قبرس وپېژنئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 28, 2022
3 years ago
1,680 views
قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی

قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري.

دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې سمندر کې تر ساردنی او سیسیل وروسته درېیمه لویه جزیره (ټاپو) بلل کېږي.

بايد ووایو چې دا هېواد اوس پر دوو برخو وېشل شوی دی، چې شمالي او جنوبي قبرس بلل کېږي. شمالي قبرس هغه هېواد دی، چې یوازې ترکیه یې په رسمیت پېژني او جنوبي هغه يې بیا نړېوال پېژند او رسمیت لري. 

د تاریخ په اوږدو کې پر دې هېواد مختلفو خلکو تصرف درلود. ایرانیان، یونانیان، رومیان، ترکان او انګرېزان هغه خلک دي، چې په مختلفو وختونو کې پر دې هېواد واک درلود.

 

نور په زړه پورې معلومات

- قبرس په جغرافیوي لحاظ په آسیا کې پروت دي. مګر په سیاسي او کلتوري لحاظ تر یوه بریده اروپايي هېواد بلل کېږي. 

- ددې هېواد خلک تر ډېره له خوړو پخولو او آشپزۍ سره علاقه لري. له همدې امله سیلانیان د یادې سیمې د خوړو ستاینه کوي.‌

- د قبرس هوا معتدله ده. ځکه خو تل د سیلانیانو د پام وړ وي.

- دا هېواد خورا ښکي او په زړه پورې ساحلونه لري. که په سمندر غاړو کې له ګرځېدو ستړي شوئ کولای شئ غرونو او شنو ځنګلونو ته هم مخه کړئ. 

- انګلېسي او ترکي ددې هېواد رسمي ژبې دي. البته یوناني هم خپل اهمیت لري.

- ددې ټاپو ۵۷ سلنه اوسېدونکي یونانیان دي او پاتې ۴۳ سلنه يې ترک ټبر دي. 

- د قبرس پلازمېنه نیکوزیا نومېږي چې له ساحله لرې پروت دی.‌

- په ديني لحاظ هم دا هېواد دوه ټوټې دی. یوه ډله يې ارتودوکس عیسویان دي او بله يې ترکي مسلمانان دي.‌

 - ددې هېواد پولي واحد ترکي لیره ده.ددې ترڅنګ ډالر او یورو هم د چلښت وړ دي. دا ځکه چې دې هېواد ته هر وخت د سیلانیانو مخه وي.

Related Articles

Nov 20, 2020
4,468 views

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو.  د ټولنې...

Aug 30, 2021
3,286 views

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېو...

Oct 21, 2021
1,991 views

د بالزاک لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ.   بالزاک  په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...