‌کې نه درز رامنځ‌ته شي، نه خط‌ - خطي شي، نه څېري او نه يې باران او اوبه راڅخه لامده کړي.

#افغانستان #اقتصاد

Related Articles

Dec 22, 2022
1,650 views

د امام بخاري ژوندلیک

نوم، نسب، د زیږدنې ځای، کال او … .امام بخاري خپل نوم محمد او د اسماعیل زوی و؛ او کنیه ابوعبدالله وه او لقب یې امیر المؤمنین في الحدیث و. امام بخاري په ۲۹۴ هجري کال کې د شوال میاشت په دیارلسمه، د ازبکستان په بخارا ښار کې زیږیدلی دی . د امام بخاري مور...

Nov 24, 2020
16,766 views

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل...

Mar 09, 2023
1,292 views

سروی  پل Bridge Surveying

✏سروی  پل: درسروی پل ها موارد آتی در نظر گرفته میشود.1- بازدید بامسئولین.2- مشوره با بزرگان محل.3- فاصله پروژه ازولایت،ولسوالی،بازارویا کدام محل مشهورمنطقه.4- تعین موقعیت پل بامشوره واخذ معلومات از اشخاص فهیم محل.5- تثبیت دوکنارپل.6- سروی ساحه پل به...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,475 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,089 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,853 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...