پښتو ادب او پښتنې مېرمنې

R
Rafiq Alwat
Author
Oct 24, 2022
3 years ago
2,029 views
پښتو ادب او پښتنې مېرمنې

پښتو ادب او مېرمنې


په پښتنه معاشره کښې داسې مېرمنې هم په نظر راځي چې د کور د کارونو سره سره د بهر په کارونو کښې هم د خپلو سړيو سره څنګ په څنګ ولاړې وي او د ژوند سفر په شريکه ترسره کوي ــــ 
هرکله چې دغه پښتنې مېرمنې په هر کار کښې د سړو مرسته کوي نو په ادبي مېدان کښې هم د دوي ستړې د هېريدو نه دي بلکې د ستاٸېنې وړ دي ـ او په حقيقت کښې دوي د خپلو سړو سره په مقابله کښې روانې وي او غواړي چې خپل ادب ته وده ورکړي ـــ د دې په ضمن کښې مونږ دا هم وٸېلے شوو چې د فولکلور يعنې اولسي ادب زياته برخه د دغه مېرمنو کارنامه ده ـ خو په کلاسکي فن کښې هم دوي د قدر وړ ونډه لري چې په دغه پښتنو مېرمنو ليکوالانو کښې يوه حليمه حافظه هم ده ـ 
حلميه حافظه په کال ١٠٦٥ خواٶشا کښې په اکوړي کښې پېدا شوې ده چې د ستر خوشحال بابا لور او د عبدالقادر خان خټک خور ده ـ  حليمه يوه عارفه، عالمه او اديبه ښځه وه چې ورسره ٸې د قرآن پاک د حفظ شرف هم حاصل کړے ٶ ــ 
نو دغه وجه وه چې شعر ٸې د مجازي عشق په ځاے حقيقي عشق پله دے ــــ د دې سره سره د موصوفې شعر د حيادارۍ، پښتونولۍ او اسلام پالۍ عکاسي هم کوي  ـ يو غزل ٸې تاسو ته ډالۍ

د اشنا په فکر خوښه هسې شان شوم 
نه پوهېږم چې ممتاز که شاه جهان شوم

چې ٸې کړمه  ستا په مينه سرفرازه
ثناءخوانه په څو رنګه د رحمان شوم

چې ممتاز مې د اياز لاړو له زړه نه
سربلنده تر محمود غوندې سلطان شوم

و هر چا وته چې ګورم واړه دے دے 
د جمال په ننداره ٸې شادمان شوم

غېر فکر مې د زړه نه رابهر شو
په خليل و په عدو باندې يکسان شوم

حليمې د غماز مکر زيات له حد شو
چې د بېل له پاره نه که په ګمان شوم

 

رفيق الوت بي اېس پښتو

Related Articles

May 31, 2021
5,827 views

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.  يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي. د وینې فشار په دوه ډوله دی: لوړ فشار (systolic blood pressure) سيستوليک د وينې فشار:...

Jun 19, 2021
3,840 views

څو جملې څو کتابه!

ځينې وخت داسې پېښېږي، چې د یو چا له ټولو خبرو او یا یوازې له یوې جملې ډېر اغېزمن کېږو. دا ډول ویناوې، چې موږ ته انرژي او فکر راکوي، زموږ په ژوند کې خورا مهمې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د امریکا لویې وچې د ستر لیکوال، شاعر او فیلسوف "رالف والډو امرسن"...

Dec 31, 2020
3,348 views

د واکسین تاریخچه؛ څومره اغېزمن دي!؟

 لیکنه: نګین کرګر نږدې له دوو پېړيو را په دېخوا انسانان د واکیسن په واسطه له ډېرو خطرناکو ناروغیو ژغورل شوي دي. په "۱۷۹۷م" کال کې یو انګریز ډاکټر لومړنی کس و، چې واکیسن یې کشف کړ.  نوموړي ډاکټر د غوا د چیچک مرض نه التهابي ترشح شوې خیرې، چې د شیدو لی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,292 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,291 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,469 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...