غرونه او سيندونه

H
Hasibullah Ashna
Author
Jul 26, 2022
3 years ago
5,310 views
غرونه او سيندونه

د هندوکش غر: دا غر دهيواد په منځ کی داسې غځيدلی پروت دی چی د هيواد شمالي برخه د جنوب،اوجنوب ختيزو برخو څخه بيلوي . د سمندر له سطحې نه يې لوړوالی ٧٧٤٠ متره دی . لوړه څوکه يې د تيراج مير په نامه ياديږی چې تل په واروو پوښل شوی وی . دهيواد زياتره سيندونه له همدی غره او يا يې  له څانګو څخه سر چينه اخلی. مشهور کوتلونه يې خاواک، سالنګ او بروغيل دي

د بابا غر : دا غر دهندوکش له غره څخه د باميان شيله بيلوي او دلويديز خواته د ٢٠٠ کيلو مترو په اوږ دوالي غځيدلی دی ، جګوالی يې د هندوکش غره په پرتله لږ دی. لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نامه ياديږي او د هلمند سيند له همدې غره څخه سرچينه اخلي

سفيدکوه : د با با له غره څخه دهرات تر شمال لويديز پوری غځيدلی دی . د مرغاب سيند اود هريرود ځنې مرستيالان سيندونه له همدی غره څخه

سر چينه اخلی 

سياه کوه : دا غر هم له بابا غره څخه د سفيد کوه سره غبرګ دهرات تر جنوب – لويديز پوری غځيدلی دی  خاشرود سيند له همدې غره څخه سر چينه اخلی

سپين غر: نو موړی غر د پيښور ښار له لويديز څخه د کابل ښار د تر جنوب پوری غځيدلی دی، يوه څانګه يی ننګرهار له پکتيا څخه بيلوی، لوړه څوکه يې ٤٧٥٥ متره ده

سليمان غر: دا غر هم په جنوب کی غځيدلی دی چی شمالی لړۍ يی تر سپين غر پوری رسيږی . لوړ څوکه يی د سليمان تخت په نامه ياديږی

تير بند ترکستان: نوموړی غر له بابا غره څخه پيل شوی او د شمال خوا ته تر بالا مرغاب پورې غځيدلی دی. سربيره پر دغو يادو شويو غرونو ، نور کوچني غرونه لکه : واخان، نورستان، هندوراج، خواجه محمد، سفيد خرس،لعل، بند بايان، هزارسنګ، کفتر خانه، فيروز کوه، بادغيسات، سيابوبک، التيمور، چاګايي، شيرم، البرز، شاديان هم د يادونې وړ دي

سيندونه : په افغانستان کې زيات سيندونه بهيږي چې مشهور يې دادي کابل سيند : د پغمان داونې درې نه سرچينه اخلي ، د کابل ښار له منځ نه تيريږي او د ختيځ په لور جريان لري . د لارې په اوږدو کې د لوګر ، پنجشير ، الينګار ، اليشنګ او کنړ سيند ورسره يوځای کيږي او په پای کې اټک ته نږدې د سند سيند ته تويږي .

هلمند سيند : داد افغانستان دلويو اواوږدو سيندونه څخه شميرل کيږي . د بابا له غره څخه سرچينه اخلي او د هيواد جنوب لويديز لور ته بهيږي .د کندهار او ارزګان په ولايتونو کې ترنک ،ارغستان او ارغنداب سيندونه ورسره يو ځای کيږي او وروسته هامون هلمند کې تويږي.

...د افغانستان نور مشهور سيندونه دادي : فراه رود ، خاشرود ، هريرود

 

 

Related Articles

Mar 01, 2024
3,510 views

پروپوزال څه ته وايي

ليکنه: انجنير عرفان الله حسن پروپوزل څه ته وائي?(What is Proposal)د پروژې په هکله لومړني معلوماتو ته ویل کېږي چې د پروژې د ترسره کولو هدف, پروسه او نتيجه بیانوي. یو ښه وړاندیز او یا  پروپوزل Proposal کومې ځآنګړتیاوې لري?پروپوزل او یاهم وړاندیز هغه...

Apr 12, 2021
1,484 views

ابر های تلویزیونی

ابر های تلویزیونی مصطفی عمرزی بالاخره فشار هایی که ناشی از اذهان تاریک، عنعنات ماقبل التاریخ و خواسته های افرادی از قشر کوچکی که جز آن دنیا، از مسولیت های دنیوی شان غافل اند و کسانی که نمی توانند منطق را بپذیرند و از روی جهل و تعصب بی معنی می خواهن...

Oct 12, 2023
1,042 views

مچ په سترګه کې الهي انجنيري

د مچ په سترګه کې الهي انجنيري!!مچ کولای شي چې هر طرف لیدل ترسره کړي، د مچ سترګې د مرکب جوړښت په واسطه کولای شي چې د انسانانو برعکس خپل محیط له ۳۶۰ درجې یعنې هر لوری وویني. الله تعالی فرمایي: هذا خلق الله فأروني ماذا خلق الذين من دونه بلِ الظّالِمونَ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,024 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...