د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 31, 2022
3 years ago
2,635 views
د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

 د لمپي سکين ناروغي Lumpy Skin Disease
د پوستکي دانی ناروغي

 د يو څه وخت راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې ناسم مالومات خپرېږي؛ غواړو چې هيوادوالو سره سم مالومات شريک کړو. 

ياده ناروغي څه کم سل کاله تاريخچه لري او تر اوسه پورې هيڅ قسمه کيس په انسانانو کې ندی ثبت شوی؛ نو لحاظه د حيوان/غواګانو د تولید او تيار شوي محصولاتو نه استفاده کولی شو. 
دا ناروغي په لومړی ځل په غواګانو کې په 1929 کې په زمبيا کې ثبت شوي او بيا روستو په ګن شمير هيوادونو کې راغلی. 
ډيرو خلکو ناسم مالومات اخيستي؛ نو د لمپي سکن ناروغۍ لرونکي حیواناتو/غواګانو غوښه او  شیدې د خوراک وړ دي او همدرانګه یاد شوي  مرض له حیوان څخه انسان ته د انتقال وړ ندی. 

د دې ناروغۍ اصلي منشاء له افريقا څخه اخيستل شوې ده او په اوس وخت کې د نړي په نورو هیوادونو لکه د اسیا او اروپايي هیوادونو کې هم څرګنده شوي ده متأسفانه چي زمونږ ګران هیواد ته هم له ګاونډي هيواد پاکستان نه سرحدي ولايتونو لکه ننګرهار، کونړ، خوست، کندهار او يو شمير نورو ولايتونو کې هم پيښي ډيري ليدل شوي. 

بايد دولت د دې ناروغۍ مخنيوي لپاره واکسينونه راوړي، چې تر څو شته حيوانات د مينځه لاړ نشي. 

له نظره   Ethiology and epidemiology :

دغه ناروغي په پراخه او ناڅاپي شکل واقع کیږي او واقعات یې د سپرلي او اوړي په ګرم موسم کې زیات وي، خو امکان لري د ژمي په موسم کې هم واقع شي. 

د حيوان/غواګانو بدن حرارت درجې په لوړوالي، د سترګو څخه د اوښکو بهېدلو، خولې څخه د لاړو بهېدلو، په پوستکي باندې د دانو راختلو او خوراک نه کول و سره مشخصه کیږي.

Transmission: 
د دې مرض انتقال. 

د دغې ناروغۍ انتقال د وینه څښونکو حیواناتو په واسطه صورت نیسي لکه مچان، کوني، ماشي او يا د اخته نورو غواګانو د مستقيم تماس پواسطه.
Clinical sign:
کلينيکي نښې. 

د ناروغئ تفريحي دوره ۴ څخه تر ۱۴ ورځو پورې ده او له هغې څخه وروسته حيوان لاندې نښې ښایي. لکه څنګه چې بره ذکر شوی. 

لوړه تبه، د سترګو څخه د اوښکو بهيدل، د لمفنوډونو پړسوب، د پوزې څخه د افرازاتو راتلل، د لاړو زیاتوالی، په پوستکي باندې د دانو راختل او د لږ وخت په تيريدوسره هغه سوري کيږي او چرکداره افرازاتو راتلل او اشتهاء له لاسه ورکول؛ خو ډيری يې د بدن هره برخه دانی نيسي. 

Diagnosis:

تشخيص
د نښو نه علاوه د يادې ناروغۍ تشخيص په لابراتوار کې ترسره کيږي. 
د ناروغي تشخيص د هستوپتولوژي، Virus isolation یا PCR, ELISA پواسطه ترسره کیږي.

Treatment & control: 

او کومه خاصه درملنه نه لري خو د دوهمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ورته انټي بيوټيک او همدا ډول د تبې د کنټرول په خاطر ورته انلجیزیک اود بدن تقوي لپاره ورته د مايعاتو اوياملټي ويټامينونه ورکول ښه دي خو لومړي يي بايد چي تبه کنترول شي. 
د يادې ناروغۍ واکسین د ناروغي د خپریدو په کنټرول کې مرسته کوي او بايد واکسين هر حيوان ته وشي البته کومو حيواناتو ته چې دا ناروغي لږي لکه غوا نسل.

خو بيا هم د دوهمي عفونت د مخنيوي لپاره انتې بيوتيک، د التهاب ضد درمل او د بې اشتهايي په منظور له زرقي ويټامينونو څخه کار اخيستل کيږي.

وړاندیزونه

فارم لرونکی اشخاص باید خپل څاروي دی د خارجي پرازيتونو له موجوديت څخه پاک کړي او د خپلو څارويو د خوړو، مدیريت او ګڼ شمير نورو مساعد کوونکو فکتورونو ته پام وکړي. خپل سالم څاروي له ناروغو څارويو څخه لرې وساتي.

ورته نور اړين مالومات

لکه څنګه مو چې يادونه وکړه دا ناروغي Zoonoses نده، يعني انسان ته نه انتقالېږي او تنا د مربوطه حيوان د ناروغئ سبب ګرځي او په شديد حالات کې د مرګ سبب کيږي.  

ياده ناروغي په 2019 کې په چين کې هم ډير ښکاره شوی، په 2021 کې په ويتنام، تايلينډ او ماليزيا کې هم ليدل شوي، او په 2022 کې پاکستان کې هم په پراخه کچه راغلي. 

بيا يې تکرارا ليکو چې ياد ويروس په غواګانو کې خورا ځانګړی کوربه دی او په انسانانو کې د ناروغۍ لامل نه کیږي او د غوښې یا لبنیاتو محصولاتو مصرف هیڅ خطر نلري.

دويمه سپارښتنه 

هر کال خپل څاروي د يادې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
په ننګرهار کې ډيری خلکو ته سم مالومات ندي رسيدلي او دوي د غواګانو غوښې او شيدو د خوړو نه ځانونه منع کړي؛ نو تاسو کولای شئ چې پاخه شوي غوښې، شيدو او نور جوړ شوي محصولاتو نه استفاده وکړئ.  
له ټولنيزو رسنيو څخه 

Related Articles

Oct 22, 2021
2,216 views

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:...

Dec 26, 2020
2,780 views

لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوج...

Jul 23, 2023
1,228 views

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې                             شارټ لیست د ګمارنې او انتخاب  لپاره یو مهم قدم دی چې د ادارو لپاره د کارمندانو د ګمارنې په پروسه کې د پام او اهمیت وړ مرحله تشکیلوي.د شارټ لیست اصطلاح   یوازې د ګمارنې او استخ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,524 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...